6
شپږم باب
د حضرت عيسىٰ مسيح په ژوند کښې شاملېدل
1نو بيا مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ ولې مونږ دې په ګناهونو کښې اخته يُو د دې دپاره چې فضل نور هم زيات شى؟ 2نه، هيڅکله نه. مونږ خو ګناه ته مړۀ شوى يُو نو بيا څنګه په ګناه کښې ژوند تېرولے شُو؟ 3ولې تاسو ته پته نشته چې کله مونږ ټولو په عيسىٰ مسيح کښې بپتسمه واخسته نو مونږ د هغۀ په مرګ کښې هم شامل شُو؟ 4نو ځکه مونږ د هغۀ سره په بپتسمه کښې ښخ شُو او ورسره مړۀ شُو، نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو. 5نو کۀ مونږ د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ سره شامل يُو نو بيا به مونږ د هغۀ سره په نوې ژوندون کښې هم شامل يُو. 6مونږ په دې پوهه يُو چې زمونږ زوړ انسانيت د مسيح سره په سولۍ کړے شو نو په مونږ کښې د ګناه اثر ختم شو او نور د ګناه په قبضه کښې نۀ يُو او د دې دپاره چې مونږ نور د ګناه غلامان نۀ شُو. 7ځکه هر څوک چې مړ شى نو هغه د ګناه د اثر نه آزاد شى 8خو کۀ مونږ د مسيح سره مړۀ شُو نو زمونږ هم دا ايمان دے چې مونږ به د هغۀ سره ژوندى شُو. 9مونږ ته دا معلومه ده چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے شوے دے، او بيا به هيڅکله مړ نۀ شى، او د مرګ په هغۀ باندې نور هيڅ واک اختيار نشته. 10کله چې هغه مړ شو نو هغه د ټولو د ګناه دپاره يو ځل مړ شو خو اوس چې هغه ژوندے دے خُدائ پاک ته د جلال ورکولو دپاره ژوندے دے. 11نو تاسو هم خپل ځانونه ګناه ته مړۀ وګڼئ او په عيسىٰ مسيح کښې په شاملېدو سره يې خُدائ پاک ته ژوندى وګڼئ. 12نو ځکه تاسو خپل ځان ګناه ته مۀ پرېږدئ چې په تاسو حکومت وکړى او چې تاسو د نفس تابع کړى. 13نور تاسو د خپل وجود اندامونه ګناه ته د بدکارۍ د ساز و سامان په طور مۀ وړاندې کوئ بلکې خپل ځانونه خُدائ پاک ته وړاندې کړئ د هغوئ په شان څوک چې د مرګ نه بيا راژوندى شوى دى، او خپل اندامونه خُدائ پاک ته د صداقت د ساز و سامان په طور وړاندې کړئ. 14نو ګناه به نور په تاسو حکومت نۀ کوى ځکه چې تاسو نور د شريعت د لاندې نۀ يئ بلکې د خُدائ پاک د فضل د لاندې يئ.
د صداقت غلامان
15نو اوس سوال دا دے، چې مونږ د شريعت د لاندې نۀ يُو او د فضل د لاندې يُو نو ولې بيا مونږ دې ګناه کوُو؟ نه، هيڅکله نه. 16نو بيا تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې تاسو کوم مالِک ته ځان وقف کړئ او د هغۀ فرمانبردار شئ نو بيا تاسو د هغۀ غلامان شوئ؟ او تاسو به په دوئ کښې د يو غلامان يئ، يا د ګناه چې اَنجام يې مرګ دے، يا د خُدائ پاک فرمانبردارى چې اَنجام يې صداقت دے. 17نو د خُدائ پاک شُکر دے چې تاسو په يو وخت کښې د ګناه غلامان وئ خو اوس د زړۀ د اخلاصه د هغۀ د تعليم فرمانبردار شوئ کوم چې تاسو ته په حواله شوے دے. 18اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ. 19زۀ ستاسو د انسانى کمزورتياو په سبب په ساده الفاظو کښې وايم. لکه څنګه چې تاسو يو ځلې خپل ځانونه د ناپاکۍ او بېشرعې کارونو دپاره غلامان کړى وُو، نو دغه شان يې اوس د صداقت دپاره هم غلامان کړئ، چې مقدس شئ. 20کله چې تاسو د ګناه غلامان وئ نو تاسو بيا د صداقت د پابندۍ نه آزاد وئ. 21په کوم کردار چې اوس تاسو شرمېږئ او اَنجام يې مرګ دے، نو د هغې فائده څۀ وه؟ 22خو اوس تاسو د ګناه د غلامۍ نه آزاد يئ او د خُدائ پاک غلامان جوړ شوئ، د دې فائده دا ده چې تاسو خُدائ پاک ته وقف شوئ چې اَنجام يې د تل ژوندون دے. 23ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.