7
اوؤم باب
د وادۀ مِثال
1زما وروڼو او خوېندو، تاسو نۀ پوهېږئ څۀ؟ زۀ هغوئ ته وايم څوک چې د شريعت نه واقف وى يو کس تر هغې د شريعت پابند دے ترڅو چې هغه ژوندے وى. 2د مِثال په طور په شريعت کښې يوه وادۀ شوې ښځه تر هغې د خپل خاوند پابنده ده ترڅو چې د هغې خاوند ژوندے وى، خو کۀ د هغې خاوند مړ شى نو بيا هغه د وادۀ د شرعى پابندو نه خلاصه شى. 3نو په دې وجه کۀ هغه د خپل خاوند په ژوندانۀ د بل سړى سره اوسيږى نو هغه به زناکاره ګڼلے شى، خو کۀ چرې د هغې خاوند مړ شى نو هغه د شريعت په مطابق آزاده ده، او کۀ هغه بيا د بل سړى سره وادۀ وکړى نو هغه زناکاره نۀ ده. 4نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو. 5کله چې مونږ د خپل انسانى فطرت په مطابق ژوند تېرولو نو شريعت مونږ نفسانى شهوت ته ترغيبولو او دې نفسانى خواهشاتو په مونږ کښې کار کولو چې نتيجه يې مرګ ده. 6خو اوس مونږ د شريعت نه آزاد يُو او د هغۀ د اثر رسوخ دپاره مړۀ شوى يُو او نور د هغې پابند نۀ يُو. نو اوس زمونږ خِدمت د زوړ ليکلے شوے شريعت په مطابق نه بلکې په نوې روحانى طريقې سره ژوند تېروو.
شريعت او ګناه
7نو مونږ به بيا څۀ ووايو؟ ولې شريعت ګناه ده څۀ؟ يقيناً چې نه. خو کۀ شريعت نۀ وے نو زۀ به په ګناه پوهه شوے نۀ وے، ولې چې ما به دا هيڅکله هم نۀ وے پېژندلے چې لالچ څۀ شے وى، کۀ چرې شريعت دا نۀ وے وئيلے چې، ”تاسو لالچ هم مۀ کوئ.“ 8خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله چې په ما کښې يې هر قِسمه لالچ پېدا کړو. ځکه چې د شريعت نه بغېر ګناه مړه ده. 9يو وخت داسې وو چې زۀ د شريعت په غېر موجودګۍ کښې ژوندے وم، خو هر کله چې حُکم راغے نو ګناه ژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم. 10او کوم حُکم چې زما د ژوند دپاره وعده وو، زما دپاره مرګ ثابت شو. 11خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله او زۀ يې دوکه کړم او د دې په وسيله يې مړ کړم. 12نو شريعت پاک دے او حُکمونه يې هم پاک دى او صادق او ښۀ دى. 13ولې څۀ چې ښۀ دى نو هغه زما دپاره مرګ دے؟ نه، هيڅکله نه. دا خو ګناه وه چې زۀ يې د ښۀ څيز په وسيله ووژلم او هم په دې شان ګناه خپل اصلى شکل ښکاره کړو، او دغه شان د حکم په وسيله ګناه د نور کله نه زياته بده شوه. 14ځکه چې مونږ پوهيږو چې شريعت روحانى دے خو زۀ غېر روحانى يم او په ګناه لکه د غلام خرڅ شوے يم. 15زۀ په خپلو کارونو نۀ پوهېږم. ځکه چې زۀ څۀ کول غواړم، هغه نۀ کوم، بلکې هغه کارونه کوم چې ترې نفرت کوم. 16اوس کۀ زۀ هغه کوم څۀ چې نۀ غواړم، نو زۀ منم چې شريعت ښۀ دے. 17خو په حقيقت کښې د هغې کوونکے زۀ نۀ يم بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې موجوده ده. 18ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته، او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم. 19نو چې زۀ څۀ نېکى کول غواړم، هغه نۀ کوم، خو چې زۀ څۀ بد کول نۀ غواړم، هغه کوم. 20اوس زۀ چې څۀ کول نۀ غواړم هغه کوم، نو د دې کوونکے زۀ نۀ يم بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې موجوده ده. 21نو بيا زۀ په دې اصُولو پوهه شوم چې کله زۀ نېکى کول غواړم نو بدى زما د لاسه وشى. 22زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم. 23خو يو بل شريعت په ما کښې دے چې زما د عقل سره په جنګ دے او د دې طاقت ما د هغه ګناه غلام جوړوى چې تر اوسه په ما کښې ده. 24نو زۀ څومره بدنصيبه سړے يم. چې دا بدن ما مرګ ته حواله کوى نو بيا څوک ما بچ کولے شى؟ 25خو د خُدائ پاک شُکر دے چا چې زۀ د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله بچ کړم. نو بيا زۀ خو په خپل عقل سره د خُدائ پاک د شريعت خِدمت کوم خو د ګناه په فطرت کښې زۀ د ګناه د شريعت غلام يم.