1
روميان 23:6
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.
ប្រៀបធៀប
រុករក روميان 6:23
2
روميان 14:6
نو ګناه به نور په تاسو حکومت نۀ کوى ځکه چې تاسو نور د شريعت د لاندې نۀ يئ بلکې د خُدائ پاک د فضل د لاندې يئ.
រុករក روميان 6:14
3
روميان 4:6
نو ځکه مونږ د هغۀ سره په بپتسمه کښې ښخ شُو او ورسره مړۀ شُو، نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو.
រុករក روميان 6:4
4
روميان 13:6
نور تاسو د خپل وجود اندامونه ګناه ته د بدکارۍ د ساز و سامان په طور مۀ وړاندې کوئ بلکې خپل ځانونه خُدائ پاک ته وړاندې کړئ د هغوئ په شان څوک چې د مرګ نه بيا راژوندى شوى دى، او خپل اندامونه خُدائ پاک ته د صداقت د ساز و سامان په طور وړاندې کړئ.
រុករក روميان 6:13
5
روميان 6:6
مونږ په دې پوهه يُو چې زمونږ زوړ انسانيت د مسيح سره په سولۍ کړے شو نو په مونږ کښې د ګناه اثر ختم شو او نور د ګناه په قبضه کښې نۀ يُو او د دې دپاره چې مونږ نور د ګناه غلامان نۀ شُو.
រុករក روميان 6:6
6
روميان 11:6
نو تاسو هم خپل ځانونه ګناه ته مړۀ وګڼئ او په عيسىٰ مسيح کښې په شاملېدو سره يې خُدائ پاک ته ژوندى وګڼئ.
រុករក روميان 6:11
7
روميان 1:6-2
نو بيا مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ ولې مونږ دې په ګناهونو کښې اخته يُو د دې دپاره چې فضل نور هم زيات شى؟ نه، هيڅکله نه. مونږ خو ګناه ته مړۀ شوى يُو نو بيا څنګه په ګناه کښې ژوند تېرولے شُو؟
រុករក روميان 6:1-2
8
روميان 16:6
نو بيا تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې تاسو کوم مالِک ته ځان وقف کړئ او د هغۀ فرمانبردار شئ نو بيا تاسو د هغۀ غلامان شوئ؟ او تاسو به په دوئ کښې د يو غلامان يئ، يا د ګناه چې اَنجام يې مرګ دے، يا د خُدائ پاک فرمانبردارى چې اَنجام يې صداقت دے.
រុករក روميان 6:16
9
روميان 17:6-18
نو د خُدائ پاک شُکر دے چې تاسو په يو وخت کښې د ګناه غلامان وئ خو اوس د زړۀ د اخلاصه د هغۀ د تعليم فرمانبردار شوئ کوم چې تاسو ته په حواله شوے دے. اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.
រុករក روميان 6:17-18
គេហ៍
ព្រះគម្ពីរ
គម្រោងអាន
វីដេអូ