23
درويشتم باب
د حضرت عيسىٰ د فريسيانو او د شرعې د عالمانو ملامته کول
1عيسىٰ بيا خپلو مريدانو او خلقو ته داسې خبرې وکړې چې 2”د شرعې عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ ناست دى، 3نو هر څۀ چې دوئ تاسو ته وائى هغه کوئ د هغوئ خبرو ته غوږ نيسئ، خو د هغوئ په شان کارونه مۀ کوئ ځکه چې دوئ وائى يو څۀ او کوى بل څۀ. 4دوئ مذهبى درانۀ پيټى تړى او د خلقو په اوږو يې باروى خو دا نۀ غواړى چې يو ته د اوچتولو دپاره خپله ګوته هم وروړى. 5دوئ چې هر څۀ کوى دا د خلقو د ليدو دپاره کوى. هغوئ خپل تعويذونه غټ جوړوى او د خپلو چوغو زونډى لويوى. 6دوئ په دعوت کښې خاص ځايونه خوښوى او په عبادتخانو کښې د مشرۍ کُرسۍ، 7او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى. 8خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ. 9په دې دُنيا کښې هيچا ته پلار مۀ وايئ ځکه چې ستاسو خو يو پلار شته او هغه په آسمان کښې دے. 10او تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائې ځکه چې ستاسو يو اُستاذ شته او هغه مسيح دے. 11په تاسو کښې دې د ټولو نه لوئ ستاسو خادِم وى. 12او هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.
د حضرت عيسىٰ په مُنافقانو پابندى
13-14خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ. 15اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، ځکه چې تاسو په زمکه او سمندر سفر کوئ د دې دپاره چې يو کس خپل دين ته راواړوئ او کله چې هغه راواړوئ نو تاسو هغه د خپل ځان نه دوه چنده دوزخى جوړ کړئ لکه څنګه چې تاسو يئ. 16اے ړندو لارښودونکو، په تاسو دې افسوس وى، ځکه چې تاسو وايئ چې کۀ څوک د خُدائ په کور قسم وخورى نو دا څۀ خبره نۀ ده، خو کۀ چرته يو کس د هغۀ په سرو زرو قسم وخورى، نو هغه د خپل قسم پابند دے. 17اے ړندو کم عقلو، په دې دواړو کښې کوم څيز اهم دے، سرۀ زر او کۀ د خُدائ کور چې سرۀ زر هم پاکوى؟ 18يا تاسو دا وايئ کۀ څوک په قربانګاه قسم وخورى نو هيڅ خبره نۀ ده، خو کۀ څوک د قربانګاه په شکرانې قسم وخورى نو هغه به پابند وى. 19اے ړندو، کوم څيز زيات اهم دے، شکرانه کۀ هغه قربانګاه چې شکرانه هم پاکوى؟ 20نو هرکله چې څوک په قربانګاه قسم خورى نو هغه په قربانګاه او د هغې په شکرانو دواړو قسم خورى. 21څوک چې د خُدائ په کور قسم خورى، نو هغه په هغۀ او څوک چې هلته اوسى، په دواړو قسم خورى. 22او څوک چې په آسمان قسم خورى نو دا داسې دى لکه چې هغه د خُدائ پاک په تخت او د خُدائ په ذات باندې قسم خورى. 23اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے. 24اے ړندو لارښودونکو، تاسو خو اوبۀ د ماشى دپاره چاڼ کوئ خو اوښ لواړ تېروئ. 25اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. تاسو خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه مو هغه د لوټ او د خود غرضۍ د مال نه ډک کړى وى. 26اے ړندو فريسيانو، اول د دننه نه کنډول او رکېبۍ وينځئ، نو بهر نه به هم وينځلے شى. 27اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. ستاسو مِثال د هغه قبرونو دے چې بهر سپين کړى او ښائسته ښکارى خو دننه د مړو د هډوکو او د نورې ګندګۍ نه ډک وى. 28دغه حال ستاسو هم دے، په ظاهره خو تاسو صادقان ښکارئ، خو د دننه د منافقت او بېشرعې کارونو نه ډک يئ.
د حضرت عيسىٰ پېشګوئې د مُنافقانو د سزا په حقله
29اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو د نبيانو زيارتونه جوړَوئ او د صادقانو قبرونه سينګاروئ 30او دا وايئ چې کۀ چرې مونږ د خپل پلار نيکۀ په زمانه کښې ژوندى وے نو د نبيانو په قتلولو کښې به شريک شوى نۀ وُو. 31دغسې تاسو په ځان ګواهى کوئ چې تاسو د هغو خلقو زامن يئ چا چې نبيان وژلى وُو. 32نو ځئ او د خپل پلار نيکۀ نيمګړے کنډول ډک کړئ. 33اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟ 34ځکه زۀ تاسو ته نبيان، هوښياران او د خُدائ پاک د لارې عالمان درلېږم نو په تاسو کښې به ځينى مړۀ کړى، ځينې به په سولۍ کړى او ځينې به په خپلو عبادتخانو کښې په کوړو ووهى او د يو ښار نه به يې بل ښار ته وشړى. 35دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بېګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې مړ کړو. 36زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو سزا ملاويږى.
د حضرت عيسىٰ يروشلم دپاره خفګان کول
37اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل. 38او اوس وګوره، هغه دے ستاسو کور خوشے او شاړ پاتې کيږى. 39خو بېشکه زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغه وخته ما ونۀ وينئ ترڅو چې دا ونۀ وايئ چې، مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“