24
څليريشتم باب
د حضرت عيسىٰ د خُدائ د کور د بربادۍ پېشګوئې
1عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو چې مريدان يې ورنزدې شُو او د خُدائ د کور عمارت يې ورته په ګوته کړو. 2هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“
د مشکلاتو شروع کېدل
3څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“ 4عيسىٰ جواب ورکړو، ”پام کوئ چې څوک مو بېلارې نۀ کړى. 5ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بېلارې کړى. 6داسې وخت به راشى چې تاسو به په خپل خواوشا کښې د جنګونو چغې او سورې او د جنګونو خبر به اورئ، خو ګورئ تاسو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې داسې څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے. 7قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى. 8خو دا ټولې خبرې به لکه د لنګون د دردونو د شروع کېدو په شان وى. 9تاسو به بيا د تنګسيا او د مرګ دپاره حواله شئ او ټول قومونه به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى. 10په دغه وخت کښې به ډېر تيندک وخورى او د يو بل مُخبرى به کوى او د يو بل سره به کينه کوى. 11ډېر دروغژن نبيان به راپورته شى او ډېر خلق به بېلارې کړى. 12او چې بېشرعې کارونه زيات شى نو د خلقو به د يو بل سره مينه ختمه شى. 13خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى. 14او په ټوله دُنيا کښې به د بادشاهۍ زېرے خور شى او د ټولو قومونو دپاره به ګواهى شى او بيا به قيامت وى.
لوئ افت
15يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى) 16نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى. 17کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې د سامان اوچتولو دپاره ښکته نۀ راکوزيږى. 18او څوک چې په پټو کښې وى هغه دې د خپلې چُوغې راخستلو دپاره نۀ واپس کيږى. 19افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. 20دُعا کوئ چې ستاسو تېښته نۀ خو په ژمى کښې او نۀ د سبت په ورځ راشى. 21ځکه چې هغه به د لوئ مصيبت ورځ وى. داسې وخت د دُنيا د شروع نه تر اوسه لا نۀ دے راغلے او نۀ به بيا چرته راشى. 22کۀ هغه د تکليف ورځې لنډې کړے شوې نۀ وې نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خُدائ پاک د غوره شوو د خاطره به هغه ورځې لنډې کړے شى. 23او کۀ بيا تاسو ته په دغه وخت کښې څوک دا ووائى چې وګورئ مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرې مۀ کوئ. 24دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بېلارې کړى. 25ګورئ، ما تاسو د دې د کېدو نه مخکښې خبردار کړئ. 26کۀ هغوئ تاسو ته ووائى چې هغه هلته په بيابان کښې دے نو هغۀ پسې بهر مۀ ځئ، او کۀ هغوئ ووائى چې هغه دننه په کوټه کښې دے نو باور پرې مۀ کوئ. 27لکه څنګه چې برېښنا د مشرق نه تر مغرب پورې رسى دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى. 28چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.
د اِبن آدم دوباره راتلل
29او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“ 30بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى. 31او هغه به خپلې فرښتې د بيګل په لوئ آواز سره راولېږى او هغوئ به د څلورو طرفونو نه، يعنې د آسمان د يو سر نه تر بله سره، غوره شوى خلق راټول کړى.
د اينځر د ونې مِثال
32د اينځر د ونې نه سبق واخلئ. هر کله چې د هغې نازکې څانګې غوټۍ ونيسى او پاڼې وکړى نو تاسو پوهه شئ چې اوړے په راتلو دے. 33هم دغه شان چې تاسو دا ټولې نښې ووينئ نو تاسو پوهه شئ چې هغه نزدې دے او په دروازه کښې ولاړ دے. 34زۀ تاسو ته دا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى. 35زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
نامعلومه ورځ او وخت
36خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو يو پلار پرې خبر دے. 37لکه څنګه چې د نوح په ورځو کښې وشول نو دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وشى. 38په هغه ورځو کښې چې د سېلاب د راتلو نه اول وُو هغوئ خوړل، څښل، ودونه يې کول او ودونه يې ورکول، تر هغې ورځې پورې چې نوح په کشتۍ کښې ننوتلو. 39او دوئ تر هغې هيڅ خبر نۀ وُو ترڅو چې سېلاب رانۀ غلو او دوئ يې لاهو نۀ کړل. دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وى. 40نو هغه وخت به دوه کسان په پټى کښې وى، يو به بوتلے شى او بل به پرېښودلے شى. 41دوه ښځې به مېچن کوى، يوه به بوتلے شى او بله به پرېښودلے شى. 42نو بيا تاسو بېدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى. 43خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو. 44نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.
وفادار يا بېوفا نوکر
45نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى. 46بختور دے هغه نوکر چې د مالِک د راتلو په وخت په خپل کار آخته وى. 47زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به دۀ له د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى. 48خو کۀ هغه بد نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې، بويه چې زما مالِک راځى، 49او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى، 50نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، 51نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.“