22
دوويشتم باب
د وادۀ د مېلمستيا مِثال
1بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالونو کښې وفرمائيل، 2”د آسمان بادشاهى د هغه بادشاه په شان ده چې د خپل زوئ د وادۀ د روټۍ بندوبست يې کړے وو. 3خو کله چې هغۀ خپل نوکران رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږل نو هغوئ رانۀ غلل. 4هغۀ بيا نور نوکران ورپسې ولېږل او ورته يې ووئيل چې رابللے شوو خلقو ته دا ووايئ چې دا روټۍ ما ستاسو دپاره کړې ده. ما خپل غوَيان او څاربۀ څاروى ستاسو دپاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، د وادۀ روټۍ له راشئ. 5خو هغوئ يې هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو او بل خپلې سوداګرۍ پسې لاړو. 6او نورو د هغۀ نوکران ونيول، بېعزته يې کړل او وې وژل. 7بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو. 8بيا هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، د وادۀ روټۍ تياره ده خو کوم مېلمانۀ چې ما رابللى وُو هغوئ د دې عزت لائق نۀ وُو. 9لويو لارو او چوکونو ته لاړ شئ او هر څوک چې بيا مومئ د روټۍ دعوت ورکړئ. 10نوکران بازار ته ووتل او ښۀ او بد ټول يې راوبلل او دغه شان د مېلمنو نه هال ډک شو. 11خو څۀ وخت چې بادشاه راغلو چې مېلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چې يو سړى د وادۀ مناسبې جامې اچولې نۀ وې. 12بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو. 13نو بادشاه خپلو خادِمانو ته ووئيل چې د دۀ لاس او پښې وتړئ او بهر په تيارۀ کښې يې وغورزوئ، هغه ځائ چې ژړا او د غاښونو چيچل به په کښې وى. 14ځکه چې رابلل شوى خو ډېر دى، خو غوره شوى لږ دى.“
د روم قيصر له ماليه ورکول
15بيا فريسيان لاړل او په خپلو کښې يې منصوبه جوړه کړه چې هغه څنګه په خپلو خبرو کښې راګېر کړُو. 16هغوئ خپل ځينې مريدان د هيروديوس د طرفدارانو سره عيسىٰ له ورولېږل، هغوئ ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. 17مونږ ته په دې حقله خپله فېصله راکړه چې ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر له محصُول ورکړو او کۀ نه؟“ 18خو عيسىٰ د هغوئ په سازش پوهه وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”اے مُنافقانو، تاسو ما ولې راګېروئ؟ 19تاسو ما ته د محصُول سکه وښايئ.“ هغوئ د سپينو زرو يوه سکه ورته ورکړه. 20عيسىٰ تپوس وکړو چې، ”دا د چا تصوير دے او د چا نوم پرې ليکلے دے؟“ 21هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“ هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى، هغه قيصر له او څۀ چې د خُدائ پاک وى، هغه خُدائ پاک له ورکوئ.“ 22په دې جواب هغوئ حق حېران شول او هغه يې پرېښودو او ترې روان شول.
د قيامت په حق کښې تپوس
23هم په دغه ورځ ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل او هغۀ نه يې دا تپوس وکړو چې، 24”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. 25نو اوس اووۀ وروڼه وُو، وړومبى وادۀ وکړو او بېاولاده مړ شو. د هغۀ اولاد نۀ وو، نو د هغۀ ښځه د هغۀ ورور ته پاتې شوه. 26دغه شان بيا دوېم، درېم تر دې چې خبره تر اوومه پورې ورسېده. 27آخر هغه ښځه هم مړه شوه. 28نو دا راته ووايه چې د قيامت په ورځ به دغه ښځه د چا وى، ځکه چې ورسره ټولو وادۀ کړے وو؟“ 29عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو په غلطه يئ ځکه چې نۀ خو تاسو په صحيفو پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت خبر يئ. 30ځکه چې په قيامت کښې به ښځې او سړى يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى. 31خو د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله تاسو د خُدائ پاک هغه قول نۀ دے لوستلے چې خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، 32”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے خو د ژوندو خُدائ پاک دے.“ 33خلقو د هغۀ خبرې واورېدلې او د هغۀ په تعليم حېران شول.
په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم
34فريسيان چې په دې خبر شول چې عيسىٰ د صدوقيانو خولې بندې کړې دى نو راغونډ شول. 35د هغوئ يو عالم د آزمېښت دپاره دا تپوس وکړو، 36”اُستاذه، په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم کوم يو دے؟“ 37هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ. 38دا د ټولو نه لوئ او اول حکم دے. 39او دوېم حکم هم په دې شان دے چې، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. 40د شريعت او د نبيانو د تعليم ټول بنياد په دې دواړو حکمونو دے.“
د داؤد د نسل په حقله تپوس
41عيسىٰ د راجمع شوو فريسيانو نه تپوس وکړو چې، 42”تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د داؤد زوئ دے.“ 43هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”داؤد بيا څنګه هغۀ ته د روحُ القُدس په الهام کښې مالِک وائى؟ 44ځکه چې هغه وائى، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل چې زما ښى لاس ته کښېنه، ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“ 45کۀ چرې داؤد ورته مالِک وائى نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“ 46يو کس هم د هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل او د دې ورځې نه پس هيچا هم د هغۀ نه د تپوس کولو همت ونۀ کړو.