21
يوويشتم باب
په يروشلم کښې د حضرت عيسىٰ کاميابه استقبال
1هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتُونو په غر کښې د بيتِفګے کلى ته ورسېدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره ورولېږل چې، 2”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو تاسو به يوه خره تړلې ومومئ چې خپل کوچاڼے به ورسره وى. هغه پرانيزئ او ما له يې راولئ. 3کۀ څوک درته څۀ وائى نو ورته ووايئ چې دا د مالِک په کار دى او هغه به يې تاسو سره سمدستى راپرېږدى.“ 4دا د هغې پېشګويۍ پوره کول دى چې په کښې وئيلے شوى دى چې، 5”صيون لور ته ووايئ چې ګوره، ستا بادشاه درروان دے، څوک چې حليم دے، په خرۀ سور، په کوچاڼے يعنې په کوچى باندې.“ 6مريدان لاړل او هغه څۀ يې وکړل چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو. 7خره او د هغې کوچاڼے يې راوستل، هغوئ خپلې جامې پرې واچولې او هغه پرې سور شو. 8ګڼو خلقو خپلې جامې د هغۀ په لاره کښې وغوړولې او ځينې خلقو د ونو څانګې راماتې کړې او لاره يې ورته ښائسته کړه. 9او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“ 10کله چې عيسىٰ يروشلم ښار ته ورننوتو نو ټول ښار کښې بلوه جوړه شوه او تپوس يې وکړو چې، ”دا څوک دے؟“ 11او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“
د خُدائ د کور پاکول
12عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې، 13او ورته يې وفرمائيل چې، ”صحيفې وائى چې زما کور به د دُعا کور بللے شى، خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“ 14او د خُدائ په کور کښې ورته ړاندۀ او شل خلق راغلل او هغوئ يې روغ کړل. 15اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا حېرانونکى معجزې وليدلې چې هغۀ وکړلې او د خُدائ په کور کښې چې د ماشومانو چغې واورېدې چې، ”مبارک دې وى د داؤد زوئ،“ نو دوئ خفه وُو. 16نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”دا ماشومان چې څۀ وائى، تۀ يې اورې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”آو، زۀ يې اورم. ولې تاسو صحيفې نۀ دى لوستلى چې، د وړو او تى رودونکو خولۀ دې ته جوړه کړه چې ستا ثنا ووائى.“ 17بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِعنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.
د اينځر په ونې لعنت
18بل سحر چې عيسىٰ ښار ته راتلو نو اوږے شو. 19د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې له ورغلو خو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”تۀ دې پس د دې نه تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه. 20مريدان په دې ننداره حېران شول. هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ چل دے؟ دا د اينځر ونه څنګه داسې سمدستى اوچه شوه؟“ 21عيسىٰ ورله جواب ورکړو چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم کۀ چرې ستاسو ايمان کامِل وى او شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کوم چې د اينځر د ونې سره وشول، خو لا د دې نه هم زيات. کۀ تاسو دې غرۀ ته ووايئ چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، نو څۀ چې تاسو وايئ هغه شان به وشى. 22کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“
د حضرت عيسىٰ د اختيار په حقله تپوس
23عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“ 24عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ نو زۀ به هم تاسو ته دا وښايم چې په کوم اختيار زۀ دا کارونه کوم. 25د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟“ په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ مونږ دا ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟ 26او کۀ دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“ 27نو هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”بيا به زۀ هم دا درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.
د دوو زامنو مِثال
28خو تاسو په دې حقله څۀ خيال کوئ چې د يو سړى دوه زامن وُو. هغه اول مشر له ورغلو او ورته يې ووئيل چې زويه، لاړ شه او نن د انګورو په باغ کښې کار وکړه. 29هلک ورته جواب ورکړو چې پلاره، زۀ نۀ ځم، خو وروستو هغه پښېمانه شو او لاړو. 30بيا پلار کشر زوئ له ورغلو او ورته يې هم هغه شان ووئيل. خو هغۀ جواب ورکړو چې زۀ به لاړ شم، خو هغه باغ ته لا نۀ ړو. 31په دواړو کښې کوم يو د پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چې، ”مشر.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې محصولچيان او کنجرې به هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې ستاسو نه مخکښې داخليږى. 32ځکه چې کله چې يحيىٰ تاسو ته د سمې لارې د ښودلو دپاره راغلو نو تاسو پرې يقين ونۀ کړو، خو محصولچيانو او کنجرو پرې ايمان راوړو. خو سره د دې چې تاسو دا وليدل، تاسو پښېمانه نۀ شوئ او هغه مو ونۀ منلو.
د انګورو باغ او د زميندارانو مِثال
33يو بل مِثال واورئ، يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو دپاره لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو او بيا يې زميندارانو له په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو. 34کله چې د مېوې موسم راغلو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى. 35خو هغوئ د هغۀ نوکران ونيول، يو يې ووهلو، دوېم يې مړ کړو او درېم يې سنګسار کړو. 36بيا هغۀ نور نوکران ورولېږل، دا ځل زيات کسان وُو او هغوئ ورسره هم هغه سلوک وکړو. 37په آخر کښې يې خپل زوئ په دې خيال ورولېږلو چې ګنې زما د زوئ خاطر خو به وکړى. 38خو چې زميندارو د دۀ زوئ وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې هم دغه وارث دے، راځئ چې مړ يې کړُو او ميراث به يې زمونږ شى. 39او هغه يې راونيوو د انګورو د باغ نه يې بهر وغورزولو او مړ يې کړو. 40کله چې د انګورو د باغ مالِک راشى نو هغه به د دې زميندارو سره څۀ سلوک وکړى؟“ 41هغوئ جواب ورکړو چې، ”هغه به دا بدکارى په خراب مرګ ووژنى او باغ به نورو زميندارو له په اجاره ورکړى، څوک چې به په موسم کښې د دۀ د مېوې برخه پوره پوره ورکوى.“ 42بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو چرې په صحيفو کښې دا نۀ دى وئيلى چې، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو، هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. دا د مالِک خُدائ له خوا وشو، او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“ 43ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ پاک بادشاهى به تاسو نه واخستے شى او هغه قوم له به ورکړے شى څوک چې يې پوره مېوه ورکوى. 44هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“ 45کله چې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا مثالونه واورېدل نو هغوئ پوهه شول چې دا ټول مثالونه په هغوئ پورې دى. 46هغوئ غوښتل چې دے ګرفتار کړى خو د خلقو نه يرېدل ځکه چې هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.