14
څوارلسم باب
په بل چا اِلزام مۀ لګوه
1په ايمان کښې کمزورى خلق ځان سره شريک کړئ او په مسائيلو کښې ورسره بحث مباحثه مۀ کوئ. 2د مثال په توګه د ځينو خو دا عقيده ده چې د هر څيز خوړل روا دى خو کمزورى ايمان لرونکى تشه سبزى خورى. 3څوک چې هر څۀ خورى هغه دې هغه چا ته سپک ونۀ ګورى څوک چې دا نۀ خورى، او څوک چې نۀ خورى هغوئ دې په خوراک کوونکى اِلزام نۀ لګوى ځکه چې خُدائ پاک هغوئ قبول کړى دى. 4تاسو څوک يئ چې د بل چا په نوکرانو اِلزام لګوئ؟ د هغوئ مالِک به په خپله د هغوئ د خِدمت په حقله فېصله وکړى. او د مالِک خُدائ په مدد سره به هغوئ په خپل خِدمت کښې کامياب شى. 5څۀ خلق يوه ورځ د بلې ورځې نه خاص ګڼى او څۀ خلق ټولې ورځې يو شان ګڼى، خو چې تاسو کومه فېصله کوئ په خپل زړۀ کښې په هغې پوره تسلى ساتئ. 6څوک چې يوه ورځ خاص ګڼى، هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره ګڼى او دغه شان څوک چې هر څۀ خورى هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره خورى، ځکه چې هغوئ پرې د خُدائ پاک شُکر کوى. خو څوک چې څۀ نۀ خورى هغوئ يې هم د مالِک خُدائ د احترام دپاره نۀ خورى او د خُدائ پاک شُکر پرې کوى. 7ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ صرف د خپل ځان دپاره نۀ دے. 8ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ د مالِک د لويئ دپاره دے نو کۀ مونږ مړۀ کيږُو او کۀ ژوندى کيږُو نو د مالِک يُو. 9ځکه چې مسيح د هم دې دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو، نو چې هغه د مړو او ژوندو دواړو مالِک شى 10خو تاسو ولې په بل ايماندار ورور يا خور اِلزام لګوئ؟ يا تاسو ولې بل ايماندار ورور يا خور ته سپک ګورئ؟ ځکه چې مونږ ټول به د خُدائ پاک د عدالت د تخت په وړاندې ودرېږو. 11ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې زما دې په خپل ذات قسم وى چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى، او هره ژبه به اِقرار وکړى چې بېشکه زۀ ژوندے خُدائ پاک يم.“ 12نو بيا مونږ هر يو به خُدائ پاک ته خپل حساب ورکوو.
بل چا ته تيندک مۀ ورکوئ
13نو په کار دے چې مونږ نور په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. بلکې دا کلکه اراده وکړو چې کله به هم د بل په لار کښې د تيندک خوړلو ګټ يا خنډ نۀ کېږدو. 14زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے. 15کۀ چرې ستا ورور يا خور ستا د خوراک په وجه خفه کيږى نو بيا تۀ په مينې سره ژوند نۀ تېروې. نو په خپل خوراک هغوئ مۀ هلاکوه د چا دپاره چې مسيح مړ شو. 16نو چا ته دا موقع مۀ ورکوئ هغه څۀ چې ستا په نظر کښې جائز وى، او دوئ ورته بد ووائى. 17ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده. 18څوک چې په دې شان د عيسىٰ مسيح خِدمت کوى، هغه په خُدائ پاک ګران او د خلقو په مينځ قبول شوے دے. 19نو بيا دې مونږ پوره کوشش کوُو چې صُلح او سلامتى راولو او د يو بل د روحانى تعمير او ترقۍ باعث شو. 20د خوراک دپاره د خُدائ پاک کار مۀ ورانوئ. هر څيز حقيقت کښې پاک دے، خو دا ستاسو دپاره غلطى ده چې تاسو هغه څۀ خورئ چې د نورو د تيندک سبب جوړيږى. 21دا به ښۀ وى چې تۀ غوښه ونۀ خورې يا شراب ونۀ څښې او يا نور داسې څۀ کار ونۀ کړې چې ستا د وروڼو او خوېندو د تيندک سبب کيږى. 22نو په څۀ چې ستاسو عقيده وى، هغه د خُدائ پاک او په خپل مينځ کښې وساتئ. بختور دى هغوئ کوم څيزونه چې هغوئ روا ګڼى او د هغې په خوړلو سره خپل ځانونه مجرمان نۀ ګڼى. 23خو کۀ څوک شک کوى او هغوئ دا وخورى نو هغوئ مجرمان شول، ځکه چې هغوئ په ايمان سره دا عمل نۀ کوى، نو ځکه کوم عمل چې په ايمان سره نۀ وى نو هغه ګناه ده.