روميان 13

13
ديارلسم باب
د سرکارى مشرانو تابعدارى کوئ
1هر څوک دې د سرکارى مشرانو تابعدار وى، ځکه چې ټول اختيار د خُدائ پاک د طرف نه دے او کوم سرکارى مشران چې موجود دى، هغه خُدائ پاک په خپله مقرر کړى دى. 2نو ځکه هر څوک چې د مشرانو تابعدارى نۀ کوى، هغه د خُدائ پاک د اِنتظام مخالفت کوى او څوک چې مخالفت کوى، هغوئ به سزا ومومى. 3ځکه چې تابعدارو خلقو ته د مشرانو نه هيڅ يره نۀ وى خو نافرمانو ته وى. کۀ تاسو چرې د مشرانو په وړاندې بغېر د يرې اوسېدل غواړئ، نو تابعدارى کوئ او هغوئ به ستاسو تعريف کوى، 4ځکه چې هغوئ ستا د ښېګړې دپاره د خُدائ پاک خادِمان دى. خو کۀ چرې تاسو نافرمانى کوئ نو ويرېږئ، ځکه چې ستاسو سزا د هغوئ په لاس کښې ده او سزا به ضرور درکړى. هغوئ د خُدائ پاک خادِمان دى او د نافرمانو نه بدله اخلى. 5نو ځکه دا ضرورى ده چې تاسو تابعدار اوسئ، نۀ صرف د سزا نه د بچ کېدو دپاره بلکې د دې دپاره چې ضمير مو په سکون کښې وى. 6هم په دې وجه تاسو خپل ټيکس ورکوئ ځکه چې دا اختيارمند مشران په خپلو مصروفياتو کښې د خُدائ پاک خادِمان دى. 7د ټولو حق پوره کوئ، چا ته چې ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوئ، څوک چې د محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوئ، د چا چې احترام کول په کار دى، د هغوئ احترام کوئ، د چا چې عزت کول په کار دى، د هغوئ عزت کوئ.
د يو بل سره مينه کول
8هيڅ قسم قرض په ځان مۀ پرېږدئ. خو صرف يو کار چې هغه ستاسو دپاره ضرورى دے، هغه دا چې د يو بل سره مينه کوئ، نو په دې سره تاسو په شريعت پوره عمل وکړو. 9ځکه چې دا حُکمونه دى چې، ”زنا مۀ کوئ، خُون مۀ کوئ، غلا مۀ کوئ، حرص مۀ کوئ،“ او د دې نه علاوه نور چې څۀ حُکمونه دى، د هغې ټولو خُلاصه په دې کښې ده چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ 10په چا کښې چې مينه وى هغه د خپل ګاونډى سره بد نۀ کوى، نو په دې سبب مينه کول د شريعت پوره کول دى.
د حضرت عيسىٰ بيا راتلل
11د هر څۀ نه مخکښې دا خبره منل ضرورى ده، تاسو ته ښۀ پته ده چې وخت کم دے، د خوبه رابېدار شئ. ځکه چې زمونږ خلاصون رانزدې شوے دے د کوم وخت نه چې مو ايمان راوړے دے. 12شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو. 13راځئ چې د ورځې په رڼا کښې په عزت سره ژوند تېر کړُو، نۀ چې په ګډا او نشه بازۍ، نۀ په زناکارۍ، نۀ په مستۍ، او نۀ په شهوت پرستۍ، نۀ په جنګونو او حسد. 14بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

روميان 13: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល