9
نهم باب
1او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى په قدرت سره په راتلو ونۀ وينى.“
د حضرت عيسىٰ شکل بدلېدل
2شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او يوحنا روان کړل او يو اوچت غرۀ ته يې وخېژول او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو. 3د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې، داسې سپينې چې د زمکې په مخ داسې چا نۀ شوې سپينولے. 4نو هغوئ ته هلته الياس او موسىٰ ښکاره شو چې د عيسىٰ سره يې خبرې کولې. 5نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل څومره ښۀ دى. مونږ له اجازه راکړه چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ 6هغه نور نۀ پوهېدو چې څۀ ووائى ځکه چې هغوئ ټول يرې اخستى وُو. 7بيا يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه يو آواز راغلو، ”دا زما محبوب زوئ دے. د هغۀ خبرې واورئ.“ 8ناګهانه چې کله هغوئ ګېرچاپېره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره پاتې وو. 9نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”دا هر څۀ چې مو وليدل د دې په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“ 10هغوئ دا خبره ځان سره وساتله او په خپلو کښې يې بحث کولو چې د مړو نه د بيا راپاڅېدلو څۀ مطلب کېدے شى. 11نو هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”بيا زمونږ د شرعې عالمان دا ولې وائى چې الياس به ضرور وړومبے راځى؟“ 12هغۀ جواب ورکړو، ”آو، الياس به وړومبے راځى چې هر څيز سم کړى، خو په صحيفو کښې ليکلى دى چې په اِبن آدم به ډيرې سختۍ تېرې شى او په سپک نظر به ورته وکتلے شى. 13خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے او هر څۀ چې د هغوئ خوښ وُو هغه يې ورسره کړى هم دى لکه چې د هغۀ په حقله صحيفو فرمائيلى وُو.“
د پيريانو نيولے هلک جوړول
14چې هغوئ مريدانو ته واپس راغلل نو ګڼ خلق يې ورسره وليدل چې په کښې د شرعې عالمان هم وُو او بحث يې ورسره کولو. 15هر کله چې هغوئ عيسىٰ وليدلو نو ټول خلق حېران شول او په منډه هغۀ له ستړى مشى له ورغلل. 16هغۀ تپوس ترې وکړو چې، ”دا د څۀ بحث روان دے؟“ 17په ګڼه کښې يو سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، ما خپل زوئ تا له راوستے دے. هغه پيريانو نيولے دے چې ورنه خبرې نۀ شى کولے. 18کله چې پرې چپه راشى نو په زمکه يې راوولى او په خولۀ يې ځګونه راشى، غاښونه چيچى، او بدن يې اېغ نېغ شى. ما ستا مريدانو ته خواست وکړو چې دا ترې نه وباسئ خو هغوئ پاتې راغلل.“ 19عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“ 20نو هغوئ هغه هلک هغۀ له راوستو. او څۀ وخت چې پيرى هغه وليدو نو د هغۀ وجود يې تاو راتاو کړو او هغه په زمکه پرېوتو، ورغړېدو او په خولۀ يې ځګونه راغلل. 21عيسىٰ د هغۀ د پلار نه تپوس وکړو چې، ”څومره موده کيږى چې دے په دې حال دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”د وړوکوالې راسې. 22څو ځله يې د هلاکولو دپاره اور او اوبو ته هم غورزولے دے، او کۀ تۀ څۀ کولے شې نو په مونږ رحم وکړه او مدد راسره وکړه.“ 23عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“ 24د هلک پلار چغې کړې چې، ”زۀ ايمان لرم، خو زما کمزورے ايمان مضبوط کړه.“ 25کله چې عيسىٰ وليدل چې ګڼ خلق رانزدې کيږى نو هغۀ هغه پيرے ورټلو. هغۀ وفرمائيل، ”اے ګونګا او کُوڼ پيريه، زۀ درته حکم کوم، چې د دۀ نه راوځه او بيا کله هم مۀ ورننوځه.“ 26هغۀ په زوره چغې کړې او ډېر يې تاو راتاو کړو او بيا پيرے ترې ووتو او هلک لکه د مړى په شان پرېوتو، بلکې ډېرو وئيل چې، ”دے مړ دے.“ 27خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيولو او په پښو يې ودرولو او هغه ودرېدو. 28بيا عيسىٰ دننه لاړو او د هغۀ مريدانو ترې ځان له تپوس وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“ 29هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا قِسم صرف او صرف د دُعا په وسيله شړلے کيږى.“
د حضرت عيسىٰ په دوېم ځل د خپل مرګ او د راژوندى کېدلو په حقله پېشګوئې کول
30بيا هغوئ د هغې علاقې نه لاړل او د ګليل نه واوړېدل. عيسىٰ دا غوښتل چې هيڅوک پرې خبر نۀ شى چې چرته دى، 31ځکه چې هغۀ خپلو مريدانو له تعليم ورکولو او ورته يې وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى. هغوئ به دے قتل کړى، خو د مرګ نه درې ورځې پس به هغه بيا راژوندے شى.“ 32خو هغوئ د هغۀ په خبره نۀ پوهېدل او د يرې نه يې تپوس ترې هم نۀ شو کولے.
د ټولو نه لوئ څوک دے؟
33هغوئ بيا کفرنحُوم ته راغلل کله چې عيسىٰ په کور کښې دننه وو نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو په لار کښې د څۀ په حقله بحث کولو؟“ 34خو هغوئ غلى وُو، ځکه چې په لار کښې هغوئ د يو بل سره دا بحث وکړو چې د ټولو نه لوئ څوک دے. 35هغه کښېناستو او هغه دولس مريدان يې راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک دا غواړى چې د ټولو نه اول شى نو هغه دې ځان د ټولو نه وروستو کړى او د ټولو خادِم دې شى.“ 36بيا هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو او خپله غېږه يې ترې تاو کړه او ورته يې وفرمائيل، 37”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى هغه ما نه، بلکې هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“
هغه څوک چې زمونږ خلاف نۀ دے زمونږ ملګرے دے
38يوحنا هغۀ ته ووئيل، ”اُستاذه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه چې هغه زمونږ نه نۀ وو.“ 39خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې داسې هيڅوک نشته چې زما په نوم معجزې ښکاره کوى او بيا به په ما پسې بد وائى. 40خو هر څوک چې زمونږ خلاف نۀ دے هغه زمونږ ملګرے دے. 41زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک هم تاسو ته په دې نيت يو جام اوبۀ درکړى چې تاسو د مسيح مريدان يئ نو هغه کس به يقيناً بېاجره پاتې نۀ شى.
د ګناه لمسون
42او هر څوک چې له دې وړو نه چې په ما ايمان لرى، د هغوئ په لار کښې خنډونه جوړوى نو دا به د هغۀ دپاره غوره وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى. 43-44کۀ ستا لاس تا ګناه ته ولمسوى نو ځان نه يې پرې کړه، ځکه چې ستا دپاره دا غوره ده چې په ابدى ژوندون کښې د يو بونډى لاس سره داخل شې، نۀ دا چې دواړه لاسونه دې سم وى او دوزخ ته لاړ شې چرته چې نۀ مړ کېدونکے اور دے. 45-46او کۀ ستا پښه تا ګناه ته ولمسوى نو ځان نه يې پرې کړه ځکه چې ستا دپاره دا ښۀ ده چې په ابدى ژوندون کښې په يوه پښه شل داخل شې نۀ دا چې دواړه پښې دې سمې وى او دوزخ دې ځائ شى. 47او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه. ستا دپاره به دا غوره وى چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې په يوه سترګه داخل شې، نۀ دا چې دواړه سترګې دې وى او دوزخ ته وغورزولے شى، 48چرته چې چينجى چرې نۀ مرى او اور يې نۀ مړ کيږى. 49هر څوک به په اور سره مالګين کيږى. 50مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بېخونده شى نو بيا به څنګه دوباره مالګينه شى؟ په خپلو کښې مالګه وساتئ او د يو بل سره په صُلح اوسئ.“