مرقوس 8

8
اتم باب
څلور زرو کسانو له خوراک ورکول
1په هغه ورځو کښې په يوه بله موقع چې بيا ډېر خلق راجمع شوى وُو او ورسره د خوړلو څۀ نۀ وُو، عيسىٰ خپل مريدان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، 2”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. 3کۀ چرې زۀ دوئ کورونو ته اوږى رُخصت کړم نو دوئ به په لاره بې‌هوشه شى ځکه چې ځينې په کښې د لرې نه راغلى دى.“ 4مريدانو جواب ورکړو چې، ”په دې خوشى بيابان کښې به څوک دومره خلقو له روټۍ ورکړے شى؟“ 5عيسىٰ هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”اووۀ.“ 6نو هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په زمکه کښېنئ.“ بيا هغۀ هغه اووۀ روټۍ راواخستلې، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغه روټۍ يې ماتې کړې او مريدانو له يې د ويشلو دپاره ورکړې او هغوئ خلقو له ورکړې. 7د هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چې په هغې يې هم شُکر وويستو او حُکم يې وکړو چې، ”دا هم پرې تقسيم کړئ.“ 8هغوئ ټولو خوراک په مړه خېټه وکړو، او د پاتې شوو ټوکړو نه اووۀ لوئې ټوکرۍ هم ډکې شولې. 9خوا او شا خلق څلور زره کسان وُو. او د روټۍ خوړلو نه وروستو يې بيا هغوئ کور ته رُخصت کړل. 10او سمدستى د خپلو مريدانو سره کِشتۍ ته وختلو او د دلمنوته علاقې ته لاړو.
د فريسيانو معجزې غوښتل
11نو بيا فريسيان بهر راووتل او د عيسىٰ سره يې بحث شروع کړو. د آزمېښت په توګه يې ورنه څۀ آسمانى نښه وغوښته. 12هغۀ د ځان سره يو سوړ اسويلے وکړو او وې فرمائيل چې، ”دا پيړۍ ولې نښه غواړى؟ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه نښه به هم دې پيړۍ ته ورنۀ کړے شى.“ 13هغۀ دوئ پرېښودل او بيا کِشتۍ ته وختلو او د درياب پورې غاړې ته لاړو.
د فريسيانو او د هيروديس خمبيره
14خو د مريدانو نه د ځان سره روټۍ وړل هېر شوى وُو. په کشتۍ کښې د هغوئ سره صرف يوه روټۍ وه. 15عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”خبردار د فريسيانو او د هيروديس د خمبيرې نه ځان وساتئ.“ 16هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ سره روټۍ نشته.“ 17هغه د هغوئ په سوچونو پوهه شو نو تپوس يې ترې وکړو، ”دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟ ولې تاسو تر اوسه نۀ وينئ او لا تر اوسه نۀ پوهېږئ څۀ؟ ولې ستاسو زړونه تر اوسه سخت دى څۀ؟ 18ولې تاسو سترګې خو لرئ، خو تاسو وينئ نه؟ ولې تاسو غوږونه خو لرئ، خو اورئ نه؟ ولې تاسو ته ياد نۀ دى څۀ؟ 19کله چې ما پينځۀ روټۍ پينځۀ زره کسانو ته ماتې کړې، نو تاسو د پاتې شوو ټوکړو نه څومره ډکې ټوکرۍ راټولې کړې وې؟“ هغوئ ورته ووئيل چې، ”دولس.“ 20”او چې کله مې اووۀ روټۍ څلور زرو کسانو ته ماتې کړې، نو تاسو د پاتې شوو ټوکړو نه څومره لوئې ټوکرۍ ډکې کړې وې؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”اووۀ.“ 21نو هغۀ وفرمائيل چې، ”لا تر اوسه هم نۀ پوهېږئ؟“
په بيتِ‌صيدا کښې د يو ړوند سړى بينا کول
22کله چې هغوئ بيتِ‌صيدا ته ورسېدل نو څۀ خلقو عيسىٰ له يو ړوند سړے راوستو او مِنت يې ورته وکړو چې په هغۀ خپل لاس کېږدى. 23بيا هغۀ ړوند سړے د لاسه ونيولو او د کلى نه يې بهر بوتلو. او د هغۀ په سترګو يې لاړې پورې کړې او لاسونه يې پرې کېښودل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى او کۀ نه؟“ 24د سړى سترګې بينا شوې او وې وئيل، ”زۀ خلق وينم خو هغوئ ګرځى راګرځى او د ونو په شان ښکارى.“ 25عيسىٰ بيا د هغۀ په سترګو لاسونه کېښودل او د هغۀ سترګې يې کولاو کړې، نو د هغۀ نظر ټيک شو او هر څۀ يې صفا وليدل. 26بيا عيسىٰ هغه کور ته رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”کور ته د تلو په لار کښې په کلى کښې مۀ ګرځه.“
د حضرت عيسىٰ په باره کښې د پطروس اِقرار
27عيسىٰ د خپلو مريدانو سره قيصريه فيليپى ته لاړو. هغۀ په لاره د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې زۀ څوک يم؟“ 28هغوئ جواب ورکړو، ”څوک دې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ، او څوک دې الياس، او څوک دې د نبيانو نه يو نبى ګڼى.“ 29هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو چې، ”تۀ مسيح يې.“ 30بيا هغۀ هغوئ په سختۍ سره منع کړل چې، د هغۀ په حقله هيچا ته مۀ وايئ.
د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ او بيا ژوندى کېدو په حقله پېشګوئې کول
31بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى مشران او مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“ 32هغۀ دا خبره په صفا ټکو کښې ووئيله. بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې بوتلو او د داسې خبرو نه يې منع کړو. 33خو عيسىٰ مخ راواړولو، خپلو مريدانو ته يې وکتل او پطروس يې ورټلو. او ورته يې وفرمائيل چې، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“ 34هغۀ خلق او خپل مريدان راوبلل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى. 35څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې د زيرى او زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى. 36کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده حاصلوى؟ 37يا د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟ 38په دې زناکاره او ګناهګاره زمانه کښې څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى، نو اِبن آدم به هم د هغوئ نه وشرميږى کله چې هغه د خپل پلار جلال کښې د پاکو فرښتو سره راشى.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

مرقوس 8: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល