مرقوس 10

10
لسم باب
د طلاق په باب کښې تعليم
1عيسىٰ د هغه ځائ نه بيا روان شو نو يهوديه او اُردن د سيند پورې غاړې ته لاړو، او ډېر خلق بيا ترې راچاپيره شُو. او د خپل عادت په مطابق هغۀ بيا هغوئ ته تعليم شروع کړو. 2نو ځينې فريسيان راغلل او ترې د آزمېښت په طور يې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى له دا روا دى چې خپله ښځه طلاقه کړى؟“ 3هغۀ په جواب کښې ترې تپوس وکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته څۀ حُکم کړے وو؟“ 4هغوئ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ سړى ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى.“ 5عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا حُکم هغۀ ستاسو د زړۀ د سختوالى په وجه وليکلو. 6خو د دُنيا د شروع نه ”خُدائ پاک هغوئ نر او ښځه پېدا کړل.“ 7”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى. 8او دا دواړه به يو بدن شى.“ نو بيا نور دوئ دوه نه خو يو بدن وى. 9نو په دې وجه څوک چې خُدائ پاک يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې نۀ جدا کوى.“ 10نو بيا چې دوئ کور ته ننوتل نو مريدانو ترې په دې حقله تپوس وکړو. 11هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”هر څوک چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه د اولنۍ ښځې خلاف زنا کوى. 12او دغه شان کۀ يوه ښځه خاوند له طلاق ورکړى او بل سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.“
ماشومانو له برکت ورکول
13بيا خلقو د دې دپاره عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى خو مريدانو هغوئ ورټل. 14خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده. 15زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى د ماشوم په شان قبوله نۀ کړى هغه به په کښې هيڅکله هم ورداخل نۀ شى.“ 16هغۀ هغوئ په غېږ کښې اوچت کړل، په سر يې ورله لاس کېښودو او برکت يې ورکړو.
دولتمند سړے
17عيسىٰ بيا په سفر روانېدو چې يو سړى رامنډه کړه او د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو او تپوس يې وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“ 18عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته. 19تا ته د خُدائ پاک حُکمونه معلوم دى چې، قتل مۀ کوه، زنا مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه، ټګى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“ 20هغۀ جواب ورکړو، ”اُستاذه. ما د ځوانۍ نه په دې هر څۀ عمل کړے دے.“ 21بيا عيسىٰ هغۀ ته وکتل، په هغۀ يې مينه راغله او ورته يې فرمائيل چې، ”په تا کښې د يو څيز کمے دے، لاړ شه خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“ 22کله چې هغۀ دا خبره واورېده نو خفه زهير لاړو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو. 23عيسىٰ ګېرچاپېره خپلو مريدانو ته وکتل او ورته يې وفرمائيل، ”د يو مالداره دپاره د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے.“ 24مريدان د هغۀ په دې خبره حق حېران شول خو عيسىٰ په دوېم ځل وفرمائيل، ”بچو، د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے. 25د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“ 26هغوئ د مخکښې نه هم زيات حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”نو بيا به څوک خلاصون ومومى؟“ 27عيسىٰ هغوئ ته وکتل او وې فرمائيل، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“ 28بيا پطروس وئيل شروع کړل، ”ګوره، مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تا پسې روان شو.“ 29عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې زما او زما د زيرى د خاطره کور، وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد يا زمکه پرېښى وى، 30نو چې هغوئ ته به په دې دُنيا کښې يو په سل اجر ورکړے شى، کورونه، وروڼه، خوېندې، ميندې، اولاد او زمکه، او ورسره ربړېدل، او په آخرت کښې به د تل ژوندون بيا مومى. 31خو ډېر اول به آخر کړے شى او آخر به اول کړے شى.“
په درېم ځل د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ او د بيا ژوندى کېدو په باب کښې پېشګوئې کول
32دوئ د يروشلم په لار روان وُو او عيسىٰ ترې وړاندې وو. او مريدان حېران شوى وُو او څوک چې ورپسې روان وُو هغوئ يرېدل. هغۀ هغه دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وضاحت وکړو چې هغۀ ته څۀ پېښېدونکى دى. 33هغۀ ورته وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى او غېر‌يهوديانو ته به يې حواله کړى. 34په هغۀ پورې به ملنډې وکړے شى او توکاڼى به پرې وتُوکلے شى، په کوړو به ووهلے شى او قتل به يې کړى، خو درې ورځې پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“
د يوحنا او يعقوب عرض
35د زبدى زامن يعقوب او يوحنا هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه مونږ چې ستا نه څۀ هم غواړو هغه زمونږ دپاره وکړه.“ 36هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې درله وکړم؟“ 37هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ له دا اجازت راکړه چې مونږ هم ستا په لويئ کښې تا سره، يو ستا ښى لاس ته او بل ګس لاس ته يو ځائ کښېنو.“ 38عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟ يا به هغه بپتسمه واخستلے شئ چې به پرې زما بپتسمه کيږى؟“ 39هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ، او په کومه بپتسمه چې به زما بپتسمه کيږى، په هغې به ستاسو بپتسمه هم وشى. 40خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، خو دا د هغه چا دے د چا دپاره چې دا تيار کړے شوے دے.“ 41هر کله چې نورو لسو دا واورېدل نو هغوئ يعقوب او يوحنا ته غصه شول. 42عيسىٰ هغوئ ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې د قومونو حکمرانان په خپلو خلقو باندې رُعب اچوى او د هغوئ لوئ آفسران په هغوئ باندې د خپل اختيار غلط استعمال کوى. 43خو ستاسو دپاره داسې نۀ دى. په تاسو کښې چې څوک مشرى غواړى هغه دې ستاسو خادِم شى. 44او هر هغه څوک چې په تاسو کښې مشر کېدل غواړى هغه دې په خپله خوښه د ټولو خادِم شى. 45ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
د ړوند برتماۍ بينا کول
46خو هغوئ يريحو ته راغلل او کله چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښاريې نه ووتل نو ګڼ خلق ورپسې وُو، نو يو ړوند فقير د تمائ زوئ برتماۍ څوک چې د لارې په غاړه ناست وو، 47نو کله چې هغه په دې خبر شو چې دا عيسىٰ ناصرى دے نو هغۀ چغې کړې، ”اے عيسىٰ د داؤد زويه، په ما رحم وکړه.“ 48ډېرو خلقو ورته په سختۍ ووئيل چې، ”چپ شه،“ خو هغۀ لا نورې هم چغې زياتې کړې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“ 49عيسىٰ ودرېدلو او وې فرمائيل، ”دے دلته راولئ.“ نو هغوئ هغه ړوند سړے راوستو او ورته يې ووئيل، ”پاڅه، زړَور شه، هغه دې غواړى.“ 50په دې هغۀ خپله چُوغه وغورزوله، سمدستى پورته شو او عيسىٰ له راغلو. 51عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغه ړوند سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، زۀ بيا خپل نظر غواړم.“ 52عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه، خپل ايمان تۀ روغ کړې،“ نو سمدستى هغه بينا شو او عيسىٰ پسې روان شو.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

مرقوس 10: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល