7
اوؤم باب
د مشرانو روايات
1فريسيان او ځينې د شرعې عالمان د يروشلم نه عيسىٰ له راغلل او هغۀ ته راټول شول. 2نو هغوئ وليدل چې د هغۀ مريدان په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى. 3ځکه چې فريسيان او ټول يهوديان د خپلو مشرانو د رواياتو په مطابق هيڅکله هم په ناوينځلو لاسونو روټۍ نۀ خورى. 4کله چې هغوئ د بازار نه راشى تر هغې خوراک نۀ کوى ترڅو چې يې غسل نۀ وى کړے، او ډېر نور داسې رِواجونه دى چې هغوئ په کښې د رواياتو پابندى کوى، لکه د پيالو، پَتيلو او د تانبې لوښو وينځل دى. 5ځکه فريسيانو او د شرعې عالمانو د هغۀ نه دا تپوس وکړو چې، ”ستا مريدان ولې په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى او د مشرانو د رواياتو پابندى نۀ کوى؟“ 6هغۀ جواب ورکړو چې، ”يشعياه نبى ستاسو رياکارانو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، لکه چې ليکلے شوى دى چې، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې زما نه ډېر لرې دى. 7خو دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د مذهبى تعليم په ډول ورکوى.“ 8تاسو د خُدائ پاک حُکم خو شاته غورزوئ او د بنى آدمو د رواياتو پابندى کوئ.“ 9بيا عيسىٰ هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”تاسو په چالاکۍ سره د خُدائ پاک حکم ماتوئ، صرف چې د خپلو رواياتو پابندى وکړئ. 10ځکه چې موسىٰ وفرمائيل، ”د خپل مور او پلار عزت کوئ،“ او، ”هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.“ 11خو کۀ تاسو مور پلار ته ووايئ چې، زۀ تاسو له څۀ نۀ شم درکولے ځکه چې څۀ ما تاسو له درکول نو د هغې ما منښته نيولې ده چې د خُدائ پاک په نامه به يې ورکړم، 12نو هغه نور د مور او پلار د حق نه بېخى بېغمه شو. 13نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ او نور ډېر کارونه هم په دې شان کوئ.“
هغه څيزونه چې بنى آدم پليتوى
14بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”تاسو ټول زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ. 15داسې هيڅ څيز نشته چې انسان يې تېر کړى او هغه پرې پليت شى خو هر هغه څيز چې د انسان نه راوځى هغه انسان پليتوى. 16کۀ تاسو د اورېدو قابل غوږونه لرئ نو واورئ.“ 17هر کله چې عيسىٰ د دې خلقو نه بېل شو او کور ته لاړو نو د هغۀ مريدانو د دې مِثال په حقله د هغۀ نه تپوس وکړو. 18هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو هم لا د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې څۀ هم د انسان په بدن کښې د بهر نه دننه شى په دې هغه نۀ پليتيږى. 19ځکه چې دا د هغۀ په زړۀ کښې نۀ ننوځى بلکې د هغۀ خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟“ ځکه هغۀ ټول خوراکونه پاک ګڼل. 20هغۀ وړاندې وفرمائيل، ”څۀ چې د انسان نه راوځى هم هغه انسان پليتوى. 21ځکه چې د انسان د زړۀ نه بد خيالونه راوځى، حرام کارى، غلاګانې، قتلونه، زناکارى، 22حرص، بدى، ټګى، بېشرمى، کينه، غېبت، مغرورتيا او بېوقوفى. 23دا ټول بد کارونه د وجود دننه نه راوځى او دا انسان پليتوى.“
د صورفينکى د علاقې د ښځې عقيده
24بيا عيسىٰ د هغه ځايه رُخصت شو او د صور سرحد ته لاړو. هلته هغه يو کور ته ورغلو، هغۀ دا نۀ غوښتل چې څوک ترې خبر شى، خو هغۀ خپل ځان پټ نۀ کړے شو، 25نو بيا په هغه وخت د يوې ښځې وړه لور چې پيريانو نيولې وه نو څنګه چې هغه د هغۀ نه خبر شوه، نو زر دننه راغله او د دۀ په پښو پرېوته. 26هغه د يونانى نسل او د صورفينکى د علاقې وه. هغې هغۀ ته مِنت وکړو چې، ”زما د لور نه پيرے وشړه.“ 27هغۀ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”اول بچى په خېټه مَړول پکار دى، دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“ 28هغې ورته ووئيل، ”مالِکه، بېشکه خو سپى هم د بچو د مېز د لاندې ټوکړې خورى.“ 29هغۀ هغې ته وفرمائيل، ”تا چې دا ووئيل نو بېغمه کور ته لاړه شه، پيرے ستا د لور نه تلے دے.“ 30او هر کله چې هغه کور ته راغله نو لور يې په کټ کښې پرته وليدله او پيرے ترې تلے وو.
د کُوڼ او چاړا سړى روغول
31د صور د علاقې نه په واپسۍ عيسىٰ د صيدا په لارې د دِکپولس په حدونو تېر شو او د ګليل د درياب علاقې ته ورسېدلو. 32نو خلقو هغۀ له يو کُوڼ سړے راوستو چې چاړا هم وو او منت يې ورته وکړو چې په هغۀ خپل لاس کېږدى. 33هغۀ هغه سړے د خلقو نه يو خوا ته بوتلو، او خپلې ګوتې يې د هغۀ په غوږونو کښې وردننه کړې او په خپلو لاړو يې د هغۀ ژبه مسح کړه. 34بيا يې آسمان ته وکتل او اسويلے يې وکړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِفتح،“ يعنې، ”پرانستے شه.“ 35د دې سره د هغۀ غوږونه خلاص شول او ژبه يې ګويا شوه. 36عيسىٰ هغوئ منع کړل، او وې فرمائيل چې چا ته حال مۀ وايئ. خو هر څومره چې هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله. 37د هغوئ د حېرانېدو څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چې، ”دے چې څۀ هم کوى ډېر يې ښۀ کوى، تر دې چې هغه کڼو له غوږونه او چاړاګانو له ژبې ورکوى.“