6
شپږم باب
د حضرت عيسىٰ په ناصرت کښې نۀ قبلېدل
1عيسىٰ د هغه ځائ نه روان شو او د خپلو مريدانو سره خپل ښار ته راغلو. 2هرکله چې د سبت ورځ راغله نو هغۀ په عبادتخانه کښې تعليم ورکړو او ډېرو خلقو چې د هغۀ تعليم واورېدلو نو حېران شول او وې وئيل چې، ”هغۀ دا خبرې د کومه زده کړې؟ او دا پوهه دۀ له څنګه ورکړے شوه؟ او دے دا معجزې څنګه کوى؟ 3دا هغه ترکاڼ نۀ دے، د مريمې زوئ، د يعقوب، د يوسف، د يهوداه او د شمعون ورور نۀ دے څۀ؟ او ولې د دۀ خوېندې دلته مونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دے قبول نۀ کړو. 4عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د نبى په هر ځائ کښې عزت وى بغېر د خپل ښار او د خپلو خپلوانو او د خپل خاندان نه.“ 5هغۀ هلته معجزې ښکاره نۀ کړې بغېر د دې نه چې خپل لاسونه يې په يو څو بيمارانو راښکل او هغوئ يې روغ کړل. 6او هغه د هغوئ په بېايمانۍ حېران شو. نو بيا هغه په ګېرچاپېره کلو کښې ګرځېدو او تعليم يې ورکولو.
د دولسو مريدانو لېږل
7هغۀ دولس مريدان راوغوښتل او دوه دوه تنه يې لېږل شروع کړل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو اختيار ورکړو. 8هغۀ ورته حکم وکړو چې، ”د سفر دپاره د يوې امسا نه بغېر بل هيڅ مۀ اخلئ، نۀ روټۍ، نۀ تيلۍ او نۀ په بټوه کښې پېسې. 9پېزار په پښو کړئ خو دوېم قميص مۀ اخلئ.“ 10او ورته يې وفرمائيل چې، ”کۀ چرته تاسو کوم کور ته ننوځئ نو هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ. 11او چې په کوم ځائ کښې خلق تاسو قبول نۀ کړى او غوږ درته ونۀ نيسى نو چې کله تاسو هغه ځائ پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ چې د هغوئ خلاف ګواهى شى.“ 12نو هغوئ بهر لاړل او دا بيان يې کولو چې توبه ګار شئ. 13هغوئ ډېر پيريان وشړل او ډېر بيماران يې په تېلو مسح کړل او ډېرو خلقو له يې شفا ورکړه.
د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکونکى مرګ
14نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“ 15خو نورو وئيل چې، ”دا الياس دے.“ او ځينو وئيل چې، ”دا د پخوانو نبيانو په شان لوئ نبى دے.“ 16خو چې هيروديس د عيسىٰ په حقله واورېدل نو وې وئيل چې، ”هغه يحيىٰ چې ما يې سر پرې کړے وو بيا راژوندے شوے دے.“ 17ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو. ځکه چې هيروديس بادشاه اوس پخپله د هيرودياس سره وادۀ کړے وو. 18او يحيىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د خپل ورور د ښځې سره نِکاح کول په تا حرام دى.“ 19نو په دې وجه د هغۀ ښځې هيرودياس ورسره کينه لرله او غوښتل يې چې هغه قتل کړى خو کولے يې نۀ شو، 20ځکه چې هيروديس د يحيىٰ نه په دې يرېدو چې هغۀ ته معلومه وه چې دے پاک او نېک سړے دے، ځکه يې د هغۀ ساتنه وکړه. هيروديس دا غوښتل چې د هغۀ خبرې واورى اګر چې د هغۀ خبرو هغه ډېر وارخطا کړے وو. 21خو آخر هيرودياس ته دا موقع مِلاو شوه کله چې هيروديس په خپله سالګره کښې خپلو اميرانو، فوجى آفسرانو او د ګليل لويو خلقو ته مېلمستيا کړې وه. 22د هغې لور دننه راغله او ګډه شوه او هيروديس او د هغۀ مېلمانۀ دومره خوشحاله شول چې بادشاه جينۍ ته ووئيل، ”څۀ چې غواړې وې غواړه، نو زۀ به يې درکړم.“ 23او هغۀ هغې ته قسم وخوړو، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم تر خپلې نيمې بادشاهۍ پورې.“ 24هغه بهر ووتله او خپلې مور ته يې ووئيل چې، ”زۀ ترې څۀ وغواړم؟“ هغې جواب ورکړو، ”د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر.“ 25جينۍ سمدستى بادشاه له ورغله او خواست يې وکړو، ”زۀ غواړم چې تۀ ما ته اوس دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړې.“ 26بادشاه ډېر زيات غمژن شو خو د خپلو قسمونو او د مېلمنو په وجه يې دا نۀ غوښتل چې د هغې د خواست نه اِنکار وکړى. 27نو بادشاه سمدستى سپاهى له حُکم ورکړو چې، ”لاړ شه، د يحيىٰ سر راوړه.“ سپاهى لاړو په قېدخانه کښې يې د هغۀ سر پرې کړو 28او په يو تالى کښې يې راوړو او جينۍ ته يې پېش کړو، او بيا هغې خپلې مور له ورکړو. 29کله چې د يحيىٰ مريدان د دې نه خبر شول نو راغلل د هغۀ لاش يې واخستو او په قبر کښې يې کېښودو.
پينځۀ زره سړو او ورسره ښځو او ماشومانو له روټۍ ورکول
30رسولان بيا عيسىٰ ته راټول شول او هر څۀ چې يې کړى او ښودلى وُو هغه يې ترې خبر کړو. 31هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ما پسې راځئ چې چرته خوشى بيابان ته لاړ شُو چې تاسو لږ آرام وکړئ.“ ځکه چې دومره زيات خلق تلل راتلل چې هغوئ روټۍ خوړلو ته هم نۀ وزګارېدل. 32بيا هغوئ په کشتۍ کښې کښېناستل او يو خوشى بيابان ته لاړل. 33خو ډېرو خلقو هغوئ په تلو کښې وليدل او وې پېژندل او بيا هغوئ د ټولو ښاريو نه هغه ځائ ته پياده لاړل او د هغوئ نه وړاندې ورسېدل. 34هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده او زړۀ يې پرې وسوزېدلو ځکه چې هغوئ د داسې ګډو په شان وُو چې شپون ورسره نۀ وى او هغۀ هغوئ ته د ډېرو خبرو په حقله تعليم ورکړو. 35هر کله چې ورځ په تېرېدو شوه د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے. 36دا خلق خوا او شا کلو او بانډو ته رُخصت کړه چې لاړ شى خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“ 37خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو د ځانه دوئ له د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ولې مونږ لاړ شُو او د دوو سوو دينارو روټۍ د دوئ د خوړلو دپاره واخلو؟“ 38هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څومره روټۍ دى؟ لاړ شئ او وې ګورئ.“ هغوئ لاړل، وې کتلې او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“ 39بيا هغۀ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”په شين کبل د دې خلقو پېنډه جوړه کړئ.“ 40نو هغوئ د پنځوسو او سلو کسانو په پېنډو کښې کښېناستل. 41بيا هغۀ پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې. او هغه يې مريدانو له ورکړې چې د خلقو په وړاندې کېږدى. او هغۀ هم هغه دوه کبان په هغوئ ټولو تقسيم کړل. 42هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو. 43او مريدانو د پاتې شوو روټو او کبانو نه دولس ډکې ټوکرۍ راټولې کړې. 44نو دا روټۍ څۀ پينځۀ زره سړو وخوړله.
په اوبو باندې ګرځېدل
45بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې بيتِصيدا ته لاړ شى، نو چې هغه په خپله د خلقو ګڼه رُخصت کړى. 46چې هغوئ يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته وختلو چې دُعا وکړى. 47کله چې ماښام ناوخته شو او کِشتۍ په اوبو کښې وړاندې تلې وه او هغه په اوچه کښې بلکل ځان له وو. 48عيسىٰ وليدل چې هغوئ د کشتۍ په بوتلو کښې په تکليف دى ځکه چې هوا د مخالف طرف نه وه. او عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه د هغوئ په طرف ورروان وو. نو هغه په هغوئ اوړېدو، 49خو کله چې هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو، نو دا سوچ يې وکړو چې ګنې دا پيرے دے او چغې يې کړې، 50ځکه چې هغوئ ټولو دے وليدلو او يرې واخستل. خو هغۀ سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“ 51بيا هغه د هغوئ سره کِشتۍ ته وختلو او طوفان ودرېدلو. په دې هغوئ بلکل اريان دريان شول، 52ځکه چې هغوئ لا د روټۍ په هغه واقعه پوهه نۀ وُو، د هغوئ زړونه سخت شوى وُو.
د ګِنيسرت په علاقه کښې بيماران روغول
53کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل او هلته يې کِشتۍ په ګودر وتړله. 54کله چې هغوئ د کشتۍ نه راکوز شول نو خلقو سمدستى عيسىٰ وپېژندو. 55او خلق ګېرچاپېره علاقې ته په منډه لاړل او د هرې خوا نه يې بيماران په پوزَکو کښې ورته راوړل. 56او هر چرته چې به هغه تلو، کلو، ښارونو، يا بانډو ته، هغوئ به په بازارونو کښې ورته بيماران کښېنول او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ له دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغه بلکل روغ شول.