5
پينځم باب
پيريانو نيولے سړے روغول
1او هغوئ د درياب بلې غاړې ته د ګِراسينيانو علاقې ته راغلل. 2او چې کله عيسىٰ د کشتۍ نه راکوز شو، نو سمدستى يو سړے چې پيريانو نيولے وو د قبرستان نه د هغۀ سره د مِلاوېدو دپاره راووتلو. 3هغه په قبرستان کښې اوسېدو او هيچا هم قابو کولے نۀ شو، تر دې چې په زنځيرونو کښې هم تړلے کېدے نۀ شو. 4ځکه چې هغۀ ته يې څو څو ځله زنځيرونه او هتکړۍ اچولې وې خو هغۀ زنځيرونه شلولى وُو او هتکړۍ يې ماتې کړې وې او دومره طاقتور هيڅوک نۀ وُو چې هغه يې قابو کړے وے. 5شپه او ورځ به هغۀ په قبرونو او د غرونو په خوا کښې چغې وهلې او ځان به يې په کاڼو زخمى کولو. 6کله چې هغۀ عيسىٰ د لرې نه وليدلو نو هغۀ ورمنډه کړه او سجده يې ورته وکړه، 7او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“ 8ځکه چې عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل، ”اے پيريانو، د دې سړى نه راوځئ.“ 9بيا عيسىٰ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نوم دې څۀ دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”زما نوم لښکر دے، ځکه چې مونږ ډېر يُو.“ 10او هغۀ مِنت زارى ورته وکړه چې دوئ د دې علاقې نه ونۀ شړى. 11نو هلته د غرۀ په خوا کښې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېدله. 12او پيريانو زارى ورته وکړه چې، ”مونږ خنزيرانو ته ولېږه او د ورننوتو اجازت راکړه.“ 13نو هغۀ هغوئ ته اجازت ورکړو او پيريان راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او خوا او شا د دوه زره خنزيرانو دغه رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه. 14د خنزيرانو ساتونکى وتښتېدل او دا خبر يې ښار او خوا او شا بانډو ته ورسولو او خلق د دې واقعې تماشې له راووتل. 15هغوئ عيسىٰ له راغلل او هغه سړے چې د پيريانو لښکر نيولے وو هغه يې وليدو چې جامې يې اغوستې دى او هلته سم دم ناست دے نو هغوئ ويرېدل. 16کومو خلقو چې دا واقعه ليدلې وه، هغوئ نورو خلقو ته ووئيل چې دا پيريانو نيولے سړے څنګه روغ شو او د خنزيرانو سره څۀ وشول. 17بيا هغوئ عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې، ”زمونږ د علاقې نه لاړ شه.“ 18څۀ وخت چې عيسىٰ کِشتۍ ته ورختلو نو کوم سړے چې پيريانو نيولے وو، هغۀ هم ورسره د تلو خواست وکړو. 19خو عيسىٰ د دې اجازت ورنۀ کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”خپل کور ته واپس لاړ شه او خپلو خپلوانو ته ووايه چې مالِک خُدائ ستا دپاره هر څۀ وکړل او خپل څومره فضل يې تا ته ښکاره کړو.“ 20هغه لاړو او په دِکپولس کښې يې هغه څۀ بيان کړل، چې عيسىٰ د هغۀ دپاره کړى وُو او ټول خلق حق حېران شول.
د حضرت عيسىٰ يوه جينۍ راژوندۍ کول او يوې ښځې له شفا ورکول
21کله چې عيسىٰ بيا د درياب بلې غاړې ته په کشتۍ کښې پورې وتلو، نو يوه لويه ګڼه ترې راچاپيره شوه، او هغه لا د درياب په غاړه وو. 22نو د عبادتخانې يو مشر چې يائير نوم يې وو راغلو او کله چې يې هغه وليدو نو هغۀ ته په پښو پرېوتو. 23او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“ 24عيسىٰ د هغۀ سره لاړو، او دومره لويه ګڼه وه چې هغه يې په مينځ کښې راګېر کړے وو. 25په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله. 26هغې د ډېرو ډاکټرانو د علاج په وجه زيات تکليف برداشت کړو او خپل ټول مال يې په ځان ولګولو خو هيڅ فرق يې ونۀ شو او تکليف يې لا نور هم سېوا شو. 27هغې د عيسىٰ په حقله اورېدلى وُو، نو هغه د شا د طرفه په ګڼه کښې راغله او د هغۀ چُوغې له يې لاس وروړو، 28ځکه چې هغې په زړۀ کښې دا وئيل، ”کۀ زۀ يې صرف چُوغې له لاس هم وروړم نو جوړه به شم.“ 29خو په هم هغه ساعت د ښځې وينه بنده شوه او په ځان پوهه شوه چې د عذاب نه خلاصه شوه. 30په هغه ساعت عيسىٰ په ځان پوهه شو چې د هغۀ نه يو طاقت رابهر شو. عيسىٰ په ګڼه کښې مخ راواړولو او تپوس يې وکړو چې، ”زما چُوغې له چا لاس وروړو؟“ 31د هغۀ مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا ګڼه په خپله وينې چې ستا طرف ته زور کوى، او بيا هم دا تپوس کوې چې دا چا ما له لاس راوړو؟“ 32خو هغۀ ګېرچاپېره وکتل چې دا څوک وو. 33خو ښځه چې په ځان پوهه شوه چې په هغې څۀ شوى دى، نو د يرې نه په رپېدو شوه، د هغۀ په وړاندې په ګوډو شوه، او ټول حقيقت يې ورته ووئيلو. 34هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.“ 35هغۀ لا دا خبرې کولې چې د عبادتخانې د مشر د کوره څۀ خلق راغلل چې خبر ورکړى چې، ”ستا لور مړه شوه، اُستاذ له تکليف څۀ له ورکوې؟“ 36خو عيسىٰ چې دا خبره واورېده نو د عبادتخانې مشر ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، صرف ايمان وساته.“ 37هغۀ بغېر د پطروس، يعقوب او د يعقوب د ورور يوحنا نه بل څوک ځان سره بونۀ تلل. 38کله چې هغوئ د عبادتخانې د مشر کور ته ورغلل، هلته هغۀ لويه ګڼه د خلقو ژړا او انګولا وليدله چې په چغو يې ژړل. 39کله چې عيسىٰ ننوتلو هغوئ ته يې وفرمائيل، ”ولې تاسو ژړا انګولا او وير کوئ؟ جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ 40خو هغوئ ورپورې وخندل. بيا هغۀ ټول خلق بهر کړل او هغۀ د جينۍ مور، پلار او خپل ملګرى د ځان سره کړل او هلته ورغلل چرته چې جينۍ پرته وه. 41بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“ 42جينۍ سمدستى پاڅېدله او روانه شوه. هغه د دولسو کالو وه. په دې هغوئ ټول اريان دريان شول. 43هغۀ هغوئ ته په سخته وفرمائيل چې، ”ګورئ په دې څوک خبر نۀ شى،“ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”هغې له څۀ ورکړئ چې وې خورى.“