4
څلورم باب
د زميندار مِثال
1عيسىٰ يو ځل بيا د درياب په غاړه تعليم شروع کړو او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې په درياب کښې کشتۍ ته وختو او هلته کښېناستو، او نور ټول خلق د درياب په غاړه په اوچه ورته راټول شوى وُو. 2او هغۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې د ډېرو خبرو تعليم ورکړو. او په خپل تعليم کښې هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، 3”واورئ، يو زميندار د کروندې دپاره بهر لاړو. 4نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو نو مارغان راغلل هغه يې وخوړو. 5څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو ځکه چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه. 6خو چې نمر راوختلو نو هغه کچه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شُو ځکه چې جرړې يې نۀ وې. 7څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو او مېوه دانه يې ونۀ نيوله. 8او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو چرته چې هغه راوټوکېدو او لوئ شو او يو په دېرش يو په شپېتۀ او يو په سل غله يې وکړه.“ 9هغۀ بيا وفرمائيل، ”کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“
د مِثال مطلب
10هر کله چې عيسىٰ د ګڼې نه فارغ شو نو دولسو مريدانو او نورو د هغۀ نه ځانله د مِثالونو په حقله تپوس وکړو. 11هغۀ جواب ورکړو چې، ”تاسو ته د خُدائ پاک د بادشاهۍ راز درکړے شوے دے خو هغه څوک چې بهر دى، هغوئ ته هره خبره په مِثالونو کښې کيږى. 12لکه څنګه چې صحيفې وائى، زۀ چې څۀ کوم هغوئ به يې په سترګو وينى، خو څۀ به هم ترې نۀ زده کوى، هغوئ به اورى خو پوهيږى به پرې نه، ګنې نو هغوئ به خُدائ پاک ته راوګرځى او وبه بخښلے شى.“
د کرونکى مِثال تشريح کول
13بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې مِثال پوهه نۀ شوئ؟ نو بيا به تاسو په نورو مِثالونو څنګه پوهه شئ؟ 14زميندار کلام کَرى. 15د لارې په غاړه هغه خلق دى چرته چې کلام کَرلے کيږى، او چې کلام واورى نو شېطان سمدستى راشى او کَرلے شوے کلام د دوئ نه يوسى. 16دغسې هم هغه دى چې په کاڼيزه زمکه کَرلے شوى دى، څنګه چې دوئ کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى. 17خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى. 18نور خلق هغوئ دى چې په غنو کښې وکرلے شُو. دا هغه خلق دى چې کلام اورى، 19خو د دُنيا غم او د مال دولت لالچ او د نورو څيزونو خواهشات په مينځ کښې راشى او د کلام مرۍ خپه کړى او کلام بېمېوې پاتې شى. 20او بيا هغه خلق دى چې تخم يې په زرخيزه زمکه پرېوتو، دوئ کلام واورى او قبول يې کړى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه ونيسى.“
د ښانک د لاندې ډيوه
21عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو ډيوه د لوښى يا د کټ لاندې د کېښودو دپاره راوړئ؟ او ولې هغه تاسو په ډيوټ نۀ ږدئ څۀ؟ 22خو داسې پټ څيز نشته چې ښکاره به نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى. 23کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“ 24عيسىٰ دا هم وفرمائيل، ”ما ته توجو وکړئ چې څۀ اورئ، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى، بلکې لږ څۀ زيات. 25ځکه د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى، خو د چا سره چې نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.“
د تخم د زرغونېدو مِثال
26عيسىٰ وفرمائيل، ”د خُدائ پاک بادشاهى داسې ده چې کۀ يو سړے تخم په زمکه کښې کَرى. 27او کۀ هغه د شپې او ورځې اودۀ او يا ويښ وى خو هغه په دې نۀ پوهيږى چې په زمکه کښې تخم په خپله څنګه راټوکيږى او لوئيږى. 28زمکه له ځان نه غله پخپله پېدا کوى، وړومبے تېغه، بيا وَږى او بيا په وَږى کښې تيارې دانې. 29خو هر کله چې فصل پوخ شى نو هغه ورپسې لور راواخلى ځکه چې د فصل د لو کولو وخت راغلے وى.“
د شړشمو د تخم مِثال
30عيسىٰ دا هم وفرمائيل، ”مونږ د خُدائ پاک بادشاهى د څۀ شى سره بيانولے شُو، يا د هغې دپاره کوم مثال استعمالولے شُو؟ 31دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده کله چې په زمکه وکرلے شى، دا په زمکه کښې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى، 32نو چې وکرلے شى دا د باغ د ټولې کروندې نه ډېر لوئيږى او دومره لوئ څانګې خورې کړى چې د هوا مارغان يې په سورى کښې جالې جوړوى.“ 33هغۀ به کلام دغسې په ډېرو مِثالونو ورته اورولو څومره چې هغوئ برداشت کولے شو. 34هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.
د حضرت عيسىٰ په درياب کښې طوفان ودرول
35په هغه ورځ ماښام هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.“ 36هغوئ ګڼه پاتې کړه او مريدانو هغه د ځان سره په کشتۍ کښې بوتلو په کومه کښې چې هغه ناست وو او د هغۀ سره نورې کِشتۍ هم وې. 37خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، چپو کِشتۍ داسې ووهله چې ډوبېدو ته نزدې شوې وه. 38عيسىٰ وروستو په کِشتۍ کښې اودۀ وو او بالښت يې سر لاندې پروت وو. هغوئ هغه رابېدار کړو او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، مونږ ډوبيږو، تا سره څۀ غم نشته؟“ 39هغه بېدار شو، باد يې ورټلو او درياب ته يې وفرمائيل چې، ”په آرام شه، ودرېږه.“ باد ودرېدلو نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه. 40هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، تاسو لا اوس هم ايمان نۀ لرئ؟“ 41هغوئ يرې اخستى وُو او يو بل ته يې ووئيل، چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى.“