3
درېم باب
د اوچ لاسى سړى روغول
1عيسىٰ دوباره عبادتخانې ته ننوتو نو هلته يو داسې سړے وو چې لاس يې اوچ شوے وو. 2او هغوئ دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ هغه روغ کړى او کۀ نه، ځکه چې هغوئ به د هغۀ خلاف اِلزام لګولو ته تيار ناست وُو. 3هغۀ اوچ لاسى سړى ته وفرمائيل چې، ”راشه، په مينځ کښې ودرېږه.“ 4بيا يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد کول، د چا بچ کول روا دى کۀ وژل؟“ خو هغوئ چپ پاتې شول. 5د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو. 6خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل، نو سمدستى يې د هيرودياس قبيلې سره د عيسىٰ د وژلو په منصوبه شروع وکړه.
د درياب په غاړه ګڼ خلق
7عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د درياب غاړې ته لاړو نو لويه ګڼه د ټول ګليل او يهوديه نه ورپسې روانه وه 8چې د يروشلم، اِدوميه او د اُردن پورې غاړې، د صور او صيدا د خوا او شا نه د هغۀ ليدو له راغلل ځکه چې هغوئ دا اورېدلى وُو چې هغه عجيبه کارونه کوى. 9نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”ما دپاره يوه کشتۍ تياره ساتئ چې ګڼه مې چخڼى نۀ کړى.“ 10ځکه چې هغۀ دومره ډېر بيماران روغ کړى وُو چې ټولو بيمارانو دا زور کولو چې دۀ له لاس وروړى. 11او هرکله به چې پيريانو دے وليدلو نو د هغۀ په وړاندې به راغورزېدل او چغې به يې کړې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ 12خو هغۀ به ورته په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“
د حضرت عيسىٰ دولس مريدان
13بيا عيسىٰ يو غر ته لاړو او هغۀ بيا هغه کسان راوغوښتل کوم چې هغۀ خوښ کړى وُو او هغوئ ورله راغلل. 14هغۀ دولس کسان رسولان مقرر کړل، څوک چې به د هغۀ سره وى او د پېغام ورکولو دپاره به بهر لېږلے شى، 15او د پيريانو شړلو اختيار به هم ورسره وى. 16نو هغۀ دولس کسان مقرر کړل چې د هغوئ نومونه دا دى، شمعون چې پطروس نوم يې پرې کېښودو، 17بيا د زبدى په زامنو يعقوب او د هغۀ په ورور يوحنا يې بونرګس يعنې د تندر زامن نوم کېښودو، 18او اندرياس، فيليپوس او برتلماۍ، متى، توما او د حلفئ زوئ يعقوب، تدى او شمعون ننګيالے، 19او په دوئ کښې يهوداه اِسکريوتى چا چې په دۀ جاسوسى وکړه هم وو.
حضرت عيسىٰ او بعلزبول
20نو عيسىٰ يو کور ته ننوتو او بيا دومره خلق پرې راټول شول چې دوئ روټۍ هم نۀ شوه خوړلے. 21هر کله چې د هغۀ خاندان دا واورېدل نو هغوئ لاړل چې د هغۀ مخه ونيسى ځکه چې خلقو وئيل چې، ”هغه په خود کښې نۀ دے.“ 22هغه د شرعې عالمان څوک چې د يروشلم نه راغلى وُو، هغوئ هم وئيل چې، ”دے بعلزبول نيولے دے،“ او ”دے د پيريانو د سردار په مدد پيريان شړى.“ 23نو عيسىٰ بيا هغوئ راوغوښتل او په مِثالونو کښې يې ورته وفرمائيل چې، ”شېطان څنګه شېطان شړلے شى؟ 24کۀ يوه بادشاهى په خپلو کښې وويشلے شى نو هغه بادشاهى پاتې کېدے نۀ شى. 25کۀ په يو کور کښې بېاتفاقى راشى نو هغه کور هم هيڅکله پاتې کېدے نۀ شى. 26او کۀ چرې اِبليس د خپل ځان خلاف شى نو هغه به هم بېاتفاقه شى نو هغه بيا پاتې کېدے نۀ شى او د هغۀ اَنجام راورسېدو. 27خو بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلے شى او د هغۀ مال حال لوټ کولے شى؟ ترڅو چې اول هغۀ دا زورَور سړے تړلے نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولے. 28زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر هم داسې نشته چې هغه بخښلے نۀ شى، 29خو هر څوک چې په روحُ القُدس باندې کُفر وائى هغه به هيڅکله هم معافى ونۀ مومى او هغه به د تل عُمرى ګناه مجرم وى.“ 30عيسىٰ دا ځکه وفرمائيل چې هغوئ وئيل چې، ”دے پيريانو نيولے دے.“
د حضرت عيسىٰ رښتينے رشتهدار
31بيا د عيسىٰ مور او وروڼه راغلل او بهر ولاړ وُو او د هغۀ د رابللو دپاره يې څوک ورولېږل. 32ګڼ خلق ترې چاپېره ناست وُو او هغوئ ورته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“ 33هغۀ جواب ورکړو، ”زما مور او زما وروڼه څوک دى؟“ 34او هغه ګېرچاپېره ناستو خلقو ته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”زما مور او وروڼه دا دى. 35څوک چې د خُدائ پاک رضا کوى، هغه زما ورور خور او مور ده.“