13
ديارلسم باب
د خُدائ پاک د کور د بربادۍ په باب کښې پېشګوئې
1څۀ وخت چې عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”وګوره، اُستاذه. څومره ښکلى کاڼى او عمارتونه دى.“ 2عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا لوئ لوئ عمارتونه وينې؟ په دې کښې به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“
د تکليفونو شروع
3او هر کله چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ د خُدائ کور ته مخامخ ناست وو نو پطروس، يعقوب، يوحنا او اندرياس ترې ځانله تپوس وکړو، 4”مونږ ته ووايه چې دا کار به کله کيږى او د دې ټولو د پوره کېدو نښه به څۀ وى؟“ 5نو بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې، ”خيال کوئ چې څوک مو بېلارې نۀ کړى. 6ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بېلارې کړى. 7هر کله چې تاسو د لرې او نزدې جنګونو خبر واورئ نو مۀ وارخطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے. 8قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى خو دا به د لنګون د دردونو شروع وى. 9خو تاسو بېدار اوسئ. تاسو به عدالتونو ته حواله کېږئ، تاسو به په عبادتخانو کښې په کوړو وهلے کېږئ، او تاسو به د حاکمانو او بادشاهانو په وړاندې زما په وجه پېش کولے شئ چې د هغوئ په وړاندې زما ګواهان شئ. 10خو د آخر وخت نه اول به زما د زيرى بيان ټولو قومونو ته وکړے شى. 11خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ او عدالت ته بوتلے شئ نو د اول نه تاسو مۀ پرېشانه کېږئ چې تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چې وخت راشى نو هغه وخت چې څۀ د وينا دپاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چې دا به ستاسو خبرې نۀ وى بلکې ستاسو په ژبه به روحُ القُدس ګويا وى. 12ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى. 13ټول به زما د نوم په وجه تاسو نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.
لوئ مصيبت
14هر کله چې تاسو ووينئ چې، هغه پليت بُت چې تباهى راولى په هغه ځائ کښې ولاړ دے چرته چې نۀ دے پکار، نو لوستونکى دې پوهه شى، نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى. 15کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې کله هم کور ته ښکته نۀ راکوزيږى چې څۀ ترې وباسى. 16کۀ څوک په پټى کښې وى نو هغه دې د خپلې چُوغې راخستلو دپاره نۀ واپس کيږى. 17افسوس دے په هغه ښځو چې په هغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. 18دُعا کوئ چې دا واقعه په ژمى کښې پېښه نۀ شى. 19ځکه چې هغه به ډيرې د بد حالۍ ورځې وى. خُدائ پاک چې دا دُنيا پېدا کړې ده لا تر اوسه داسې وخت نۀ دے راغلے او نۀ به بيا چرته راشى. 20کۀ چرې مالِک خُدائ هغه د تکليف ورځې لنډې کړې نۀ وے نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خپلو غوره کړو د خاطره هغۀ دا ورځې لنډې کړې. 21او کۀ بيا تاسو ته په دغه وخت کښې څوک دا ووائى چې وګورئ، مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرې مۀ کوئ. 22دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بېلارې کړى. 23خو تاسو خبردار اوسئ، ما تاسو د اول نه په دې خبر کړئ.
د اِبن آدم راتلل
24خو په هغه ورځو کښې د دې تنګسيا نه پس به نمر تور شى او سپوږمۍ به رڼا نۀ کوى. 25ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى. 26بيا به هغوئ ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په لوئ قدرت او ډېر شان او شوکت سره راځى. 27او هغه به فرښتې ولېږى او د آسمان د څلورو طرفونو نه او د دُنيا د آخرى حدونو نه به خپل غوره کړى خلق راټول کړى.
د اينځر د ونې نه سبق
28د اينځر د ونې نه سبق زده کړئ. هر کله چې د هغې نازکې څانګې غوټۍ ونيسى او پاڼې وکړى نو تاسو پوهه شئ چې اوړے په راتلو دے. 29هم دغه شان چې تاسو دا ټولې نښې ووينئ نو تاسو پوهه شئ چې هغه ډېر نزدې او په دروازه کښې ولاړ دے. 30زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى. 31زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
نامعلومه ورځ او وخت
32خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو صرف زما پلار پرې خبر دے. 33خبردار اوسئ، ويښ اوسئ. تاسو د دې نه خبر نۀ يئ چې هغه وخت به کله راځى. 34د دې مثال د هغه سړى په شان دے چې د کوره لرې روان وى او څۀ وخت چې خپل کور نه ځى نو خپلو نوکرانو ته اختيار ورکړى چې هر يو دې خپل کار کوى او څوکيدار ته هم حکم ورکړى چې بېدار اوسى. 35نو بيا تاسو بېدار اوسئ ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې د کور مالِک به کله راځى، ماښام کۀ په نيمه شپه، په چرګ بانګ کۀ سحر په خړه. 36کۀ چرې هغه ناګهانه راشى نو چې هغه مو اودۀ لاندې نۀ کړى. 37او زۀ چې څۀ تاسو ته وايم نو هغه ټولو ته وايم چې بېدار اوسئ.“