12
دولسم باب
د انګورو باغ او د باغوانانو مِثال
1عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالونو کښې خبرې شروع کړې. ”يو سړى د انګورو باغ ولګولو او ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو. او بيا يې زميندارانو ته په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو. 2کله چې د انګورو موسم راغلو نو هغۀ اجاره دارو له يو نوکر ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى. 3خو هغوئ هغه ونيولو، وې وهلو او تش لاس يې واپس ولېږلو. 4بيا هغۀ يو بل نوکر ورولېږلو او دے هم هغوئ په سر سر وټکولو او بېعزته يې کړو. 5بيا هغۀ يو بل ورولېږلو او هغه دوئ مړ کړو. او د دۀ نه علاوه داسې نور هم وُو، څوک يې چې ووهل او ځينې يې مړۀ کړل. 6اوس د دۀ سره يو کس پاتې وو، د هغۀ خپل نيازبين زوئ. په آخر کښې يې هغه ورولېږلو. هغۀ ووئيل چې زما د زوئ احترام خو به وکړى. 7خو اجاره دارو يو بل ته ووئيل چې هم دغه خو وارث دے، راځئ چې مړ يې کړو او ميراث به يې زمونږ شى. 8نو هغوئ هغه ونيولو او مړ يې کړو او د هغۀ لاش يې د باغ نه بهر وغورزولو. 9نو د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ سلوک وکړى؟ هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى. 10ولې تاسو په مقدس کِتاب کښې دا چرې نۀ دى لوستى؟ کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. 11دا د مالِک خُدائ کارونه دى او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“ 12بيا هغوئ داسې څۀ بهانه لټوله چې هغه ګرفتار کړى ځکه چې هغوئ پوهېدل چې دے دا مِثال د هغوئ په خلاف ورکوى، خو هغوئ د خلقو نه يرېدل نو هغوئ هغه پرېښودو او ترې لاړل.
د روم قيصر له محصُول ورکول
13بيا هغوئ څو فريسيان او هيروديان ورولېږل چې عيسىٰ په خپلو خبرو کښې راګېر کړى. 14هغوئ راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر ته محصُول ورکړُو او کۀ نه؟ ولې مونږ هغوئ ته ورکړُو او کۀ ور يې نۀ کړُو؟“ 15خو هغه د دوئ په منافقت پوهه شو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ولې زما د راګېرولو کوشش کوئ؟ ما له د سپينو زرو يوه سيکه راوړئ چې زۀ ورته وګورم.“ 16هغوئ يوه سيکه راوړه او هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”په دې د چا تصوير او د چا نوم دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دا د قيصر دے.“ 17بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى هغه قيصر له ورکړئ او څۀ چې د خُدائ پاک وى هغه خُدائ پاک له ورکړئ.“ هغوئ د دۀ په خبرو حق حېران شول.
د قيامت په باب کښې سوال
18بيا ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې، 19”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. 20نو اوس اووۀ وروڼه وُو، وړومبى وادۀ وکړو او بېاولاده مړ شو. 21بيا هغه ښځه دوېم وادۀ کړه او هغه هم بېاولاده مړ شو او دغه شان درېم وکړل. 22آخر اووۀ واړه مړۀ شول خو د يو هم اولاد ونۀ شو. بيا هغه ښځه هم مړه شوه. 23د قيامت په ورځ به دا ښځه د چا وى، ځکه چې ورسره اووۀ واړو وادۀ کړے وو؟“ 24عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو په غلطه يئ او هم دغه وجه ده چې نۀ خو تاسو په کِتابِ مقدس پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت. 25کله چې هغوئ د مړو نه بيا راژوندى شى نو هغوئ به يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى. 26خو قيامت په ورځې د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله، ولې تاسو د موسىٰ په کِتاب کښې هيڅ نۀ دى لوستى، د سوزېدونکى بوټى په قيصه کښې، چې خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک، او د يعقوب خُدائ پاک يم“؟ 27خُدائ پاک د مړو خُدائ پاک نۀ دے بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. تاسو ډېر ګمراه شوى يئ.“
اول حُکم
28بيا د شرعې په عالمانو کښې يو کس چې د دوئ دا بحث يې اورېدو او پوهه شو چې هغۀ دوئ ته څنګه ښۀ جواب ورکړو، نو راوړاندې شو. او هغۀ ترېنه تپوس وکړو، ”کوم يو حکم د ټولو نه اول دے؟“ 29عيسىٰ جواب ورکړو، ”اول حکم دا دے چې، ”اے بنى اِسرائيلو واورئ. مالِک زمونږ مالِک خُدائ پاک واحد ذات دے. 30تاسو د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان، او په پوره عقل او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.“ 31دوېم دا دے چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ د دې حکمونو نه بل لوئ حکم نشته.“ 32نو د شرعې عالم هغۀ ته ووئيل، ”شاباش اُستاذه، ډېر دې ښۀ وفرمائيل، تۀ رښتيا وائې چې خُدائ پاک يو دے او بې له هغۀ نه بل نشته. 33او د هغۀ سره په پوره زړۀ او په پوره پوهې او په خپل ټول طاقت سره مينه کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ، نو دا د بلې هرې يوې سوزېدونکې قربانۍ يا نذرانې نه ډېر غوره کار دے.“ 34هر کله چې عيسىٰ وليدل چې هغۀ څومره په پوهه سره جواب ورکړو نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ نه لرې نۀ يې.“ د دې نه پس بيا چا همت ونۀ کړو چې د عيسىٰ نه نور تپوسونه وکړى.
د حضرت داؤد د زوئ په حقله سوال
35نو کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو، داسې يې وفرمائيل، ”نو د شرعې عالمان بيا دا څنګه وائى چې مسيح د داؤد زوئ دے؟ 36داؤد په خپله د روحُ القُدس د الهام په وسيله دا فرمائيلى دى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته تر هغې کښېنه چې ترڅو زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“ 37داؤد په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“ هلته ډېره ګڼه وه او ډېر په مينه يې د دۀ خبرې اورېدې.
د شرعې عالمان ملامت کول
38عيسىٰ په خپل تعليم کښې دوئ ته وفرمائيل چې، ”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې په سلامونو ډېر خوشحاليږى 39او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل خوښوى. 40هم دا هغه خلق دى چې د کونډو جائيدادونه قبضه کوى او د رياکارۍ اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به سخته سزا ومومى.“
د يوې کونډې ښځې شکرانه
41عيسىٰ د خُدائ د کور خزانې ته مخامخ کښېناستو او دا ننداره يې کوله چې خلق په خزانه کښې پېسې څنګه اچوى. ډېرو مالدارو خلقو ډيرې زياتې پېسې واچولې. 42بيا يوه غريبه کونډه راغله او هغې د تانبې دوه سيکې په کښې واچولې چې دواړه د يوې پېسې برابرې وې. 43بيا عيسىٰ خپل مريدان ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د هر چا نه زيات واچول. 44ځکه چې هغه نورو چې څۀ واچول د هغوئ سره د ضرورت نه سېوا وُو، خو هغې د خپلې غريبۍ په مطابق چې څۀ هم ورسره نۀ وُو د خپلې ګزارې هر څۀ يې واچول.“