مرقوس 14

14
څوارلسم باب
د حضرت عيسىٰ د قتلولو سازش
1د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى. 2هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځو کښې نۀ وى، هسې نه چې په خلقو کښې بلوا جوړه شى.“
په بيتِ‌عنياه کښې د حضرت عيسىٰ په سر عطر اچول
3عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو. کله چې هغه روټۍ ته کښېناستو، نو يوه ښځه راغله او ډېر قيمتى خالص عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل. هغې د عطردان سر مات کړو او د هغۀ په سر يې عطر واچول. 4په حاضر مجلس کښې ځينې کسانو په غصه کښې ووئيل چې، ”دا قيمتى عطر ولې ضائع شول؟ 5ځکه چې دا عطر خو به په څۀ دپاسه د درېو سوو دينارو خرڅ شوے وے او پېسې به يې خوارانو له ورکړے شوے وے.“ نو هغوئ هغې ته غصه وکړه. 6خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”دا پرېږدئ، تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې زما ډېر ښۀ خِدمت وکړو. 7ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى او هر کله چې تاسو غواړئ د هغوئ مدد کولے شئ خو زۀ به درسره تل نۀ يم. 8هغې نه چې څۀ کېدے شول، هغه يې وکړل. هغې د ښخولو نه وړاندې زما په بدن عطر واچول. 9زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زېرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په کښې ياديږى.“
د يهوداه اِسکريوتى په حضرت عيسىٰ مُخبرى کولو ته راضى کېدل
10نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو چې د عيسىٰ مخبرى وکړى. 11چې هغوئ د هغۀ د غرض نه خبر شول نو هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو ورکولو وعده وکړه. د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.
مريدانو سره فسح خوړل
12د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ چې هغوئ د فسح ګډورے قربانولو، د عيسىٰ مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“ 13نو هغۀ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل، ”ښار ته لاړ شئ، يو سړے به ووينئ چې د اوبو منګے به وړى، په هغۀ پسې لاړ شئ، 14او هغه چې کوم کور ته ننوځى نو د هغه کور مالِک له دا پېغام ورکړئ چې، اُستاذ وائى چې زما او زما د مريدانو دپاره د فسح د خوراک دپاره د مېلمستيا کومه کوټه مقرره شوې ده؟ 15هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارے وکړئ.“ 16بيا مريدان روان شول او چې ښار ته دننه شول نو هغوئ هر څۀ هغه شان وموندل څنګه چې هغۀ ورته فرمائيلى وُو، نو هغوئ د فسح د خوراک تيارے وکړلو. 17کله چې ماښام شو نو هغه د دولسو مريدانو سره راغلو. 18څۀ وخت چې هغوئ روټۍ ته کښېناستل نو عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى، هغه څوک چې ما سره روټۍ خورى.“ 19په ډيرې پرېشانۍ سره هغوئ يو يو ورته ووئيل، ”رښتيا زۀ خو به نۀ يم؟“ 20هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”په تاسو دولسو کښې هغه يو دے څوک چې ما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کوى. 21د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو دا به ډېره ښۀ وه.“
د عشاء ربانۍ مقررول
22د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه. په هغوئ يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“ 23بيا هغۀ يوه پيالۍ راواخسته او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغوئ له يې ورکړه او هغوئ ټولو ترې وڅښل. 24او بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو دپاره توئيږى. 25زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې يې تازه ونۀ څښم.“ 26د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.
د پطروس د اِنکار پېشګوئې
27او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ټول به تيندک وخورئ ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم او ګډې به يې خورې ورې شى.“ 28خو هر کله چې زۀ بيا ژوندے پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“ 29پطروس جواب ورکړو، ”کۀ چرې دوئ ټول تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“ 30عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن په هم دې شپه د دوېم چرګ بانګ وئيلو نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ 31خو هغۀ په دې خبره زور ورکړو، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او هغوئ ټولو هم دغه شان ووئيل.
په ګيتسمنى کښې دُعا کول
32کله چې هغوئ ګيتسمنى نومې ځائ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“ 33او هغۀ بيا د ځان سره پطروس، يعقوب او يوحنا بوتلل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله. 34او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى او مرګ ته نزدې شوے يم. دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“ 35بيا هغه يو څو قدمه لاړو، او په زمکه پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وغوښتله، ”کۀ دا کېدے شى نو دا سخت وخت دې له ما نه لرې کړے شى.“ 36هغۀ وفرمائيل، ”ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“ 37هغه واپس راغلو او هغوئ يې اودۀ وموندل. نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه، اودۀ يې څۀ؟ ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟ 38بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“ 39يو ځل بيا هغه لاړو او هم هغه شان دُعا يې وغوښته. 40چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې، او هغوئ په دې نۀ پوهېدل چې هغۀ ته څۀ جواب ورکړى. 41درېم ځل هغه راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ بس، هغه وخت راغلو چې اِبن آدم د ګناهګارانو لاسونو ته وسپارلے شى. 42پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“
په حضرت عيسىٰ جاسوسى او د هغۀ ګرفتارى
43عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو راغلو، او هغۀ سره ډېر خلق چې تُورې او کوتکې په لاس وُو راښکاره شول. هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو. 44جاسوس هغوئ ته دا نښه ښودلې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ او د ځان سره يې په حفاظت بوځئ.“ 45کله چې دے هغه ځائ ته راورسېدو نو هغه سمدستى وروړاندې شو او عيسىٰ ته يې ووئيل، ”اُستاذه.“ او ښکل يې کړو. 46بيا هغوئ عيسىٰ ونيولو او ګرفتار يې کړو. 47په هغه خلقو کښې چې ولاړ وُو يو کس خپله تُوره راوويستله او د مشر اِمام په نوکر يې ګزار وکړو او د هغۀ غوږ يې پرې کړو. 48بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ؟ 49زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې ورکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو. خو دا ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ 50نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل. 51څوک چې ورسره وُو په هغوئ کښې يو ځوان وو چې د کتان د څادر نه يې لنګ وهلے وو. هغوئ د نيولو کوشش وکړو، 52خو هغۀ د کتان څادر پرېښودلو او لغړ وتښتېدلو.
د حضرت عيسىٰ د جرګې په مخکښې پېشى
53بيا هغوئ عيسىٰ د مشر اِمام کور ته بوتلو چرته چې مشران اِمامان، د شرعې عالمان او اولسى مشران راټول وُو. 54پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو او اور ته يې ځان تودولو. 55مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش کولو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه. 56ډېرو د هغۀ په خلاف د دروغو ګواهى وکړله خو د هغوئ بيان د يو بل سره سمون نۀ خوړلو. 57نو بيا ځينې کسان پاڅېدل او د هغۀ په خلاف يې داسې د دروغو ګواهى وکړه چې، 58”مونږ د دۀ نه دا اورېدلى دى چې، زۀ به دا د خُدائ کور ورانوم چې بنى آدمو ودان کړے دے او په درېو ورځو کښې به بل داسې ودان کړم چې هغه به د بنى آدم په لاسونو نۀ وى جوړ شوے.“ 59خو په هم دې خبره د هغوئ په ګواهۍ کښې يو والے نۀ وو. 60نو بيا مشر اِمام د هغوئ په وړاندې پاڅېدو او عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“ 61خو هغه چپ پاتې شو او هيڅ جواب يې ورنۀ کړو. بيا مشر اِمام ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ مسيح، د مبارک ذات زوئ يې څۀ؟“ 62عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ يم، او تاسو به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته سره د اختيار ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“ 63په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ 64تاسو په خپله دا کُفر واورېدو ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د مرګ جوګه دے.“ 65بيا ځينو په هغۀ وتُوکل او سترګې يې ورته پټې کړې او په سوکونو يې وهلو او جر يې ورپسې وويستلو، ”وايه کنه تۀ چا ووهلې.“ او سپاهيانو هم هغه د بوتلو په وخت کښې په څپېړو ووهلو.
د پطروس اِنکار کول
66په دې دوران کښې پطروس لا هغه شان په صحن کښې وو. د مشر اِمام يوه خِدمتګاره په هغه لاره تېرېدله. 67کله چې هغې پطروس اور ته په تودېدو وليدو، نو هغې هغۀ ته وکتل او وې وئيل، ”تۀ خو هم د دې عيسىٰ ناصرى سره وې.“ 68خو هغه منکر شو او وې وئيل، ”ما ته هيڅ پته نشته، چې دا تۀ لا څۀ وے.“ بيا هغه بهر ډيوډۍ ته لاړو په هم دې وخت چرګ بانګ ووئيلو. 69او هغې خِدمتګارې هغه هلته بيا وليدو او ولاړو خلقو ته يې ووئيل، ”دے د هغۀ ملګرے دے.“ 70خو هغه بيا منکر شو. لږه شېبه وروستو څوک چې هلته ولاړ وُو پطروس ته يې بيا ووئيل، ”بې‌شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې تۀ هم د ګليل يې.“ 71په دې هغه په ښيرو سر شو او په قسم سره يې ووئيل، ”تاسو چې د کوم سړى ذکر کوئ زۀ هغه نۀ پېژنم.“ 72بيا چرګ په دوېم ځل بانګ ووئيلو او پطروس ته راياد شُو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د چرګ د دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ نو هغه بيا ډېر خفه شو او په ژړا شو.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

مرقوس 14: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល