11
يوولسم باب
په يروشلم کښې د حضرت عيسىٰ کاميابه استقبال
1هغوئ چې يروشلم ته رانزدې شول او چې بيتِفګے او بيتِعنياه ته د زيتُونو غرۀ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل، 2”دې مخامخ کلى ته ورشئ. نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا لا سورلى نۀ ده کړې. هغه پرانيزئ او دلته يې راولئ. 3کۀ څوک درنه تپوس وکړى چې دا څۀ کوئ؟ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک دا په کار ده او هغه به يې سمدستى دلته واپس راولېږى.“ 4هغوئ لاړل او د دروازې نه بهر يې په کوڅه کښې هغه کوچاڼے تړلے وموندلو. هغوئ هغه پرانستو، 5او په ولاړو خلقو کښې ځينو ورته ووئيل چې، ”دا څۀ کوئ؟ تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ؟“ 6نو هغوئ هغه جواب ورکړو څۀ چې ورته عيسىٰ فرمائيلى وُو، نو بيا يې هغوئ پرېښودل چې بو يې ځى. 7نو هغوئ عيسىٰ له کوچاڼے راوستو او خپلې جامې يې پرې واچولې او هغه پرې سور شو. 8او ډېرو خلقو ورته په لارو کښې خپلې جامې وغوړولې او نورو د پټو نه څانګې پرېکړلې او ورته يې خورې کړلې. 9او څومره خلق چې مخکښې تلل او هغه چې وروستو راتلل، نو بيا څوک چې د هغۀ نه وړاندې تلل او څوک چې ورپسې روان وُو هغوئ چغې ويستلې چې، ”اُمبارکى د هغه چا چې د مالِک خُدائ په نوم راځى. 10زمونږ د پلار نيکۀ داؤد راتلونکې بادشاهى دې مبارکه وى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“ 11هغه يروشلم ښار ته راغلو او د خُدائ کور ته ورننوتو او ګېرچاپېره يې وکتل، خو ماښام ناوخته هغه د دولسو مريدانو سره بيتِعنياه ته لاړو.
د اينځر په ونې لعنت کول
12په بله ورځ چې هغوئ د بيتِعنياه نه ووتل نو عيسىٰ اوږے شوے وو. 13او د لرې نه يې چې د اينځر يوه ونه وليده نو ورغلو چې هغه په کښې څۀ پېدا کړى. خو کله چې هغه ورغے نو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل ځکه چې دا د اينځرو موسم نۀ وو. 14هغه ونې ته يې وفرمائيل چې، ”بيا به هيڅوک هم هيڅکله ستا نه مېوه ونۀ خورى.“ او د هغۀ مريدانو دا واورېدل.
د خُدائ پاک د کور پاکول
15کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله وشړل. او هغه د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې. 16او د خُدائ د کور په دربار کښې هغۀ د تجارت د څيزونو وړل راوړل نۀ پرېښودل. 17نو بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو او وې فرمائيل، ”ولې صحيفې دا نۀ وائى چې، زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى؟ خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“ 18مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا واورېدل نو کوشش يې کولو چې هغه په څۀ چل هلاک کړى خو هغوئ يرېدل ځکه چې ټول خلق د هغۀ د تعليم نه ډېر متاثره وُو.
د اينځر د وچې شوې ونې سبق
19او چې ماښام شو نو عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښار نه بهر ووتل. 20بله ورځ سحر وختى چې هغوئ په لاره تېرېدل نو هغوئ وليدل چې هغه د اينځر ونه له بېخ نه اوچه شوې ده. 21پطروس هغه خبره راياده کړه کومه چې عيسىٰ پرون د اينځر ونې ته کړې وه نو هغۀ ووئيل، ”اُستاذه، وګوره د اينځر په کومه ونه چې تا لعنت کړے وو هغه اوچه شوې ده.“ 22عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”په خُدائ پاک ايمان ساتئ. 23زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک دې غر ته ووائى چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، او په زړۀ کښې يې شک نۀ وى او ايمان ساتى، نو هر څۀ چې وائى هغه به د هغۀ دپاره وشى. 24ځکه زۀ تاسو ته وايم، تاسو چې د څۀ دپاره هم دُعا کوئ نو ايمان ساتئ چې دا تاسو حاصل کړو نو هغه به ستاسو شى. 25-26او هر کله چې تاسو دُعا ته ودرېږئ نو کۀ ستاسو په زړۀ کښې د چا خلاف خبرې وى، نو هغه معاف کړئ، د دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار به ستاسو نافرمانى معاف کړى.“
د حضرت عيسىٰ د اختيار په حقله سوال
27هغوئ يو ځل بيا يروشلم ته راغلل او کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې ګرځېدو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورته راغلل، 28او ورته وې وئيل، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے چې تۀ داسې کوه؟“ 29عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ نو زۀ به هم تاسو ته دا وښايم چې په کوم اختيار زۀ دا کارونه کوم. 30د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟ جواب راکړئ.“ 31په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”مونږ څۀ ووايو؟ کۀ چرې مونږ ووايو چې له آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟ 32او کۀ مونږ وايو چې د انسانانو نه، نو بيا به څۀ وشى؟“ دوئ د خلقو نه يرېدل ځکه چې د ټولو خلقو دا ايمان وو چې يحيىٰ نبى وو. 33نو ځکه هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ او عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”بيا به زۀ هم درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.“