15
پينځلسم باب
د مشرانو رسمونه
1بيا د فريسيانو او د شرعې د عالمانو يوه ډله د يروشلم نه عيسىٰ له راغله او دا تپوس يې ترې وکړو چې، 2”ستا مريدان ولې پخوانى رسمونه ماتوى او دوئ له چې څنګه د روټۍ نه وړاندې لاسونه وينځل په کار دى، نۀ وينځى؟“ 3هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”دا تاسو څۀ کوئ چې د خپلو رواياتو د خاطره د خُدائ پاک حکم ماتوئ؟ 4ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د خپل مور او پلار عزت کوئ، او هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى. 5خو تاسو خلقو ته دا تعليم ورکوئ چې دا ټيک خبره ده چې کۀ څوک خپل مور او پلار ته دا ووائى چې، ”ستا چې څۀ په کار وُو هغه ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل، مطلب دا چې ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل،“ 6نو هغه نور د مور او پلار د حق نه مجبور نۀ دے. نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ. 7اے مُنافقانو، يشعياه نبى ستاسو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، کله چې هغۀ وفرمائيل چې، 8دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. 9دوئ بېفائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“
هغه څيزونه چې انسان پليتوى
10بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ. 11څۀ چې په خولۀ دننه کيږى په هغې يو کس نۀ پليتيږى، خو په هره هغه خبره پليتيږى څۀ چې د هغۀ د خولې نه راوځى.“ 12بيا مريدان عيسىٰ له راغلل او وې وئيل چې، ”تۀ خبر يې چې فريسيانو ستا دا خبرې بدې ګڼلى دى؟“ 13هغۀ جواب ورکړو چې، ”هر يو بوټے چې زما آسمانى پلار لګولے نۀ وى هغه به د بېخه وويستلے شى. 14د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“ 15بيا پطروس ووئيل چې، ”مونږ ته دا مِثال تشريح کړه.“ 16عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو هم لا تر اوسه د نورو په شان ناپوهه يئ؟ 17ولې تاسو دا نۀ وينئ چې کوم څيز چې په خولۀ دننه شى، خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟ 18خو چې څۀ په خولې وئيلے شى هغه د زړۀ نه راوځى او دغه خبرې دى چې انسان پليتوى. 19ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غېبت د زړۀ نه راوځى. 20او دا هغه کارونه دى چې انسان پليتوى، خو په ناوينځلو لاسونو باندې په خوراک کولو، انسان نۀ پليتيږى.“
د کنعانى ښځې عقيده
21بيا عيسىٰ هغه ځائ پرېښودو او د صور او د صيدا علاقې ته راغلو 22او د هغې علاقې يوه کنعانى ښځه بهر راووتله او په چغه يې ووئيل، ”اے مالِکه، په ما رحم وکړه. اے د داؤد زويه، زما لور پيريانو سخته نيولې ده.“ 23خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. د هغۀ مريدان راغلل او زارى يې وکړه چې، ”دا ښځه لرې کړه ځکه چې په مونږ پسې بېواره چغې وهى.“ 24عيسىٰ جواب ورکړو ”زۀ صرف د بنى اِسرائيل د خاندان د ورکو شوو ګډو دپاره رالېږلے شوے يم.“ 25خو هغه ښځه راغله، د دۀ په پښو پرېوته او چغې يې کړې، ”مالِکه، زما مدد وکړه.“ 26عيسىٰ په جواب کښې وفرمائيل، ”دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“ 27هغې جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، خو بيا سپى هم هغه ټوکړې خورى کومې چې د مالِکانو د دسترخوان نه وغورزيږى.“ 28نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.
د ډېرو خلقو جوړول
29کله چې عيسىٰ د دغه ځايه د ګليل درياب په غاړه روان شو نو هغه بيا غرۀ ته بره لاړو او هلته کښېناستو. 30نو ډېر خلق ورله راغلل چې ورسره ګوډيان، ړاندۀ، شليان، ګونګيان، او نور ډېر بيماران وُو. او هغوئ هغه خلق د عيسىٰ پښو ته څملول او هغۀ هغوئ روغ کړل. 31هغه خلق په دې ډېر حېران شول چې چاړاګانو خبرې وکړلې، مات ګوډ خلق روغ شول او ګرځېدل او ړاندۀ بينا شول او ټولو په دې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک لوئى بيان کړه.
څلورو زرو خلقو له روټۍ ورکول
32عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بېهوشه شى.“ 33مريدانو جواب ورکړو چې، ”په دې خوشى بيابان کښې به دومره خلقو له مونږ روټۍ د کومه راوړو؟“ 34عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”اووۀ روټۍ او يو څو واړۀ کبان.“ 35نو عيسىٰ خلقو ته وفرمائيل چې په زمکه کښېنئ. 36نو هغه اووۀ روټۍ او کبان يې راواخستل، او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو، روټۍ او کبان يې ټوکړې کړل او مريدانو له يې ورکړل، او مريدانو په خلقو وويشل. 37ټولو ځانونه ښۀ ماړۀ کړل. او چې څۀ ټوکړې ترې پاتې شوې نو هغه يې راټولې کړلې. هغه دومره وې چې اووۀ غټې ټوکرۍ ترې ډکې شوې. 38د بچو او ښځو نه علاوه څلورو زرو کسانو هغه روټۍ وخوړه. 39هغۀ بيا خلق رُخصت کړل، کِشتۍ ته وختلو او د مګدن علاقې ته لاړو.