متى 14

14
څوارلسم باب
د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى مرګ
1هم په دغه ورځو کښې هيروديس چې د ګليل ګورنر وو، کله چې د عيسىٰ د کارونو نه خبر شو، 2نو هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ”بې‌شکه چې دا بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے. هغه د مړو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“ 3ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو، 4په دې وجه چې يحيىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د دې سره نِکاح کول په تا حرام دى.“ 5هيروديس به هغه مړ کړے وو خو د خلقو نه يرېدلو ځکه چې خلقو هغه نبى ګڼلو. 6خو د هيروديس د سالګرې په ورځ د هيرودياس لور د مېلمنو په وړاندې داسې وګډېدله او هيروديس دومره زيات خوشحاله شو 7چې هغۀ قسم وخوړو چې، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم.“ 8د مور په وينا هغې ووئيل چې، ”ما له دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړه.“ 9بادشاه چې دا واورېدل نو غمژن شو، خو د خپلو قسمونو او مېلمنو په وجه هغۀ دا حُکم وکړو چې دا خواست دې پوره کړے شى. 10او د يحيىٰ د سر پرې کولو حکم يې وکړو. 11نو د هغۀ سر يې په تالى کښې ورله راوړو او جينۍ له يې ورکړو او هغې خپلې مور له يوړو. 12بيا د يحيىٰ مريدان راغلل او د هغۀ لاش يې واخستو او ښخ يې کړو. او هغوئ لاړل او عيسىٰ ته يې حال ووې.
پينځۀ زره سړو او ورسره ښځو او ماشومانو له روټۍ ورکول
13کله چې عيسىٰ دا خبر واورېدو نو په يوه کِشتۍ کښې هغه د هغه ځايه يو خوشى بيابان ته لاړو چې يواځې وى. خو خلق خبر شُو او په دۀ پسې د ښارونو نه پياده روان شُو. 14هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل. 15کله چې ماښام شو د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے، خلق کلو ته رُخصت کړه چې لاړ شى چې خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“ 16خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”د دوئ د تلو حاجت نشته، تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ.“ 17هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره دلته نور څۀ نشته خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“ 18هغۀ وفرمائيل، ”دا ما له راوړئ.“ 19بيا هغۀ خلقو ته حکم ورکړو چې په کبل پېنډه جوړه کړئ. بيا هغۀ دا پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې او هغه يې مريدانو له ورکړې او مريدانو هغه په خلقو تقسيم کړې. 20هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او هغوئ چې پاتې شوې ټوکړې راټولې کړې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې. 21نو خوا او شا پينځۀ زره سړو دغه روټۍ خوړلې وه چې ښځې او ماشومان په کښې شمار نۀ وُو.
په اوبو باندې ګرځېدل
22بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کِشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې ته لاړ شى او د خلقو ګڼه يې خوره کړه. 23او چې خلق يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چې يواځې دُعا وکړى او کله چې ماښام ناوخته شو، هغه هلته يواځې وو. 24په هم هغه وخت کښې مريدانو ته د وچې نه ډېر وړاندې په اوبو کښې تکليف جوړ شو ځکه چې کشتۍ د سختو چپو او د مخالف هوا په وجه په درياب کښې په چورليدو وه. 25عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه روان وو او د مريدانو خوا ته راغلو. 26هر کله چې مريدانو هغه د اوبو دپاسه روان وليدو نو هغوئ ويرېدل، او چغې يې کړې، ”دا خو پيرے دے.“ 27عيسىٰ ورته سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“ 28پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، کۀ چرې دا تۀ يې نو ما ته حُکم راکړه چې زۀ هم د اوبو دپاسه درشم.“ 29عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”راځه.“ بيا پطروس د کِشتۍ نه کوز شو او د اوبو دپاسه د عيسىٰ خوا ته ورروان شو. 30خو هر کله چې هغۀ د طوفان زور وليدلو نو هغه وويرېدو، او چې ډوبېدو نو چغې يې کړې چې، ”مالِکه، ما بچ کړه.“ 31عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“ 32هغوئ چې کله په کِشتۍ کښې سوارۀ شول بيا طوفان ودرېدلو. 33نو په کشتۍ کښې ناست مريدان ورته په سجده شول او وې وئيل، ”بې‌شکه، چې تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“
د ګِنيسرت په علاقه کښې بيماران جوړول
34کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل. 35د هغه ځائ خلقو عيسىٰ وپېژندو او ګېرچاپېره خلق يې خبر کړل او ټول بيماران يې ورله راوستل. 36او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ ته دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغوئ بلکل روغ رمټ شول.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

متى 14: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល