متى 16

16
شپاړسم باب
د نښو غوښتل
1فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“ 2هغۀ جواب ورکړو چې، ”تاسو په ماښام کښې وايئ چې موسم به ښۀ شى ځکه چې آسمان سور دے، 3او د سحر په وخت وايئ چې نن به سيلۍ راشى ځکه چې آسمان سور او دوند دے. تاسو د آسمان د مخ تعبير کولے شئ خو د زمانو په نښو نۀ پوهېږئ. 4دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.“ نو بيا هغه ترې روان شو او هغوئ يې پرېښودل.
د فريسيانو او صدوقيانو خمبيره
5خو کله چې هغوئ بلې غاړې ته واوړېدل نو بيا مريدانو ته دا پته ولګېده چې روټۍ ورنه د ياده وتلې ده. 6عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د فريسيانو او د صدوقيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ.“ 7هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ روټۍ نۀ ده راوړې.“ 8عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ د څۀ په حقله خبرې کوى، نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”اے بې‌ايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟ 9تاسو لا تر اوسه نۀ پوهېږئ؟ ولې تاسو ته هغه پينځۀ روټۍ د پينځۀ زره کسانو دپاره يادې نۀ دى، او تاسو څومره ټوکرۍ ترې اوچتې کړې وې؟ 10بيا هغه اووۀ روټۍ د څلورو زرو کسانو دپاره، او څومره غټې ټوکرۍ تاسو ته پاتې شوې وې؟ 11تاسو څنګه په دې خبره پوهه نۀ شوئ چې ما خو د روټۍ ذکر نۀ کولو؟ ما درته فرمائيلى وُو چې د فريسيانو او صدوقيانو د خمبيرې نه به ځان ساتئ.“ 12بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.
د حضرت عيسىٰ په حقله د پطروس اِقرار
13خو کله چې هغوئ د قيصريه فيليپى علاقې ته راغلل نو عيسىٰ د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې اِبن آدم څوک دے؟“ 14هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، څۀ دې الياس ګڼى، او څۀ نور دې اوس هم يرمياه يا د نبيانو نه يو ګڼى.“ 15هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ وايئ، چې زۀ څوک يم؟“ 16شمعون پطروس جواب ورکړو، ”تۀ مسيح د ژوندى خُدائ پاک زوئ يې.“ 17بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”اے د يوحنا زويه شمعونه، تۀ بې‌شکه بختور يې. تا دا خبره د فانى انسان نه نۀ ده زده کړې بلکې زما آسمانى پلار دا ستا په زړۀ کښې اچولې ده. 18خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى. 19زۀ به تا له د آسمان د بادشاهۍ چابيانې درکړم، تۀ چې په زمکه څۀ منع کړې هغه به په آسمان کښې هم منع شى، او څۀ چې تۀ په زمکه روا کړې هغه به په آسمان کښې هم روا شى.“ 20بيا هغۀ مريدان په سختۍ سره منع کړل چې، ”هيچا ته مۀ وايئ چې هغه مسيح دے.“
د حضرت عيسىٰ د مرګ او د بيا ژوندى کېدو په حقله پېشګوئې
21د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“ 22بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې ورته ووئيل چې، ”خُدائ دې نۀ کړى مالِکه، په تا دې داسې هيڅکله هم ونۀ شى.“ 23بيا عيسىٰ مخ ورواړولو او پطروس ته يې وفرمائيل، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ زما د لارې خنډ يې، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“ 24بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى. 25څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى. 26کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟ 27ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى. 28زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې تر هغې به نۀ مرى ترڅو چې هغوئ اِبن آدم خپلې بادشاهۍ ته په راتلو ونۀ وينى.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

متى 16: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល