13
ديارلسم باب
د زميندار مِثال
1هم په دغه ورځ عيسىٰ د کور نه بهر شو او د درياب په غاړه کښېناستو. 2او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې کشتۍ ته وختلو او هلته کښېناستو او ټول خلق ورته د درياب په غاړه ودرېدل. 3هغۀ هغوئ ته ډيرې خبرې په مِثالونو کښې وکړې. هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”واورئ، يو زميندار د کروندې دپاره بهر لاړو. 4نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو نو مارغان راغلل هغه يې وخوړو. 5څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو خو چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه. 6خو چې نمر راوختلو نو هغه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شُو ځکه چې جرړې يې نۀ وې. 7څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو. 8او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او غله يې وکړه، ځينې يو په سل، ځينې يو په شپېتۀ او ځينې يو په دېرش. 9کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى هغه دې واورى.“
د مثال مقصد
10مريدان عيسىٰ ته ورنزدې شول او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ دوئ ته په مِثالونو کښې خبرې ولې کوې؟“ 11هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې. 12ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى. 13ځکه زۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې خبرې کوم، ځکه چې، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“ 14په هغوئ کښې د يشعياه نبى يوه پېشګوئې پوره کيږى چې وائى، ”تاسو به يې بيا بيا اورئ خو پوهېږئ به پرې نه، تاسو به يې په سترګو وينئ خو رسېږئ به پرې نه. 15ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، غوږونه يې کاڼۀ شوى او سترګې يې پټې شوې دى. ګنې د هغوئ سترګو خو به ليدل، د هغوئ غوږونو به اورېدل او د هغوئ زړونه به پوهېدل، او بيا به هغوئ واپس راګرځېدلى وے او ما به روغ کړى وے.“ 16خو ستاسو سترګې بختورې دى ځکه چې وينئ، او ستاسو غوږونه بختور دى ځکه چې اورئ. 17زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د ډېرو نبيانو او زبرګانو دا ارمان وو چې هغه څۀ ووينى څۀ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل، او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ ورېدل.
د زميندار د مِثال تشريح
18نو بيا د زميندار مِثال واورئ. 19کله چې يو کس د خُدائ پاک د بادشاهۍ کلام اورى خو پوهيږى پرې نه، نو شېطان راشى او هغه څۀ ترې هم وباسى څۀ چې د هغۀ په زړۀ کښې کَرلے شوى وى، دا هغه څۀ دى څۀ چې په لاره کَرلے شوى وُو. 20په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى. 21خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى. 22په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بېمېوې پاتې شى. 23خو کوم تخم چې په زرخيزه زمکه پرېوځى د دې مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام اورى، پرې پوهه شى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه راوړى.“
د غنمو په مينځ کښې د جمدر مِثال
24عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان بادشاهى داسې ده چې يو سړے په خپل پټى کښې ښۀ تخم وکَرى. 25او کله چې څوک اودۀ وى او دشمن يې راشى او په هغه زمکه ورته د غنمو سره جمدر هم وکَرى او لاړ شى. 26هر کله چې فصل زرغون شى او وَږى وباسى نو جمدر په کښې ښکاره شى. 27او د زميندار نوکران خپل مالِک له لاړ شى او ورته وائى، نېکه، په کوم پټى کښې چې تاسو ښۀ تخم کَرلے وو هغه خو اوس د جمدرو نه ډک دے. 28هغه په جواب کښې وائى چې دا د دشمن کارونه دى. بيا هغوئ ووائى چې، مونږ لاړ شُو او دغه جمدر ترې وکاږو؟ 29هغۀ جواب ورکړو چې، نه، کله چې تاسو جمدر وکاږئ هسې نه چې غنم هم ورسره وکاږئ. 30پرېږدئ چې دواړه يو ځائ پاخۀ شى، نو د لَو په وخت به زۀ لَوګرو ته ووايم چې اول جمدر وريبئ او د سوزولو دپاره يې ګېډۍ کړئ، پس له هغې نه غنم وريبئ او زما درمند ته يې راوړئ.“
د شړشم د دانې او خمبيرې مِثال
31او يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان د بادشاهۍ مِثال د شړشمو د هغه تخم په شان دے کوم چې يو سړى راواخستو او په خپل پټى کښې يې وکَرلو. 32دا تخم اګر چې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى خو کله چې دا لوئ شى نو دا د باغ د هرې بلې کروندې نه لوئ شى، او داسې بوټے شى چې د هوا مارغان راځى او د هغې په څانګو کښېنى.“ 33عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“
د مِثالونو استعمال
34عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولې خبرې په مِثالونو کښې وکړې او رښتيا خو دا دى چې يوه خبره يې هم بېمثاله ونۀ کړه. 35دا د نبى د پېشګويۍ تصديق وو چې، ”زۀ به د خبرو شروع په مِثالونو سره وکړم، او هغه خبرې به څرګندې کړم چې د دُنيا د پېدايښت راسې پټې ساتلے شوې دى.“
د جمدر د مِثال تشريح
36هغۀ بيا خلق رُخصت کړل او کور ته ورننوتو او مريدان ورله راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ په پټى کښې د جمدر په مِثال پوهه کړه.“ 37هغۀ په جواب کښې وفرمائيل چې، ”اِبن آدم زميندار دے څوک چې ښۀ تخم کَرى، 38پټے دا دُنيا ده، ښۀ تخم د بادشاهۍ اولاد دے او جمدر د شېطان اولاد دے. 39او هغه دشمن چا چې جمدر کَرلى دى هغه اِبليس دے، لو د قيامت ورځ ده او لَوګرى فرښتې دى. 40لکه څنګه چې جمدر په آخره کښې راټولولے شى او په اور کښې سوزولے کيږى، 41دغه شان په آخره کښې به اِبن آدم خپلې فرښتې ولېږى او د هغۀ د بادشاهۍ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چې سړے پرې تيندک خورى او هغه ټول خلق چې بېشرعې کارونه کوى 42دوئ به د اور بټۍ ته وغورزوى يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى. 43او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى. څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.
درې مِثالونه
44د آسمان بادشاهى د هغه خزانې په مِثال ده چې په پټى کښې پټه وى. کوم سړى چې دا وموندله نو بيا يې ښخه کړه او په خوشحالۍ يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه پټے يې پرې واخستو. 45د آسمان د بادشاهۍ دا يو بل مِثال دے چې يو سوداګر د ښو ملغلرو په تلاش کښې وو. 46هغۀ يوه ډېره غوره ملغلره وموندله او د هغې د حاصلولو دپاره يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه يې واخسته. 47بيا د آسمان بادشاهى د هغه جال په شان ده چې سمندر ته واچولے شو او په کښې رنګارنګ ماهيان راګېر شُو. 48هر کله چې ډک شو نو غاړې ته يې راښکلو، نو بيا سړى ورته کښېناستل او ښۀ ماهيان يې ترې نه جدا کړل او په ټوکرو کښې يې واچول او خراب يې ترې وغورزول. 49دغسې به د قيامت ورځ وى، فرښتې به ورشى او نېکان به د بدکارانو نه راجدا کړى، 50او بدکاران به د اور بټۍ ته وغورزوى، يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.“
نوې او زړې خزانې
51عيسىٰ ورنه تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې ټولو خبرو ورسېدئ؟“ او هغوئ دا جواب ورکړو چې، ”آو.“ 52بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو اُستاذ زده کړې ته کښېناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزونه راوباسى.“
د حضرت عيسىٰ په ناصرت کښې رد کېدل
53څۀ وخت چې عيسىٰ د مِثالونو بيان ختم کړو نو هغه د هغه ځائ نه روان شو، 54او خپل ښار ته راغلو چرته چې هغۀ خلقو ته د هغوئ په عبادتخانو کښې تعليم ورکولو. نو هغوئ حېران شول او تپوس يې ترې وکړو چې، ”دا حکمت او د معجزو طاقت يې له کومه ځايه حاصل کړے دے؟ 55ولې دے د ترکاڼ زوئ نۀ دے؟ ولې د دۀ مور مريم نۀ ده او د دۀ وروڼه يعقوب، يوسف، شمعون او يهوداه نۀ دى څۀ؟ 56او ولې د دۀ ټولې خوېندې دلته زمونږ سره نۀ دى څۀ؟ نو بيا دا حکمت دۀ چرته زده کړے دے؟“ 57دغه شان هغوئ هغه رد کړو. خو عيسىٰ په دې وينا مجبور شو چې، ”د نبى په هر ځائ کښې عزت وى بغېر د خپل ښار او د خپلو خپلوانو او د خپل خاندان نه.“ 58هغۀ هلته زياتې معجزې ښکاره نۀ کړې ځکه چې د هغوئ ايمان نۀ وو.