10
لسم باب
د حضرت عيسىٰ دولس مريدان
1بيا عيسىٰ خپل دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو شړلو او د هر قِسم بيماريانو او مرضونو شفا اختيار ورکړو. 2د هغه دولسو مريدانو نومونه دا دى، اول شمعون چې پطروس ورته وائى او د هغۀ ورور اندرياس، د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا، 3فيليپوس او برتلماۍ، توما او متى محصولچى، د حلفى زوئ يعقوب او تدى، 4شمعون ننګيالے او يهوداه اِسکريوتى، يعنې هغه سړے چې په عيسىٰ يې جاسوسى وکړه.
رسولانو ته هدايت
5عيسىٰ دا دولس کسان د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”د غېر يهودى قومونو په طرف مۀ ځئ او د سامريانو ښار ته مۀ ننوځئ، 6خو د هغې په ځائ د بنى اِسرائيلو د خاندان ورکو شوو ګډو له لاړ شئ. 7او په تلو تلو کښې دا پېغام ورکوئ چې د آسمان بادشاهى رانزدې شوې ده. 8بيماران جوړَوئ، مړى ژوندى کوئ، جذاميان پاکوئ او پيريان شړئ. تاسو ته دا اختيار مفت درکړے شو او مفت يې ورکوئ. 9سرۀ زر يا سپين زر يا تانبه په خپلې تيلۍ کښې مۀ اخلئ. 10د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے. 11کوم ښار يا کلى ته چې تاسو ننوځئ نو د داسې يو عزتمند سړى کور ته ورځئ چې د ورتلو قابل وى، او هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ. 12کوم کور ته چې تاسو ننوځئ، د هغوئ سلامتى غواړئ. 13کۀ هغه د دې لائق وى نو ستاسو سلامتى به ورورسيږى، او کۀ لائق نۀ وى نو ستاسو سلامتى به واپس تاسو ته راوګرځى. 14خو کۀ چرې څوک تاسو قبول نۀ کړى او غوږ درته ونۀ نيسى نو چې کله تاسو هغه کور يا ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ. 15زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په ورځ د قيامت به د سدوم او د عموره د خلقو حال د دې ښار د خلقو د حال نه ښۀ وى.
د راتلونکى عذاب په حقله
16ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ. 17خبردار اوسئ چې دوئ به تاسو عدالتونو ته حواله کوى او په خپلو عبادتخانو کښې به مو په کوړو وهى، 18او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېريهوديانو دپاره ګواهان شئ. 19خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ نو د دې سوچ مۀ کوئ چې تاسو به څۀ او څنګه ووايئ. چې وخت راشى نو هغه خبرې به په خپله ستاسو خولې ته راشى چې تاسو ته يې ضرورت وى. 20ځکه کومې خبرې چې تاسو کوئ دغه به تاسو په خپله نۀ کوئ، خو ستاسو په ذريعه به ستاسو د آسمانى پلار روح خبرې کوى. 21ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى. 22ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى. 23کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى. 24شاګرد د خپل اُستاذ نه لوئ نۀ وى او نۀ نوکر د خپل مالِک نه. 25د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. کۀ د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلے شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړے شى.
د چا نه يرېدل په کار دى
26نو د هغوئ نه يره مۀ کوئ ځکه چې داسې پټ څيز نشته چې ښکاره به نۀ شى، او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى. 27څۀ چې زۀ تاسو ته په تيارۀ کښې وايم نو تاسو يې په رڼا کښې وايئ. څۀ چې تاسو ته په غوږ کښې ووئيلے شى هغه تاسو د چت دپاسه په چغو وايئ. 28د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى. 29ولې دوه چڼچڼې په يوه پېسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغېر يوه هم په زمکه نۀ راپرېوځى. 30خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. 31نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بېشمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.
د خلقو په وړاندې د مسيح اِقرار کول
32هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم. 33خو هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ نه اِنکار وکړم.
امن نه خو جنګ
34تاسو دا خيال مۀ کوئ چې زۀ ګنې دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم. نه، زۀ د امن راوستو دپاره نه، خو د جنګ دپاره راغلے يم. 35زۀ دې له راغلے يم چې سړے د خپل پلار خلاف شى، لور د مور، او اِنږور د خواښې. 36او د سړى دشمنان به د هغۀ د کور خلق وى. 37داسې کس زما قابل نۀ دے چې د خپل مور پلار سره زما نه زياته مينه کوى او هغه څوک هم چې زما نه زياته مينه د خپل زوئ يا لور سره کوى. 38داسې خلق زما جوګه نۀ دى څوک چې خپله سولۍ نۀ پورته کوى او زما په نقش قدم نۀ ځى. 39څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.
اجر
40څوک چې تاسو قبلوى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى نو هغه هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. 41هر هغه څوک چې يو نبى د نبى په نوم قبلوى هغۀ ته به د نبى اجر ملاويږى، او هر هغه څوک چې يو صادق د صادق په نوم قبلوى، هغۀ ته به د صادق اجر ملاويږى. 42هر هغه څوک کۀ يو جام يخې اوبۀ دې ورکوټى له په دې وجه ورکړى چې هغه زما مريد دے، نو زۀ درته دا وايم چې هغه کس به بېاجره پاتې نۀ شى.“