متى 9

9
نهم باب
د يو شل سړى روغول
1نو عيسىٰ په کشتۍ کښې کښېناستو او د سيند بلې غاړې ته خپل ښار ته راغلو 2نو ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښې پروت راوړو. د هغوئ ايمان يې چې وليدو نو عيسىٰ هغه شل سړى ته وفرمائيل چې، ”زما زويه، خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.“ 3په دې ځينې د شرعې عالمانو د ځان سره ووئيل چې، ”دا يې لا څۀ کُفر ووئيلو.“ 4عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړۀ کښې څۀ تير شول نو ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو داسې بد خيالونه ولې کوئ؟ 5آيا دا آسانه خبره ده چې ووائى چې ګناهونه دې معاف شُو او کۀ دا چې ووائى چې پاڅه او وګرځه؟ 6نو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، بستره دې واخله او کور ته ځه،“ 7او هغه پاڅېدو او کور ته لاړو. 8خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.
متى ته دعوت ورکول
9څنګه چې عيسىٰ له دې ځايه لاړو نو هغۀ متى نومې سړے د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ متى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو. 10څۀ وخت چې عيسىٰ د متى په کور کښې د خپلو مريدانو سره روټۍ ته ناست وو نو ډېر محصولچيان او بدکاران راغلۀ او د دوئ سره په دسترخوان کښېناستل. 11او چې کله فريسيانو دا وليدل نو د هغۀ مريدانو ته يې وفرمائيل چې، ”دا ستاسو اُستاذ د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ ته ناست دے؟“ 12عيسىٰ چې دا واورېدل نو وې فرمائيل چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى. 13لاړ شئ او د دې صحيفو په معنىٰ ځان پوهه کړئ چې، ”زۀ رحم غواړم، نه چې قربانى.“ زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو ته.“
د روژې په حقله تپوس
14خو بيا د يحيىٰ مريدان عيسىٰ له راغلل او دا تپوس يې ترې وکړو چې، ”څۀ وجه ده چې مونږ او فريسيان خو روژې نيسو خو ستا مريدان يې نۀ نيسى؟“ 15عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو چرته جنجيان د وادۀ د زلمى سره په ژړا ناست ليدلى دى څۀ؟ خو يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى. 16هيڅ څوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه نۀ لګوى ځکه چې دا پيوند به چُوغه نوره هم شلوى او نور لوئ سورے به په کښې جوړ شى. 17کله هم څوک نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ځکه چې مشکونه به وشليږى او مے به يې توئ شى او مشکونه به تباه شى، خو نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچولے شى، او دغه شان به دواړه بچ شى.“
د ښځې او جينۍ په ايمان سره روغول
18عيسىٰ لا دا خبرې کولې چې هغۀ ته د عبادتخانې يو مشر راغلو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل چې، ”په دې ساعت مې لور مړه شوه، خو تۀ ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده نو هغه به ژوندۍ شى.“ 19عيسىٰ پاڅېدو، او هغۀ سره روان شو او مريدان هم ورسره لاړل. 20نو سمدستى يوه ښځه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله، د شا د طرفه راغله او د هغۀ د چُوغې لمن له يې لاس وروړو 21ځکه چې د هغې دا باور وو چې، ”کۀ زۀ صرف د هغۀ جامو له لاس هم وروړم، نو جوړه به شم.“ 22خو عيسىٰ مخ ورواړولو او هغه يې وليده او ورته يې وفرمائيل، ”ډاډه اوسه، زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې.“ او په هم هغه ساعت هغه روغه شوه. 23کله چې عيسىٰ د مشر کور ته راغلو نو هغۀ د شپېلۍ غږوونکو او ډېرو خلقو د ژړا انګولا او د جنازې د ساز ډله وليدله، 24خو هغۀ وفرمائيل چې، ”اخوا شئ، جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ خو هغوئ ورپورې وخندل. 25څۀ وخت چې ګڼه ګوڼه بهر کړے شوه نو هغه ورننوتو او جينۍ يې د لاسه ونيوله، نو هغه راپاڅېده. 26دا خبره په ټوله علاقه کښې خوره شوه.
د دوو ړندو سړو روغول
27کله چې عيسىٰ وړاندې لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسې شول او دا چغې يې وهلې، ”اے د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“ 28کله چې هغه کور ته دننه شو نو هغه ړاندۀ سړى ورله راغلل او عيسىٰ ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې يقين لرئ چې، زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“ 29بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“ 30نو د هغوئ سترګې بينا شوې. عيسىٰ په سخته هغوئ ته وفرمائيل، ”ګورئ چې څوک درنه په دې کار خبر نۀ شى.“ 31خو هغوئ چې بهر ووتل نو په ټوله علاقه کښې يې د هغۀ په حقله دا خبره خوره کړه.
د يو چاړا سړى روغول
32هغوئ په وتو کښې وُو چې څۀ کسانو يو سړے عيسىٰ له راوستو چې په ژبه چاړا وو او خبرې يې نۀ شوې کولے ځکه چې هغه پيريانو نيولے وو. 33او کله چې پيرے يې ترې وشړلو، نو د هغۀ ژبه ګويا شوه. ټول خلق حق حېران شول او وې وئيل چې، ”په بنى اِسرائيلو کښې هيڅکله هم داسې نۀ دى شوى.“ 34خو فريسيانو ووئيل چې، ”د پيريانو د سردار په مدد دے پيريان شړى.“
په خلقو د عيسىٰ مسيح زړۀ وسوزېدلو
35دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو او ښارونو کښې ګرځېدو او د هغوئ په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د بادشاهۍ زېرے يې ورکولو او هره بيمارى او هره کمزورتيا يې روغوله. 36کله چې هغۀ د خلقو ګڼه وليده نو په هغوئ يې زړۀ وسوزېدلو. هغوئ لکه د هغه ګډو په شان پرېشانه او بې‌وسه وُو چې شپون ورسره نۀ وى. 37بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”فصل ډېر دے خو مزدوران لږ دى. 38د دې دپاره تاسو د فصل مالِک ته خواست وکړئ چې هغه د فصل رېبلو دپاره مزدوران راولېږى.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

متى 9: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល