متى 11

11
يوولسم باب
د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى پېغام وړُونکى حضرت عيسىٰ له لېږل
1کله چې عيسىٰ خپلو دولسو مريدانو ته هدايت ورکول ختم کړل نو بيا هغه د هغه ځائ نه روان شو چې د هغوئ په ښارونو کښې تعليم ورکړى او بيان وکړى. 2کله چې يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے په قېدخانه کښې د مسيح د کارونو نه خبر شو، نو خپل يو څو مريدان يې ورولېږل چې د عيسىٰ نه دا تپوس وکړى چې، 3”ولې هغه راتلونکے تۀ يې څۀ؟ او يا کۀ نه، مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“ 4عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”لاړ شئ، څۀ چې تاسو اورئ او ګورئ، هغه يحيىٰ ته ووايئ 5چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى. 6او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“ 7څۀ وخت چې د يحيىٰ مريدان واپس رُخصت شول نو عيسىٰ خلقو ته د يحيىٰ په حقله دا وفرمائيل، ”تاسو د څۀ ليدلو دپاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چې باد خوځوله څۀ؟ 8نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې ښکلې او نرمې جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، هغه څوک چې نرمې جامې اچوى هغه په محلونو کښې اوسيږى. 9نو بيا تاسو بهر د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ د يو نبى ليدلو ته؟ آو، رښتيا چې د يو نبى نه هم څۀ ډېر لوئ. 10دا هغه څوک دے چې د چا په حقله چې ليکلے شوى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.“ 11زۀ تاسو ته رښتيا وايم د زمکې په مخ بل څوک د يحيىٰ بپتسمه ورکونکى نه لوئ نشته خو بيا هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د ټولو نه کمزورے کس د هغۀ نه لوئ دے. 12د بپتسمه ورکونکى يحيىٰ د راتلو د ورځو نه پس لا تر اوسه د آسمان په بادشاهۍ زور کولے شى او زورَور يې په زور رانيسى. 13ځکه چې د يحيىٰ د راتلو نه وړاندې ټولو نبيانو او د موسىٰ شريعت د دې وخت انتظار کړے وو. 14نو کۀ تاسو غواړئ چې هغه ومنئ نو هغه په خپله الياس دے څوک چې راتلونکے دے. 15څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى. 16زۀ د دې پيړۍ مِثال څنګه درکړم؟ دوئ لکه په بازار کښې د ناستو ماشومانو په شان دى چې يو بل ته نعرې وهى چې، 17”مونږ درته شپيلۍ وغږوله او تاسو ګډ نۀ شوئ، مونږ درته ځان ووهلو او وير مو وکړو خو تاسو ونۀ ژړل.“ 18ځکه کله چې يحيىٰ روژه په خولۀ راغلو نو هغوئ وئيل چې هغه پيرى نيولے دے. 19اِبن آدم په خوړلو څښلو ورته راغلو او دوئ وائى چې دۀ ته ګورئ، يو ګيډور او شرابى، د محصولچيانو او بدکارانو ملګرے. خو بيا هم خلقو ته حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“
په بې‌ايمانه ښارونو افسوس
20نو بيا عيسىٰ په توبه نۀ کولو د هغه ښارونو خلق ملامته کړل چرته چې هغۀ ډيرې معجزې سر ته رسولې وې. 21هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه. 22خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د صور او صيدا حال ستاسو د حال نه ښۀ وى. 23او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې. ځکه چې کومې معجزې چې په تا کښې ښکاره کړے شوې، کۀ په سدوم کښې شوې وے نو سدوم به تر ننه آباد وو. 24خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د سدوم د خلقو حال ستاسو د حال نه ښۀ وى.“
د آرام دپاره ما ته راشئ
25په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. 26آو، پلاره، دا ستا رضا وه. 27هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى. 28اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم. 29زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. 30ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

متى 11: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល