ملاکى 4

4
څلورم باب
د مالِک خُدائ د قيامت ورځ
1مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى. 2خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى. 3په هغه ورځ کله چې زۀ دا کار وکړم نو تاسو به بدعمله لکه د ايرو په شان د پښو لاندې کړئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 4”زما د خِدمت کوونکى موسىٰ شريعت او هغه احکام، او فرمانونه چې ما هغۀ ته په سينا غر باندې د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره ورکړى وُو ياد ساتئ. 5ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم. 6هغه به د پلارانو زړونه خپلو بچو ته مائل کړى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، او د بچو زړونه به خپلو پلارانو طرف ته مائل کړى، هسې نه چې زۀ راشم او ستاسو په مُلک د ورانولو فېصله نازله کړم.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

ملاکى 4: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល