ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم. هغه به د پلارانو زړونه خپلو بچو ته مائل کړى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، او د بچو زړونه به خپلو پلارانو طرف ته مائل کړى، هسې نه چې زۀ راشم او ستاسو په مُلک د ورانولو فېصله نازله کړم.“