اعمال 21

21
يوويشتم باب
د پولوس رسول يروشلم ته سفر
1کله چې مونږ د هغوئ نه رُخصت شُو او جهاز روان شو، نو مونږ نېغ د قوس جزيرې ته راغلو او په بله ورځ رودوس ته او د هغه ځائ نه پاترا ته لاړُو. 2هلته مونږ يوه کشتۍ ولاړه وليده چې فينيکې ته تياره وه. مونږ وروختلو او په هغې کښې مو سفر وکړو. 3مونږ په لاره کښې د قبرص جزيره وليده او ترې نه په ګس لاس تير شُو. مونږ شام ته سفر جارى وساتلو او په صور کښې کوز شُو ځکه چې هلته يې د کشتۍ نه سامان کوزولو. 4مونږ مريدان وموندل او هلته يوه هفته ورسره ايسار شُو. هغوئ د روحُ القُدس په هدايت پولوس ته ووئيل چې، ”يروشلم ته مۀ ځه.“ 5نو کله چې زمونږ ورځې پوره شوې نو مونږ له هغه ځائ نه په خپل سفر روان شُو. او هغوئ ټول سره د ښځو او بچو، مونږ سره د ښار نه بهر راووتل او هلته مونږ د سمندر په غاړه په سجده شُو او د خُدائ پاک نه مو دُعا وغوښتله. 6بيا مونږ يو بل سره خُدائ په امانى وکړه او مونږ کشتۍ ته وختلو او هغوئ خپل کور ته واپس لاړل. 7د صور نه زمونږ سفر جارى وو او بيا مونږ پتوليمَس ته راغلو، او مونږ د ايماندارانو سره مِلاو شُو او د هغوئ سره د يوې ورځې دپاره پاتې شُو. 8په بله ورځ مونږ روان شُو او قيصريه ته راغلو، او مونږ د فيليپوس مېلمانۀ شُو چې د زيرى دعوت ورکوونکے وو. او هغه د هغه اوو کسانو نه يو وو څوک چې د خوراک تقسيمولو دپاره غوره کړے شوے وو. 9د هغۀ څلور پېغلې لوڼه وې چې نبوت به يې کولو. 10مونږ چې هلته يو څو ورځو دپاره ايسار وُو نو د يهوديه نه اګابوس نومې يو نبى راغلو. 11هغه مونږ له راغلو، او د پولوس ملابند يې واخستو او په دې يې خپل لاس او پښې وتړل او وې وئيل چې، ”روحُ القُدس دا وائى چې په يروشلم کښې به يهوديان په دې طريقه د دې ملابند مالِک وتړى او هغه به غېر‌يهوديانو ته په حواله کړى.“ 12مونږ چې دا خبرې واورېدلې نو مونږ او نورو مقامى ايماندارانو پولوس ته منت وکړو چې يروشلم ته لاړ نۀ شى. 13خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“ 14بيا چې هغۀ ونۀ منل نو مونږ چُپ پاتې شُو او ومو وئيل چې، ”د مالِک مرضى دې پوره شى.“ 15مونږ د دې نه پس د تلو بندوبست وکړو او يروشلم ته روان شُو. 16د قيصريه نه څۀ مريدان هم مونږ سره راغلل او مونږ يې د مناسون کور ته راوستُو چې د قبرص اوسېدونکے وو او پخوانے مريد وو او مونږ د هغۀ سره پاتې شُو.
د پولوس رسول او يعقوب په يروشلم کښې ملاقات
17کله چې مونږ يروشلم ته راورسېدو ايماندارانو وروڼو راته تود هرکلے ووئيلو. 18په بله ورځ پولوس مونږ سره د يعقوب مِلاوېدو له لاړو او ټول مشران هم هلته موجود وُو. 19هغوئ سره د مِلاوېدو نه پس پولوس ورته هغه هر څۀ چې خُدائ پاک د هغۀ د خِدمت په وسيله په غېر‌يهوديانو کښې کړى وُو يو يو په تفصيل سره بيان کړل. 20کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله. بيا هغوئ پولوس ته ووئيل، ”تۀ ګورې وروره چې په يهوديانو کښې څومره په زرګونو کسانو ايمان راوړے دے او هغوئ ټول د شريعت په حقله ښۀ سرګرم دى. 21هغوئ ته ستا په حقله وئيل شوى دى چې تۀ هغه ټولو يهوديانو ته چې په غېر‌يهوديانو کښې اوسى، دا تعليم ورکوې چې د موسىٰ نه راواوړئ. او تۀ هغوئ ته وائې چې خپل بچى مۀ سنتوئ يا زمونږ رِواجونه مۀ کوئ. 22نو مونږ څۀ وکړو؟ هغوئ به يقيناً خبر شوى وى چې تۀ راغلے يې. 23نو تۀ هغه څۀ کوه چې مونږ درته وايو. مونږ سره څلور سړى دى چې نذر يې منلے دے. 24تۀ دوئ د ځان سره کړه او خپل ځان ورسره پاک کړه، د هغوئ د سرکلى پېسې هم تۀ ورکړه، نو چې دوئ خپل سرونه وخرائى. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې ستا په باب کښې وئيلے شوې خبرې رښتيا نۀ دى، بلکې تۀ په خپله هم په شريعت عمل کوې او خيال يې ساتې. 25خو ترڅو چې د ايماندار شوو غېر‌يهوديانو خبره ده مونږ هغوئ ته خط ورلېږلے دے چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ.“ 26نو پولوس په بله ورځ هغه څلور سړى د ځان سره بوتلل او د هغوئ سره د ځان پاکولو نه پس هغه د خُدائ کور ته لاړو چې د هغه تاريخ اعلان وکړى په کوم چې د پاکېدو وخت پوره کيږى او د هر يو دپاره به نذرانه ورکړى.
د خُدائ په کور کښې د پولوس رسول ګرفتارى
27کله چې اووۀ ورځې پوره کېدې نو د آسيه صوبې يهوديانو پولوس د خُدائ په کور کښې وليدلو. هغوئ ټوله ګڼه ولمسوله او هغه يې ونيولو، 28او چغې يې کړلې، ”اے بنى اِسرائيلو. زمونږ مدد وکړئ. دا هغه سړے دے چې هر چا ته او هر چرته زمونږ د خلقو او زمونږ د شريعت خلاف تعليم ورکوى او زمونږ د خُدائ د کور بې‌حرمتى کوى. د دې نه لويه خبره دا ده چې هغۀ يونانيان هم د خُدائ کور ته راوستى دى او دا پاک ځائ يې پرې پليت کړے دے.“ 29ځکه چې هغوئ په ښار کښې مخکښې نه د دۀ سره د اِفِسوس تروفيموس ليدلے وو او دا يې سوچ وو چې پولوس هغه د ځان سره د خُدائ کور ته ننه ايستے دے. 30ټول ښار ناقلاره شو او خلق د هر طرف نه په منډه راغلل. هغوئ پولوس ونيولو او د خُدائ د کور نه يې بهر راښکو او سمدستى دروازې بندې شوې. 31هغوئ لا د هغۀ د مرګ کوشش کولو چې د پلټنې کمان آفسر ته خبر راغلو چې په ټول يروشلم کښې اله ګوله ده. 32هغۀ سمدستى سپاهيان او د هغوئ صوبه داران د ځان سره کړل او په منډه يې د الې ګولې ځائ ته ځان ورسولو. کله چې هغوئ کمان آفسر او سپاهيان وليدل نو د پولوس وهل ټکول يې بند کړل. 33کمان آفسر راوړاندې شو، هغه يې ګرفتار کړو او حُکم يې ورکړو چې، ”دوه زولنۍ ورته واچوئ.“ بيا هغۀ تپوس وکړو چې، ”دا څوک دے او دۀ څۀ کړى دى؟“ 34په ګڼه کښې چا يوه چغه وهله او چا بله. او کله چې هغۀ د الې ګولې په وجه اصل حقيقت معلوم نۀ کړے شو نو حُکم يې ورکړو چې، ”دے قلعې ته دننه کړئ.“ 35کله چې پولوس پوړو ته ورسېدو نو د ګڼى د غصه کېدو په وجه هغه سپاهيانو په اوږو کړو، 36د خلقو ګڼه ورپسې وه او دا چغې يې وهلې چې، ”دے مړ کړئ.“
د پولوس رسول د خپل ځان صفائى پېش کول
37څنګه چې يې پولوس قلعې ته بوتلو نو هغۀ کمان آفسر ته ووئيل چې، ”زۀ تا ته يوه خبره کولے شم؟“ کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ښه. تا ته يونانى هم درځى؟ 38نو بيا تۀ هغه مِصرى نۀ يې چا چې څۀ موده مخکښې بغاوت جوړ کړے وو او څلور زره دهشتګرد يې د ځان سره بيابان ته بوتلى وُو؟“ 39پولوس جواب ورکړو چې، ”زۀ يهودى يم او د کلکيه د ترسس يم، او د دغه اهم ښار مقامى اوسېدونکے يم. ما ته اجازت راکړه چې دې خلقو ته خبرې وکړم.“ 40کله چې هغۀ ورله اجازت ورکړو نو پولوس په پوړو ودرېدو او خلقو ته يې د چپ کېدو اِشاره وکړه. او کله چې خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانۍ ژبه کښې تقرير وکړو او وې وئيل چې،

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

اعمال 21: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល