اعمال 20

20
شلم باب
د پولوس رسول مِکدونيه او يونان ته سفر
1هر کله چې اله ګوله ختمه شوه نو پولوس په مريدانو پسې خبر ولېږلو او د ډاډګيرنې نه پس يې ترې رُخصت واخستو او مِکدونيه ته لاړو. 2کله چې هغۀ په هغه علاقو کښې سفر کولو نو ايماندارانو له يې ډاډګيرنه ورکوله او هغه بيا يونان ته راغلو، 3چرته چې هغۀ درې مياشتې تېرې کړې. هغه شام ته په سمندرى جهاز کښې تلو چې يهوديانو د هغۀ خلاف يو سازش جوړ کړو نو هغۀ دا فېصله وکړه چې د مِکدونيه په لاره واپس لاړ شى. 4هغۀ سره د پرحوس زوئ سوپترس د بيريه نه، اريسترخوس او سکندس د تِسالونيکيه نه، ګايوس د دِربے نه، تيموتيوس، او ورسره تخيکوس او تروفيموس د آسيه نه، په سفر کښې ملګرى وُو. 5هغوئ مخکښې لاړل او په ترواس کښې يې زمونږ اِنتظار کولو. 6خو د پتيرې روټۍ د اختر نه وروستو مونږ د فيليپى نه په سمندرى جهاز کښې روان شُو او په پينځو ورځو کښې مونږ د هغوئ سره په ترواس کښې يو ځائ شُو او هلته مونږ يوه هفته تيره کړه.
د پولوس رسول په ترواس کښې آخرى ملاقات
7د هفتې په اوله ورځ مونږ د روټۍ دپاره راغونډ شوى وُو. پولوس خلقو ته بيان شروع کړو ځکه چې بله ورځ هغۀ غوښتل چې لاړ شى، نو تر نيمې شپې پورې يې خبرې وکړې. 8هلته پاس په بالاخانه کښې چرته چې مونږ راجمع وُو ډيرې ډيوې بلې شوې وې. 9يو زلمے چې يوتخوس نوم يې وو، په کړکۍ کښې ناست وو. د پولوس د خبرو په اوږدېدو سره خوب ورله جوټه ورکړه، او چې خوب يوړو نو د درېم چت نه ښکته زمکې ته پرېوتو. چې راوچت يې کړو نو هغه بيا مړ شوے وو. 10خو پولوس ښکته ورکوز شو او هغه يې په غېږ کښې راوچت کړو او وې وئيل، ”مۀ يرېږئ، تر اوسه پورې ژوندے دے.“ 11بيا پولوس بالاخانې ته وختلو، او د عشاء ربانى د روټۍ ماتولو نه وروستو يې د هغوئ سره تر سحره پورې خبرې وکړې او بيا هغه رُخصت شو. 12بيا هغوئ هغه زلمے خپل کور ته ژوندے بوتلو او هغوئ ټول بيا ښۀ مطمئن وُو.
د ترواس نه تر ميليتوس پورې سفر
13نو مونږ مخکښې لاړو او په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او اَسوس ته روان شُو، هلته نه پولوس هم جهاز ته راختونکے وو. ځکه چې هغۀ دا بندوبست او نيت کړے وو چې د وچې د لارې نه به لاړ شى. 14کله چې هغه مونږ سره په اَسوس کښې يو ځائ شُو نو مونږ هغه په جهاز کښې سور کړو او ميتيلينے ته يو ځائ لاړو. 15په هغه ورځ مونږ د هغه ځايه روان شُو او د خيوس جزيرې نه تير شُو. او په بله ورځ مونږ ساموس ته ورسېدو او په بل سبا مونږ ميليتوس ته ورسېدو. 16ځکه چې پولوس دا فېصله کړې وه چې د اِفِسوس نه واوړى نو هغه به د آسيه په علاقه کښې د وخت تېرولو نه بچ شى، هغۀ غوښتل چې څنګه هم کېدے شى چې د پنځوسمې اختر په يروشلم کښې تير کړى.
د پولوس رسول د اِفِسوس مشرانو سره ملاقات
17نو پولوس د ميليتوس نه اِفِسوس ته خبر ولېږلو او د جماعت مشران يې راوبلل چې هغۀ سره مِلاو شى. 18کله چې هغوئ ورله راغلل هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ته ښۀ پته ده چې د کومې ورځې نه چې ما د آسيه په زمکه اول قدم کېښودو نو ما تاسو سره څنګه وخت تير کړو. 19ما پوره په عاجزۍ او ژړا سره د مالِک خِدمت وکړو او د يهوديانو سازشونه او آزمېښتونه چې په ما راغلل هغه مې وزغمل. 20تاسو ته پته ده چې ما هيڅ څيز هم چې ستاسو د ښېګړې دپاره وو، پټ ونۀ ساتلو، بلکې ما تاسو ته د خلقو په وړاندې او کور په کور تعليم درکړے دے. 21ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ. 22او اوس د روحُ القُدس د غلام په توګه زۀ يروشلم ته روان يم، او هلته چې څۀ ما ته پېښيږى د هغې نه هيڅ خبر نۀ يم، 23خو ما ته روحُ القُدس صرف دا يو خبردارے راکوى چې په هر ښار کښې قېد او تکليفونه ستا انتظار کوى. 24خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم. 25تاسو ټولو او هغه چا ته چې ما د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کړے دے اوس زۀ په دې پوهېږم چې تاسو به کله هم زما مخ بيا ونۀ وينئ. 26نو ځکه زۀ نن دا اِعلان کوم چې زما په غاړه د چا د خُون ذمه وارى هم نشته. 27ځکه چې ما تاسو ټولو نه د خُدائ پاک مقصد او يوه خبره هم د بيانولو نه، نۀ ده پټه کړې. 28د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے. 29ما ته پته ده چې زما د تلو نه پس به په تاسو کښې داړونکى ليوان راشى او رمه به په امان پرې نۀ ږدى. 30ستاسو په ډله کښې به هم څۀ خلق داسې راپاڅى چې رښتيا به په دروغو بدل کړى او په دې به مريدان خپل ځان ته راواړوى. 31نو په دې وجه خبردار اوسئ، او دا خبره ياد ساتئ چې ما تر درېو کالو پورې شپه او ورځ په تاسو کښې هر يو ته په ژړا انګولا سره تعليم درکړو. 32او اوس زۀ تاسو خُدائ پاک او د هغۀ د فضل کلام ته حواله کوم، هغه کلام ته چې تاسو آبادوى او تاسو ته په هغوئ ټولو کښې ميراث درکوى څوک چې پاک دى. 33ما د چا نه هم د سپينو زرو او يا د سرو زرو يا د جامو خواهش نۀ دے کړے. 34تاسو ټول په خپله ښۀ خبر يئ چې ما په خپلو لاسونو کار کړے دے او د ځان او د خپلو ملګرو حاجتونه مې پوره کړى دى. 35په دې هر څۀ کښې ما تاسو ته مثال درکړو چې په دې طريقه مونږ ته په کار دى چې د غريبانانو مدد وکړو او د مالِک عيسىٰ خبرې ياد ساتو چې هغۀ په خپله فرمائيلى دى چې، د اخستو نه په ورکړه کښې برکت ډېر دے.“ 36کله چې هغۀ خبرې ختمې کړې نو پولوس د هغوئ ټولو سره خُدائ پاک ته په سجده شو او دُعا يې وغوښته. 37بيا هغوئ ټولو وژړل او پولوس له يې غاړه ورکړه او ښکل يې کړو. 38هغوئ په دې خبره زيات خفه شول چې هغۀ ووئيل چې دوئ به بيا کله هم د هغۀ مخ ونۀ وينى. بيا هغوئ ورسره تر کشتۍ پورې لاړل.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

اعمال 20: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល