YouVersion Logo
Search Icon

کولوسيان 1

1
اول باب
دُعا او وسلام
1دا خط د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په رضا د عيسىٰ مسيح رسول دے او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه، 2او په مسيح کښې هغه ايماندارانو او وفادارو وروڼو او خوېندو ته چې په کولوسى کښې دى. زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى. 3چې کله مونږ ستاسو دپاره دُعا کوُو نو مونږ د خُدائ پاک، يعنې د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار شُکر کوُو، 4ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې ستاسو په عيسىٰ مسيح ايمان دے او د ټولو مقدسينو سره مينه کوئ، 5ستاسو د هغه اُميد په وجه کوم چې په آسمان کښې ستاسو انتظار کوى. تاسو د وړاندې نه د دې اُميد په حقله په رښتينى کلام يعنې زېرى کښې اورېدلى دى. 6هم دغه زيرے چې تاسو ته راورسېدو، په ټوله دُنيا کښې خوريږى او مېوه نيسى. لکه څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې هم مېوه ونيوله د هغه ورځې نه چې تاسو د اول ځل دپاره دا زيرے واورېدو او د خُدائ پاک د فضل په حقله په حقيقت پوهه شوئ. 7تاسو زمونږ د خوږ خادِم اِپفراس نه څوک چې په خِدمت کښې مونږ سره شريک دے زده کړل. هغه د مسيح وفادار خادِم دے، او هغه ستاسو په ځائ زمونږ مدد کوى. 8هغۀ مونږ ته ستاسو د هغه مينې په حقله ووئيل چې تاسو ته روحُ القُدس درکړې ده. 9نو بيا د کومې ورځې نه چې مونږ په اول ځل ستاسو په حقله واورېدل، نو مونږ ستاسو دپاره دُعا نۀ ده بنده کړى. او د خُدائ پاک نه دا خواست کوُو چې هغه دې تاسو ته د خپلې مرضۍ پوره عِلم او روحانى پوهه او حکمت درکړى، 10د دې دپاره چې تاسو د مالِک لائق ژوند تير کړئ او په هره طريقه هغه راضى کړئ او په هر نېک کار کښې مېوه ونيسئ او د خُدائ پاک په عِلم کښې ترقى وکړئ. 11او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى. او تاسو دې په خوشحالۍ معمور شئ. 12د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ. 13هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو، 14چا کښې چې مونږ ته خلاصون، يعنې د ګناهونو نه معافى حاصله ده.
د حضرت عيسىٰ مسيح عظمت او کار
15مسيح د ناليدلى خُدائ پاک صورت او د ټولو مخلوقاتو نه اول پېدا شوے دے. 16ځکه چې د هغۀ په وسيله ټول څيزونه پېدا شول چې په آسمان کښې دى يا په زمکه، ليدونکى دى يا ناليدونکى دى، تختونه دى کۀ رياستونه کۀ حکومتونه يا اختيارات دى، هر څۀ د مسيح په وسيله او د هغۀ دپاره پېدا شُو. 17او هغه په خپله د ټولو څيزونو نه اول پېدا شوے دے او ټول څيزونه په خپله يو ځائ قائم ساتى. 18او هغه د بدن، يعنې د جماعت سر دے، هغه ازل دے، او د مړو نه اول ژوندے شوے دے د دې دپاره چې په هر څۀ کښې د هغۀ درجه اول وى. 19ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى. 20او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده. 21يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ. 22خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بې‌داغه او بې‌اِلزامه حاضر کړى، 23کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.
د جماعت دپاره د پولوس رسول خِدمت
24زۀ اوس په هغه کړاونو کښې خوشحاله يم کوم چې ستاسو دپاره تېروم. ځکه چې زۀ په خپل بدن کښې د مسيح د بدن يعنې د جماعت دپاره د مسيح د کړاونو هغه کمے پوره کوم، کوم چې لا تر اوسه پورې پاتې دے. 25د خُدائ پاک د هغه اِنتظام په مطابق زۀ د جماعت خادِم شوم چې ما ته ستاسو دپاره راکړے شوے دے، د دې دپاره چې زۀ تاسو ته د خُدائ پاک کلام پوره پوره بيان کړم، 26يعنې هغه راز کوم چې د زمانو او پيړو راسې پټ وو خو اوس دا مقدسينو ته څرګند شوے دے. 27خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېر‌يهوديانو ته هم دا بې‌حده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے. 28نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو. 29د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.

Currently Selected:

کولوسيان 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy