نو بيا د کومې ورځې نه چې مونږ په اول ځل ستاسو په حقله واورېدل، نو مونږ ستاسو دپاره دُعا نۀ ده بنده کړى. او د خُدائ پاک نه دا خواست کوُو چې هغه دې تاسو ته د خپلې مرضۍ پوره عِلم او روحانى پوهه او حکمت درکړى، د دې دپاره چې تاسو د مالِک لائق ژوند تير کړئ او په هره طريقه هغه راضى کړئ او په هر نېک کار کښې مېوه ونيسئ او د خُدائ پاک په عِلم کښې ترقى وکړئ.