YouVersion Logo
Search Icon

کولوسيان ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
پولوس رسول دا کِتاب په کولوسيانو کښې ايماندارانو ته د هغه غلط تعليم په حقله وليکلو کوم تعليم چې ايمانداران په حضرت عيسىٰ مسيح کښې د خپل نوى شناخت نه منع کوى. هغۀ دې خبرې ته زور ورکړو چې حضرت عيسىٰ مسيح څنګه په شېطانى طاقتونو او ټولو انسانى قوانينو اختيار لرى. هغه، هغه مالِک دے چا چې د تيارو طاقتونو ته په سولۍ باندې شکست ورکړو او ټول ايمانداران د هغۀ دا طاقت استعمالوى. پولوس رسول په خلقو دا زور راوړى چې د ګناه په ضد په خپل ژوند کښې جنګ وکړئ، چې مقدس پاتې شى او د صحيح ايماندارانو کورنۍ په شان ژوند وکړئ. لازمى ده چې د خُدائ پاک غوره کړے شوى خلق د ګناه ژوندون نه واوړى او د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق پاک ژوند تېروى، او حضرت عيسىٰ مسيح ته داسې ګورى چې هم هغه د جماعت سر دے. پولوس رسول فرمائى چې، په دې طريقې سره د ژوند تېرولو قابليت د دې وعدې نه راځى، ”مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے.“ او دا هغه طاقت دے چې په نورو مذهبى قواعدو کښې نۀ راځى. د حفظ کولو دپاره ۳:_۱۶ آيت ”د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy