YouVersion Logo
Search Icon

کولوسيان 2

2
دوېم باب
1زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې زۀ ستاسو دپاره او د لوديکيانو د جماعت دپاره او د هغوئ ټولو دپاره چا چې زۀ مخامخ نۀ يم ليدلے، څومره خوارى کوم. 2زۀ غواړم چې هغوئ زړَور شى او د مينې په تار د يو بل سره وګنډلے شى، د دې دپاره چې هغوئ پخپله پوهه پوره اعتماد ولرى او د خُدائ پاک د هغه راز په منصوبه پوهه شى، کوم چې مسيح په خپله دے، 3په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى. 4دا زۀ تاسو ته د دې دپاره وايم چې څوک تاسو په دروغژن بحثونو دوکه نۀ کړى. 5کۀ څۀ هم چې زۀ اوس ستاسو نه لرې يم خو په روح کښې تاسو سره يم، او زۀ په دې خوشحاله يم چې تاسو وګورم چې څومره په ښې طريقې سره ژوند تېروئ او په مسيح باندې ستاسو ايمان پوخ او مضبوط دے.
په حضرت عيسىٰ مسيح کښې د ژوندون معمورتيا
6نو بيا څنګه چې تاسو عيسىٰ مسيح د خپل مالِک په توګه قبول کړو، نو هم هغه شان په هغۀ کښې ژوند تېروئ. 7په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ. 8خيال کوئ هسې نه چې څوک مو په تشو فلسفو او دوکه مارو خبرو کښې راګېر کړى، ځکه چې د هغوئ خبرې د انسانى رواياتو او د دُنيا د بنيادى اصُولو په مطابق دى او د مسيح په مطابق نۀ دى. 9ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے. 10او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے. 11کله چې تاسو په مسيح ايمان راوړو نو تاسو په جسمانى توګه سنت شوى نۀ وئ. مسيح تاسو په روحانى توګه سنت کړئ او ستاسو د ګناه فطرت يې ختم کړو. 12تاسو د مسيح سره په بپتسمه کښې ښخ شوئ او د ايمان په وسيله د خُدائ پاک په قدرت کښې هم تاسو د هغۀ سره بيا راژوندى شوئ چا چې هغه د مړو نه راپاڅولے دے. 13تاسو د خپلو نافرمانو په وجه مړۀ وئ ځکه چې ستاسو د ګناه فطرت ختم شوے نۀ وو. نو بيا خُدائ پاک تاسو د مسيح سره راژوندى کړئ، ځکه چې هغۀ ستاسو ټولې نافرمانۍ معاف کړې. 14هغه څۀ چې د شريعت په مطابق زمونږ خلاف جرم وو هغۀ هغه ټول ريکارډ ختم کړو. هغه يې يو خوا ته کړل او په سولۍ يې مېخ کړل. 15دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه. 16نو په دې وجه څوک مۀ پرېږدئ چې په تاسو د خوراک څښاک يا د اختر يا د نوې مياشت يا د سبت د ورځې په معامله کښې اِلزام ولګوى. 17ځکه چې دا صرف د راتلونکو څيزونو سورے دے خو حقيقت په مسيح کښې دے. 18چا ته هم وخت مۀ ورکوئ چې خپل ځان دې ښۀ وګڼى او تاسو دې مجرم کړى. هغوئ خپل ځان په ظاهرى عاجزى ښودلو سره او د فرښتو په عبادت کولو او د روياګانو د ليدو په تفصيلى بيان سره نور خلق مجبوروى. او د هغوئ غېر روحانى ذهن هغوئ پړسولى دى. 19او هغوئ د بدن د سر يعنې مسيح سره تعلق پرېښے دے. ځکه چې په هغۀ کښې د بدن ټول بندونه او پلې په خپلو کښې يو ځائ کيږى او خُدائ پاک ورله وده ورکوى.
په حضرت عيسىٰ مسيح کښې نوے ژوندون
20نو چې تاسو د مسيح سره مړۀ شوئ او هغۀ تاسو د دُنيا د بنيادى اصُولو نه آزاد کړئ، نو بيا تاسو ولې په دُنياوى اصُولو ژوند تېروئ؟ او د هغې حُکمونه داسې منئ چې، 21”دې ته لاس مۀ وروړئ، دا مۀ څکئ، مۀ ورسره لګئ؟“ 22خو د دغه څيزونو په حقله حُکمونه صرف انسانى تعليمونه دى چې په استعمالولو کښې به ختم شى. 23داسې حُکمونه خو په ظاهره عقلمند ښکارى هغه دا چې د خپلې مرضۍ په مطابق سخت عبادت او دروغژنه عاجزى او د فقيرانو په شان ژوند تېرول، خو دا د انسان په نفسانى شوقونو قابو نۀ شى راوستلے او بې‌فائدې دى.

Currently Selected:

کولوسيان 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy