زکرياه 7

7
اوؤم باب
اِنصاف او رحم، روژه نه
1د داريوس د سلطنت په څلورم کال، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه نازل شو د نهمې مياشتې په څلورمه ورځ د کِسليو په مياشت کښې. 2د بيت‌ايل خلقو شراضر او رجم‌مِلک سره د خپلو سړو ولېږل، چې مالِک خُدائ ته زارى وکړى 3چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور د اِمامانو او پېغمبرانو نه تپوس وکړى چې، ”آيا مونږ ماتم وکړُو او روژه ونيسو په پينځمه مياشت کښې، لکه څنګه چې مونږ دا د ډېرو کالونو نه کوُو؟“ 4بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو، 5”د دې مُلک د ټولو خلقو نه او اِمامانو نه پوښتنه وکړه، کله چې تاسو روژه نيوله او ماتم مو په پينځمه او اوومه مياشت کښې د تېرو اويا کالو راسې کولو، آيا دا روژې په حقيقت تاسو زما دپاره نيولې؟ 6او کله چې تاسو خوراک څښاک کولو، آيا دا تاسو د ځان دپاره نۀ کولو؟ 7آيا دا هغه کلام نۀ دے چې ما مالِک خُدائ فرمائيلى وُو د وړومبيو پېغمبرانو په ذريعه کله چې په يروشلم او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې سکون او برکت وو، او نجب او د مغربى غرونو لمنې ښۀ آبادې وې؟“
د نافرمانۍ په وجه جلاوطنى
8او د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام بيا په زکرياه نازل شو، 9”دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، په رښتيا سره اِنصاف کوئ، يو بل سره رحم او مينه کوئ. 10په کونډو، يتيمانو، په پردو او غريبانانو ظلم زياتے مۀ کوئ. په خپلو زړونو کښې يو بل ته شېطانى سوچونه مۀ کوئ. 11خو هغوئ په دې غور کولو نه اِنکار وکړو، او په سرکشۍ سره يې ورته شا کړه او خپل غوږونه يې بند کړل. 12هغوئ خپل زړونه لکه د هيرې سخت کاڼى په شان سخت کړل او هغوئ هغه حکمونو يا تعليماتو ته توجو نۀ ورکوله چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپل روح نه د پخوانو پېغمبرانو په ذريعه رالېږلى وُو، نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج سخت په قهر شو. 13کله چې ما ورته آواز وکړو، نو هغوئ نۀ اورېدلو، او نو اوس کله چې هغوئ آواز وکړى، نو زۀ به يې نۀ اورم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 14ما هغوئ د طوفان په ذريعه په لرى قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړل، چرته چې هغوئ لکه د پردو په شان اوسېدل. د هغوئ مُلک وران ويجاړ پروت وُو او د هغوئ نه پس ورته څوک نۀ شو راتلے. نو دغه شان د هغوئ خپل ښکلے مُلک په صحرا بدل شو.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

زکرياه 7: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល