زکرياه 6

6
شپږم باب
څلور جنګى ګاډۍ
1ما بيا بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور جنګى ګاډۍ د پيتلو د دوو غرونو د مينځ نه راروانې وې. 2وړومبۍ ګاډۍ کښې سرۀ آسونه، دوېمه کښې تور آسونه وُو، 3درېمه کښې سپين آسونه او څلورمه کښې برَګ آسونه وُو، ټول ډېر مضبوط وُو. 4ما د هغه فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى زما مالِکه؟“ 5فرښتې راله جواب راکړو، ”دا د آسمان څلور روحونه دى، دا د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د حضور نه بهر راوتل. 6هغه ګاډۍ چې تور آسونه يې دى د شمال مُلک طرف ته، د سپينو آسونو والا د مغرب طرف ته، او د برَګو آسونو والا د جنوب طرف ته روانه ده.“ 7کله چې هغه طاقتور آسونه بهر ووتل، نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره بې‌صبره وُو. او هغې وفرمائيل، ”لاړ شئ او په دُنيا کښې ګشت ولګوئ.“ نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره لاړل. 8بيا هغې ما ته آواز وکړو چې، ”ګوره، کوم آسونه چې د شمال طرف ته روان دى هغوئ زما غصه په شمال مُلک کښې سړه کړه.“
د يشوَع دپاره تاج
9بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 10”د جلاوطن کړے شوى خلدى، طوبياه او يدعياه نه سپين زر او سرۀ زر واخله، څوک چې د بابل نه راغلى دى. هم په هغه ورځ د يوسياه د صفنياه د زوئ کور ته لاړ شه. 11د هغوئ د سپينو زرو او سرو زرو تحفه واخله او تاج ترې جوړ کړه، او دا د مشر اِمام د يهوصدق د زوئ يشوَع په سر کړه. 12هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”دا هغه سړے دے د چا نوم چې څانګه ده، او دے به د خپل ځان نه څانګې خورې کړى او د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى. 13دا هغه څوک دے چې د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى او دۀ ته به د بادشاهۍ جامې ورواغوستے شى او په تخت به کښېنى او بادشاهى به کوى. او په خوا کښې به اِمام د دۀ تخت سره ولاړ وى. او د دواړو په مينځ کښې به جوړ توړ وى.“ 14د خلدى، طوبياه، يدعياه او حين د صفنياه زوئ ته به تاج د مالِک خُدائ په کور کښې د يادګار په توګه ورکړے شى. 15هغه څوک چې لرې دى هغوئ به راشى او د مالِک خُدائ د کور په جوړولو کښې به مدد وکړى. او تاسو ته به پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. دا به وشى خو چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره تابعدارى وکړئ.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

زکرياه 6: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល