زکرياه 11

11
يوولسم باب
مالِک خُدائ به طاقتور مُلکونه رانسکور کړى
1خپلې دروازې کولاو کړه، اے لبنانه، چې اور ستا د دِيار ونې وسوزوى. 2فرياد وکړه، اے د نختر ونې، ځکه چې د دِيار ونې راغورزېدلې دى، هغه د شان او شوکت والا ونې تباه شوې دى. فرياد وکړئ، اے د بسن د څېړو ونو، ګڼ ځنګلونه هم ختم شول. 3د قوم شپونکو فرياد ته غوږ ونيسئ، د هغوئ د څرن شنۀ ځايونه تباه شول. د زمرو غړمبار ته غوږ ونيسئ، د اُردن ګڼ ځنګلونه تباه شول.
دوه شپونکى
4مالِک خُدائ زما خُدائ پاک دا فرمائى، ”هغه ګډې وڅروه چې د حلالې دپاره نښه شوې دى. 5د دې اخستونکى دا حلالې کړى او سزا ورته مِلاو نۀ شى. چې څوک يې خرڅوى هغوئ وائى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، مونږ مالداره شُو. د دې خپل شپونکى په دې رحم نۀ کوى. 6نو زۀ به هم نور د دې مُلک په خلقو رحم ونۀ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به هر يو خپل ګاونډى ته او خپل بادشاه ته حواله کړم. هغوئ به په مُلک ظلم وکړى، او زۀ به دوئ د هغوئ د لاسونو نه بچ نۀ کړم.“ 7نو ما د هغه ګډو شپونتوب وکړو چې د حلالولو دپاره نښه کړے شوى دى، په خاص طور مظلومې ګډې. بيا ما دوه چوکې واخستې چې يوه ”فضل“ او بله ”اتفاق“ بلل کېده، او ما پرې د ګډو شپونتوب وکړو. 8په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم 9او ومې وئيل، ”زۀ به نور ستاسو شپون نۀ يم. پرېږدئ چې کومې مرى هغه دې مړې شى، او چې کومې تباه کيږى هغه دې تباه شى. پرېږدئ چې کومې پاتې شى هغه دې د يو بل غوښې وخورى.“ 10بيا ما خپله امسا واخستله چې نوم يې ”فضل“ وو او ماته مې کړه، او هغه لوظ مې مات کړو چې ما ټولو قومونو سره کړے وو. 11دا هم په هغه ورځ مات شو. او د ګډو سوداګرو چا چې ما ته کتل پوهه شول چې دا د مالِک خُدائ کلام دے. 12ما هغوئ ته ووئيل، ”کۀ تاسو سوچ کوئ چې دا ښۀ دى، ما ته خپله مزدورى راکړئ، خو کۀ ښۀ نۀ وى، نو ځان سره يې کړئ.“ نو هغوئ ما له دېرش د سپينو زرو سيکې مزدورى راکړه. 13او مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا په خزانه کښې ورغورزوه.“ دا اوچت قيمت دے کوم قيمت چې هغوئ زما ولګولو، بيا ما دا دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې او د مالِک خُدائ د کور په خزانه کښې مې وروغورزولې. 14بيا ما خپله دوېمه امسا ماته کړه چې نوم يې ”اتفاقى“ وو، او د يهوداه او د اِسرائيل په مينځ کښې ورورولى مې ماته کړه. 15بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د کم عقل شپون سامان يو ځل بيا راواخله. 16ځکه چې زۀ يو شپون راولم په دې مُلک چې هغه به د ورک شوو پرواه نۀ کوى، يا به خوارۀ شوى نۀ لټوى، يا به زخمى شوو له شفا نۀ ورکوى، نۀ به صحتمندو له خوراک ورکوى، خو هغه به د څُرب ګډانو غوښه خورى او د دوئ سومونه به وشلوى. 17افسوس دې په بې‌کاره شپون وى، چې رمه پرېږدى. تُوره دې د هغۀ لاس او د هغۀ ښۍ سترګه ووهى. د هغۀ لاس دې مکمل اوچ شى، او د هغۀ ښۍ سترګه دې بلکل ړنده شى.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

زکرياه 11: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល