زکرياه 10

10
لسم باب
مالِک خُدائ به د يهوداه حفاظت وکړى
1مالِک خُدائ ته په سپرلى کښې د باران دپاره سوال وکړئ. ځکه چې دا مالِک خُدائ دے چې طوفانى وريځې رالېږى. هغه باران ورَوى او د هر چا دپاره په پټو کښې شنۀ بوټى پېدا کوى. 2بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بې‌فائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته. 3”زما غصه د شپونکو خلاف زياته شوې ده، او زۀ به حکمرانانو له سزا ورکړم، ځکه چې مالِک خُدائ به د خپلې رمې حفاظت کوى، د يهوداه د قوم، او هغوئ به لکه د جنګ د فخر آس جوړ کړى. 4د يهوداه نه به د ګوټ کاڼے، د خېمې موږے، د جنګ لينده جوړه شى، د هغې نه به هر يو حکمران راشى. 5هغوئ به يو ځائ لکه د طاقتورو خلقو په شان په جنګ کښې دشمنان د کوڅې په خټو کښې د پښو لاندې کړى. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ سره دے، هغوئ به جنګ وکړى او د آسونو سوارۀ به لاندې راوغورزوى. 6زۀ به د يهوداه خلق تکړه کړم او د يوسف قوم به بچ کړم. زۀ به هغوئ بيا آباد کړم ځکه چې زۀ په هغوئ رحم کوم. هغوئ به داسې وى لکه چې کله ما هغوئ نۀ وى رد کړى. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، او زۀ به د هغوئ دُعا ته جواب ورکوم. 7اِفرائيميان به لکه د جنګيالو په شان شى، او د هغوئ زړونه به داسې خوشحاله وى لکه چې مے يې څښلى وى. د هغوئ اولاد به دا وګورى او خوشحاله به وى، د هغوئ زړونه به په مالِک خُدائ کښې خوشحاله وى. 8زۀ به هغوئ ته شپيلے ووهم او يو ځائ ته به يې راغونډ کړم. يقيناً زۀ به هغوئ آزاد کړم، هغوئ به بې‌شمېره کړم څنګه چې مخکښې وُو. 9اګر کۀ ما هغوئ په قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى دى خو په لرې مُلکونو کښې به هغوئ ما ياد ساتى. هغوئ او د هغوئ بچى به ژوندى پاتې شى، او واپس به راشى. 10زۀ به هغوئ واپس راولم د مِصر نه او هغوئ به د اسور نه راجمع کړم. زۀ به هغوئ راولم جِلعاد او لبنان ته، او هلته به د هغوئ ټولو دپاره کافى ځايونه نۀ وى. 11هغوئ به د مصيبت د سمندر نه تېر شى، چپې وهونکے سمندر به خاموش شى، او د نيل درياب ژورې اوبۀ به اوچې شى. د اسور غرور به راښکته شى، او د مِصر شاهى طاقت به ختم شى. 12زۀ به هغوئ له په مالِک خُدائ کښې طاقت ورکړم، او د هغۀ په نوم به هغوئ روان وى،“ مالِک خُدائ فرمائى.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

زکرياه 10: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល