زکرياه 1

1
اول باب
مالِک خُدائ ته د راواپس کېدو آواز
1د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ د دوېم کال په اتمه مياشت، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه پېغمبر، د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو، 2”ستاسو پلار نيکۀ ته مالِک خُدائ ډېر غصه وو. 3نو په دې وجه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې ما ته راواپس شئ، او زۀ به تاسو ته راواپس شم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 4د خپل پلار نيکۀ په شان مۀ جوړېږئ، چا ته به چې پخوانو پېغمبرانو فرمائيل چې، ”مالِک خُدائ دا فرمائى چې، د خپلې بدعملۍ نه او د خپل بدعمله کارونو نه واوړئ.“ خو هغوئ به ما ته غوږ نۀ نيولو او نۀ به يې توجو راکوله، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 5خو ستاسو پلار نيکۀ اوس چرته دى؟ ولې هغوئ او پېغمبران به تر ابده ژوندى وى څۀ؟ 6خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“
د آسونو په حقله د پېغمبر رويا
7د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د يوولسمې مياشتې په څليريشتمه ورځ چې د شيباط مياشت وه، د مالِک خُدائ کلام زکرياه د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو، 8په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو. 9ما تپوس وکړو، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“ هغه فرښتې چې ما سره يې خبرې کولې جواب راکړو، ”زۀ به تا ته وښايم چې دا څۀ دى.“ 10بيا هغه سړے چې د سر درو ونو مينځ کښې ولاړ وو هغۀ جواب راکړو، ”دا هغه څوک دے چې مالِک خُدائ رالېږلے دے چې په دُنيا کښې ګشت وکړى.“ 11او هغوئ د مالِک خُدائ فرښتې ته خبر ورکړو، څوک چې د سر درو ونو په مينځ کښې ولاړه وه، ”مونږ په ټوله دُنيا کښې ګشت وکړو او پته راته ولګېده چې ټوله دُنيا په آرام او امن کښې ده.“ 12بيا د مالِک خُدائ فرښتې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تۀ به ترڅو پورې په يروشلم او د يهوداه په علاقو رحم نۀ کوې، چا ته چې تۀ د اويا کالو نه غصه يې؟“ 13نو مالِک خُدائ په رحم او نرم لفظونو هغه فرښتې سره خبرې وکړې چا چې ما سره خبرې کولې. 14بيا هغه فرښتې چا چې ما سره خبرې کولې راته يې وفرمائيل، ”د دې کلام اعلان وکړه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، زۀ په يروشلم او صيون ډېر زيات غېرت کوم. 15خو زۀ هغه نورو قومونو ته ډېر غصه يم چې په امن او سکون کښې ژوند کوى. زۀ خپلو خلقو ته لږ غصه وم، خو دې قومونو هغوئ ته زما د ارادې نه زيات نقصان ورکړو. 16په دې وجه، مالِک خُدائ دا فرمائى، زۀ به يروشلم ته واپس رحم سره راشم، او هلته به زما کور بيا آباد شى. او د ناپ تول تارونه به په يروشلم راښکلے شى، دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 17نو دا هم ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زما ښارونه به بيا د برکت نه ډک شى، او مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى او يروشلم به لکه د خپل ښار دوباره غوره کړى.“
څلور ښکرونه او څلور لوهاران
18بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور ښکرونه وُو. 19ما تپوس وکړو، د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا هغه ښکرونه دى چې يهوداه، اِسرائيل او يروشلم يې خوارۀ وارۀ کړى دى.“ 20بيا مالِک خُدائ ما ته څلور لوهاران وښودل. 21ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”دا څلور کسان د څۀ دپاره راروان دى؟“ نو فرښتې جواب راکړو، ”دا څلور ښکرونه هغه قومونه دى چې يهوداه يې عاجز او تس نس کړو. نو اوس دا لوهاران راغلى دى چې دا قومونه ويروى او راښکته يې کړى او د هغوئ کبر ختم کړى.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

زکرياه 1: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល