متى 8

8
اتم باب
د يو جذامى روغول
1څۀ وخت چې عيسىٰ د غرۀ نه راکوز شو نو ګڼ خلق ورپسې شُو. 2خو بيا يو جذامى وروړاندې شو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“ 3عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه روغ جوړ شو. 4بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
د رومى صوبه دار نوکر شفا موندل
5او کله چې عيسىٰ کفرنحُوم ښار ته وردننه شو نو يو رومى صوبه دار ورغلو او هغۀ ته يې مِنت وکړو او وئيل يې چې، 6”مالِکه، زما يو نوکر په کور کښې شل ګوډ پروت دے او ډېر په تکليف کښې دے.“ 7عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به درشم او روغ به يې کړم.“ 8خو صوبه دار جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې جوګه نۀ يم چې تۀ زما کور ته راشې. خو کۀ تاسو صرف حکم وکړئ نو زما نوکر به جوړ شى. 9ځکه چې زۀ پوهېږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دېخوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“ 10عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے. 11زۀ تاسو ته دا وايم چې د نمرخاتۀ او د نمرپرېواتۀ نه به ډېر خلق داسې راشى چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره به د آسمان د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې يو ځائ کښېنى، 12خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارې ته وغورزولے شى کوم ځائ چې به ژړا وير او د غاښونو چيچل وى.“ 13بيا عيسىٰ صوبه دار ته وفرمائيل چې، ”اوس خپل کور ته لاړ شه، نو ستا د ايمان په وجه دې داسې وشى.“ نو هم په هغه ساعت د هغۀ نوکر روغ شو.
د ډېرو خلقو روغول
14عيسىٰ بيا د پطروس کور ته لاړو او وې ليدل چې د پطروس خواښې تبې نيولې وه. 15نو د هغې لاس ته يې لاس وروړو نو د هغې نه تبه لاړه. هغه پاڅېده او د هغۀ په خِدمت کولو شروع شوه. 16کله چې ماښام شو نو خلقو عيسىٰ له ډېر داسې کسان راوستل چې پيريانو نيولى وُو او هغۀ د هغوئ نه په يو حکم پيريان وشړل او ټول بيماران يې روغ کړل، 17چې دغه شان د يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوې هغه پېشګوئې پوره شى چې، ”هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.“
د حضرت عيسىٰ مسيح د مريدۍ قيمت
18عيسىٰ چې د ځان نه چاپېره ګڼه وليده نو حکم يې وکړو چې راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو. 19يو د شرعې عالم ورغلو او وې وئيل چې، ”اُستاذه، هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“ 20عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“ 21يو بل مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، اول ما ته اجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“ 22عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ما پسې راځه، مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى.“
د حضرت عيسىٰ په درياب کښې طوفان آرامول
23بيا عيسىٰ په کشتۍ کښې سور شو او مريدان هم ورسره سوارۀ شُو. 24خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو او چپې داسې اوچتېدې چې په کشتۍ راواوړېدې. خو هغه اودۀ وو. 25نو هغوئ ورغلل او هغه يې رابېدار کړو چې، ”مالِکه، مونږ بچ کړه. مونږ ډوبيږو.“ 26هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه. 27مريدان په دې ننداره ډېر حېران شول او دوئ ووئيل چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى؟“
د دوو پيريانو نيولو سړو روغول
28عيسىٰ چې د ګدريانو علاقې ته پورې وتو نو د قبرستان نه دوه سړى راووتل چې پيريانو نيولى وُو او دومره خطرناک وُو چې څوک هم په هغه لاره ترې نۀ شُو تېرېدلے. 29هغوئ چغې کړې، ”اے د خُدائ پاک زويه. تۀ زمونږ نه څۀ غواړې؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې مونږ د قيامت نه وړاندې په عذاب کړې څۀ؟“ 30نو لږ لرې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېدله. 31او پيريانو زارى ورته وکړه، ”کۀ چرې تۀ مونږ شړل غواړې نو مونږ د خنزيرانو دغې رمې ته ولېږه.“ 32هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”لاړ شئ.“ نو هغوئ راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او د خنزيرانو ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه. 33د خنزيرانو ساتونکى نزدې ښار ته وتښتېدل او هر چا ته يې هغه ټوله قيصه بيانوله، څۀ چې په پيريانو نيولى سړو تير شوى وُو. 34بيا د کلى ټول خلق بهر راووتل چې عيسىٰ ووينى، او کله چې هغوئ وليدو نو ورته يې مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

متى 8: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល