6
شپږم باب
د خېرات په حقله تعليم
1”خبردار چې د خپلې پرهيزګارۍ ښودنه د خلقو په مخکښې ونۀ کړئ. کۀ تاسو داسې وکړئ نو د آسمانى پلار سره ستاسو دپاره هيڅ اجر نشته. 2هرکله چې تاسو څۀ خېرات کوئ نو په بيګل يې مۀ ډنډوره کوئ، لکه څنګه چې يې رياکاران په عبادتخانو او کوڅو کښې کوى چې خلق يې صِفت وکړى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته اجر پوره مِلاو شوے دے. 3خو تاسو چې کله هم خېرات کوئ نو په داسې يې کوئ چې ګس لاس مو په دې خبر نۀ شى چې ستاسو ښے لاس څۀ کوى. 4ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.
د دُعا په حقله تعليم
5بيا دا چې تاسو کله هم دُعا کوئ نو د رياکارانو په شان مۀ جوړېږئ. هغوئ دا ډېر خوښوى چې په عبادتخانو او چوکونو کښې د دُعا دپاره ودريږى چې هر څوک يې ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شو. 6خو کله چې تاسو دُعا کوئ نو خپلې کوټې ته ننوځئ، ور پورې کړئ او خپل پلار ته په زارو شئ، څوک چې د پړدې په دغه ځائ کښې موجود دے. او ستاسو آسمانى پلار څوک چې پټ رازونه وينى، هغه به بدل درکړى. 7او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بېدينه قومونو په شان د بېمطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى. 8د هغوئ پېښې مۀ کوئ، ستاسو آسمانى پلار ستاسو د غوښتو نه وړاندې ستاسو په حاجتونو خبر دے. 9نو داسې دُعا کوئ، اے په آسمان کښې زمونږ پلاره، ستا نوم دې پاک وى. 10ستا بادشاهى دې راشى، ستا مرضى دې په زمکه هم پوره شى څنګه چې په آسمان کښې پوره کيږى. 11مونږ له خپل روزمره رزق راکړه، 12او زمونږ ګناهونه معاف کړه، لکه څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو. 13او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه. 14ځکه کۀ تاسو د نورو نافرمانى معاف کړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به هم تاسو معاف کړى. 15خو کۀ تاسو نور نۀ معاف کوئ نو ستاسو آسمانى پلار به هم ستاسو نافرمانى معاف نۀ کړى.
د روژې په حقله تعليم
16هر کله چې تاسو روژه نيسئ نو د رياکارانو په شان ځانونه خفه مۀ ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخونه ځکه ورانوى چې خلق ووائى چې ګنې د دوئ روژه ده. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شوے دے. 17خو هر کله چې روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ او مخ وينځئ، 18د دې دپاره چې څوک دا ونۀ وائى چې ګنې ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چې په پړده کښې دے. او ستا آسمانى پلار چې په رازونو خبر دے، هغه به تا له ستا اجر درکړى.
د آسمان خزانې
19په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې. 20خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى، چرته چې نۀ غل کنډر کوى او نۀ يې پټوى. 21ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.
د وجود رڼا
22سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى. 23خو کۀ سترګې دې خرابې وى نو ستا ټول بدن به په توره تيارۀ کښې وى. او کۀ چرې کومه رڼا چې په تا کښې ده، کۀ هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئ تورتم دے.
د خُدائ پاک مال
24يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے. 25ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟ 26د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ 27په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟ 28د جامو اندېښنې بيا د څۀ دپاره؟ په پټو کښې ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، چې هغه څنګه راټوکيږى، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى. 29خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې. 30خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو. 31نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو يا څۀ به واغوندو. 32په دې ټولو څيزونو پسې بېدينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے. 33تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى. 34ځکه د سبا غم مۀ کوئ، سبا به خپل غم په خپله کوى. د نن دپاره نننے غم کافى دے.“