19
نولسم باب
د طلاق په حقله تعليم
1څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې خلاصې کړې نو د ګليل نه روان شو او د اُردن نه پورې غاړه د يهوديه علاقې ته لاړو. 2ګڼ خلق ورپسې وُو او هغۀ هغوئ هلته روغ کړل. 3نو ځينې فريسيان راغلل او د آزمېښت په طور يې ترې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى ته دا روا دى چې په هره وجه چې وى خپله ښځه طلاقه کړى؟“ 4هغۀ په جواب کښې ورته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو دا نۀ دى لوستى چې خالق په اول سر کښې هغوئ نر او ښځه پېدا کړل؟ 5په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى. 6نو بيا دوئ دوه نه خو يو بدن وى. ځکه چې خُدائ پاک دوئ يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې هيڅکله هم نۀ جدا کوى.“ 7هغوئ دا اِعتراض وکړو چې، ”بيا موسىٰ ولې په شريعت کښې خاوند ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى؟“ 8هغۀ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته د خپلې ښځې د پرېښودو اجازت ستاسو د زړونو د سختوالى په وجه درکړو، خو د شروع نه خبره داسې نۀ وه. 9زۀ تاسو ته وايم چې کۀ څوک بغېر د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپلې ښځې له طلاق ورکړى او بل وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى.“ 10مريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”کۀ د سړى د خپلې ښځې سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چې څوک دې بلکل وادۀ نۀ کوى.“ 11د دې په جواب کښې عيسىٰ وفرمائيل چې، ”خبره داسې ده چې هر څوک يې نۀ شى منلے خو صرف هغه خلق چې خُدائ پاک ورته د زغملو طاقت ورکړے وى. 12ځينې داسې خلق دى چې د مور د ګېډې نه يا خو خصى پېدا دى او يا بنى آدمو خصى کړى دى، خو ځينې داسې دى چې هغوئ خپل ځانونه د آسمان د بادشاهۍ دپاره خصى کوى. څوک يې چې منلے شى هغه دې ومنى.“
د حضرت عيسىٰ ماشومانو ته برکت ورکول
13يوه ورځ هغوئ عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى، خو د هغۀ مريدانو هغه خلق ورټل چا چې راوستل. 14عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د آسمان بادشاهى هم د داسې خلقو ده.“ 15بيا هغۀ خپل لاسونه د هغوئ په سر د برکت دپاره راښکل او روان شو.
د مالدارۍ نقصان
16او بيا يو سړے عيسىٰ له راغلو او تپوس يې ترې وکړو، ”اُستاذه، زۀ داسې کومه نېکى وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“ 17عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”د نېکۍ په حقله ولې تپوس کوې؟ نېک خو يواځې يو ذات دے، خو کۀ تۀ غواړې چې ابدى ژوندون حاصل کړې نو د موسىٰ د شريعت په حکمونو عمل کوه.“ 18هغه سړى تپوس وکړو چې، ”کوم حُکمونه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”قتل مۀ کوئ. زنا مۀ کوئ. غلا مۀ کوئ. د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ. 19د مور پلار عزت کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ 20هغه ځوان جواب ورکړو چې، ”ما په دې ټولو عمل کړے دے خو په ما کښې د څۀ کمے دے؟“ 21عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ کامِل کېدل غواړې نو لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ آسمانى خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“ 22هغه ځوان چې دا خبره واورېده نو خفه زهير لاړو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو. 23عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو مالدار ته د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدل ګران کار دے. 24زۀ درته دوباره دا وايم چې د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“ 25مريدانو چې دا واورېدل نو حق حېران شول. هغوئ تپوس وکړو، ”نو بيا به څوک خلاصون ومومى؟“ 26خو عيسىٰ هغوئ ته وکتل او ورته يې وفرمائيل چې، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“ 27په دې خبرې پطروس ووئيل چې، ”ګوره مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تاسو پسې روان شُو، نو هلته به زمونږ دپاره څۀ وى؟“ 28عيسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم، هر کله چې د قيامت په ورځ اِبن آدم د خپلې لويئ په تخت کښېنى نو تاسو چې ما پسې روان شوى يئ به هم ما سره په دولسو تختونو کښېنئ او تاسو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو قاضيان شئ. 29او هر هغه چا چې زما د خاطره وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد، زمکه، جائيداد او کورونه پرېښى دى هغوئ به يو په سل بيا مومى او د تل ژوندون به بيا مومى. 30خو ډېر اول به آخر کړے شى او آخر به اول کړے شى.“