17
اوولسم باب
د حضرت عيسىٰ شکل بدلېدل
1شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا يو اوچت غرۀ ته وخېژول. 2او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې. 3نو ناګهانه هغوئ ته موسىٰ او الياس ښکاره شُو چې د هغۀ سره يې خبرې کولې. 4نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. کۀ تۀ غواړې نو زۀ به دلته درې جونګړې، يوه ستا دپاره، يوه موسىٰ دپاره او يوه الياس دپاره جوړه کړم.“ 5هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“ 6د دې آواز په اورېدو مريدان د يرې نه پړمخې پرېوتل. 7خو بيا عيسىٰ هغوئ له ورغلو، په هغوئ يې لاس ولګولو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅئ، مۀ يرېږئ.“ 8او کله چې هغوئ بره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره ولاړ وو. 9نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“ 10نو مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”بيا زمونږ د شرعې عالمان داسې ولې وائى چې الياس به ضرور وړومبے راځى؟“ 11هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”آو، الياس به راځى او هر څۀ به سموى. 12خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے، خو هغوئ نۀ دے پېژندلے او څۀ چې دوئ غوښتل ورسره يې وکړل. او دغه شان به اِبن آدم هم د هغوئ د لاسه ودرديږى.“ 13بيا مريدان پوهه شول چې هغه د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ په باب کښې فرمائى.
د پيرى نيولې هلک روغول
14کله چې هغوئ خلقو ته واپس راغلل نو يو سړے عيسىٰ له راغلو، د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو 15او وې وئيل، ”مالِکه، زما په زوئ رحم وکړه. په هغۀ مِرګى راځى او ډېر يې زوروى کله يې په اور او کله يې په اوبو کښې غورزوى. 16ما هغه ستا مريدانو له راوستو خو هغوئ روغ نۀ کړے شو.“ 17عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“ 18بيا عيسىٰ هغه پيرے ورټلو نو هغه يې پرېښودو او سمدستى هغه هلک روغ شو. 19د دې نه پس مريدان عيسىٰ له يواځې راغلل او تپوس يې وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“ 20-21هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“
حضرت عيسىٰ يو ځل بيا د خپل مرګ پېشګوئې وکړله
22کله چې هغوئ په ګليل کښې يو ځائ وُو نو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى. 23هغوئ به دے قتل کړى، په درېمه ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“ نو په دې اورېدو هغوئ ډېر غمژن شول.
د خُدائ پاک د کور محصُول ورکول
24کله چې دوئ کفرنحُوم ته راغلل نو د خُدائ د کور خزانچى پطروس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ولې ستا اُستاذ د خُدائ د کور محصُول ورکوى څۀ؟“ 25پطروس ورته ووئيل چې، ”هغه يې ورکوى.“ خو کله چې پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ د هغۀ د وينا نه وړاندې وفرمائيل چې، ”اے شمعونه، تۀ په دې باره کښې څۀ وائې چې د دُنيا بادشاهان د چا نه محصُول او ماليه اخلى، د خپلو خلقو نه کۀ د پردو نه؟“ 26پطروس جواب ورکړو چې، ”د پردو نه.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”نو بيا خو د دوئ خپل خلق معاف دى. 27خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“