متى 12

12
دولسم باب
د سبت په ورځ وَږى شوکول
1په هغه وخت عيسىٰ د سبت يعنې د خالى په ورځ د فصل په يو پټى تېرېدو نو د هغۀ مريدانو د لوږې نه د وږو په ماتولو شروع وکړه او په خوړلو يې لګيا شول. 2خو کله چې فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”ګوره، ستا مريدان داسې کار کوى چې د سبت په ورځ ناروا دے.“ 3هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”تاسو دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو نو هغوئ څۀ کړى وُو؟ 4هغه د خُدائ کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. 5او تاسو په شريعت کښې دا نۀ دى وئيلى چې د خُدائ په کور کښې اِمامانو د سبت ورځ ماته کړه او هغوئ پرې ګناه ګار نۀ شُو. 6زۀ تاسو ته وايم چې دلته د خُدائ د کور نه څۀ نور هم لوئ څيز موجود دے. 7کۀ چرې تاسو د دې په مطلب پوهه وئ چې، ”زۀ رحم خوښوم، قربانى نه،“ نو تاسو به بې‌ګناه خلق ګناه ګار کړى نۀ وُو. 8ځکه چې اِبن آدم د سبت د ورځې مالِک دے.“
يو سړے چې لاس يې شل وو
9بيا عيسىٰ هغه ځائ پرېښودلو او د هغوئ عبادتخانې ته ورننوتو. 10هلته يې يو سړے وليدو چې لاس يې اوچ شوے وو او هغه خلقو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”ولې د سبت په ورځ روغول روا دى څۀ؟“ ځکه چې هغوئ په دۀ د اِلزام لګولو بهانه لټوله. 11خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”فرض کړئ چې تاسو يوه ګډه لرئ او هغه د سبت په ورځ کندې ته وغورزيږى، په تاسو کښې داسې يو کس هم شته چې هغه به د سبت په ورځ د هغې د راخېژولو کوشش نۀ کوى؟ 12او بې‌شکه چې انسان د ګډې نه ډېر زيات قيمتى دے. ځکه د سبت په ورځ نېکى کول روا دى.“ 13بيا هغۀ هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او د بل لاس په شان يې هغه لاس روغ رمټ شو. 14خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل او په خپلو کښې يې د عيسىٰ د وژلو منصوبه شروع کړه.
د خُدائ پاک مقرر شوے خادِم
15خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډېر خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل. 16او هغوئ ته يې په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“ 17دا د يشعياه نبى د دې پېشګويۍ پوره کول وُو چې، 18”دا زما خادِم دے چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. زۀ به خپل روح په هغۀ سورے کړم، او هغه به ټولو قومونو ته اِنصاف رسوى. 19هغه به نۀ جنګ کوى، نۀ شور، او نۀ به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اورېدے شى. 20هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. ترڅو هغه په وفادارۍ سره اِنصاف قائم وساتى. 21د هغۀ په نوم به ټول قومونه اُميدونه ساتى.“
حضرت عيسىٰ او شېطان
22بيا هغوئ ورته يو ړوند ګونګا سړے راوستو چې پيرى نيولے وو. عيسىٰ هغه روغ کړو، ژبه يې ګويا شوه او په سترګو بينا شو. 23ټول خلق حق حېران شول او دا خبره خوره شوه چې، ”ولې دا د داؤد زوئ نۀ دے د چا چې مونږ تلاش کوُو؟“ 24خو کله چې فريسيانو دا واورېدل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“ 25عيسىٰ په دې پوهه وو چې دوئ څۀ سوچ کوى، نو ځکه يې هغوئ ته وفرمائيل، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې‌اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په يو ښار يا کور کښې چې بې‌اتفاقى راشى نو هغه به په خپلو کښې جدا شى. 26کۀ چرې اِبليس، اِبليس شړى نو بيا خو اِبليس په خپله د ځان خلاف شو، نو د هغۀ بادشاهى څنګه پاتې کېدے شى؟ 27نو کۀ چرې زۀ پيريان د بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو مريدان يې د چا په وسيله شړى؟ نو په هم دې وجه به هغوئ تاسو ملامته کړى. 28خو کۀ زۀ دا پيريان د خُدائ پاک د روح په مدد شړم نو د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده. 29بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلے شى او د هغۀ مال حال لوټ کولے شى؟ ترڅو چې اول هغۀ دا زورَور سړے تړلے نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولے. 30څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نۀ راټولوى نو هغه يې نولى. 31نو ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر داسې نشته چې د بنى آدمو بخښلے نۀ شى، سېوا د هغه کُفر نه چې د روحُ القُدس په خلاف لګولے شوے وى. 32هر څوک چې د اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به وبخښلے شى، خو هر هغه څوک چې د روحُ القُدس په خلاف خبرې کوى هغه به نۀ په دې دُنيا کښې او نۀ په بله دُنيا کښې وبخښلے شى.
ونه او د هغې مېوه
33يا خو ونه او د هغې مېوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې مېوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په مېوه پېژندلے شئ. 34اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى. 35ښۀ سړے د زړۀ د خزانې نه نېکى راوباسى او بد سړے چې د زړۀ خزانه يې بده وى هغه ترې بدى راوباسى. 36زۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چې څۀ فضول خبرې هم کوى نو د قيامت په ورځ به ورسره د هغې حساب کيږى. 37ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو سره صادق يا ګناه ګار ثابت شئ.“
معجزه غوښتل
38ځينې د شرعې عالمانو او فريسيانو ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ غواړُو چې تۀ مونږ ته د نښې په توګه معجزه وښائې.“ 39هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى. 40نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى. 41د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے. 42د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.
د پيريانو واپس راتلل
43هرکله چې د يو کس نه پيرے بهر شى نو هغه په صحراګانو سر شى چې آرام ومومى، خو وې نۀ مومى. 44نو هغه بيا داسې ووائى چې زۀ به واپس هغه کور ته لاړ شم د کوم نه چې راوتلے يم. نو هغه چې واپس راشى نو هغه کور صرف جارُو کړے او د اوسېدو جوګه بيا مومى. 45بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى، او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى. نو دغه حال به هم د دې نافرمانه پيړۍ وى.“
د حضرت عيسىٰ رښتينى رشته‌دار
46عيسىٰ لا د خلقو سره په خبرو لګيا وو چې د هغۀ خپله مور او وروڼه بهر ولاړ وُو او غوښتل يې چې د هغۀ سره خبرې وکړى. 47په دې کښې چا هغۀ ته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“ 48عيسىٰ هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”زما مور څوک ده؟ او زما وروڼه څوک دى؟“ 49نو بيا هغۀ خپلو مريدانو ته اِشاره وکړه او وې فرمائيل چې، ”زما مور او زما وروڼه دا دى. 50ځکه هر هغه څوک چې زما د آسمانى پلار رضا کوى، هغه زما ورور، خور او مور ده.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

متى 12: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល