اعمال 28

28
اتۀويشتم باب
پولوس رسول د مالټا په جزيره کښې
1هلته په خير خيريت سره د رسېدو نه پس مونږ ته دا پته ولګېده چې د دې جزيرې نامه مالټا ده. 2د جزيرې اوسېدونکو مونږ ته خپله ډېره مهربانى وښودله. ځکه چې باران شروع شوے وو او يخنى وه نو مونږ ته يې اور بل کړو او ټولو ته يې تود هرکلے ووئيلو. 3نو پولوس د لرګو يوه ګېډۍ راجمع کړې وه او هغه يې په اور واچوله نو د اور د تاو په وجه د هغې نه يو زهريله مار راووتو او هغه يې په لاس وچيچلو. 4کله چې د جزيرې خلقو د هغۀ د لاس نه مار ځوړند وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې، ”دا سړے به خامخا يو قاتل وى، هغۀ کۀ څۀ هم خپل ځان د سمندر نه بچ کړو خو خُدائ پاک د هغۀ نه بدل واخستو او هغه يې داسې پرې نۀ ښودلو.“ 5خو پولوس مار اور ته وغورزولو او څۀ نقصان ورته ونۀ رسېدلو. 6هغوئ دا ګُمان کولو چې هغه به وپړسيږى او سمدستى به مړ شى، خو د ډيرې شيبې د اِنتظار نه پس هغوئ وليدل چې په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو او وې وئيل چې، ”دا هم يو خُدائ دے.“ 7د دغه ځائ په خوا او شا کښې د دغه جزيرې د حاکِم زمکې وې چې نوم يې پوبليوس وو. هغۀ مونږ خپل کور ته بوتلو او درې ورځې يې ډېر په درناوى مېلمانۀ کړو. 8چې کله د پوبليوس پلار د تبې او د دستونو په وجه په کټ بيمار پروت وو، نو پولوس هغۀ له ورغلو، دُعا يې ورته وکړله، خپل لاس يې پرې کېښودو او شفا يې ورکړه. 9نو د دې واقعې نه پس د جزيرې نور بيماران هم راغلل او هغوئ روغ شول. 10هغوئ مونږ ته په ډالۍ راکولو ډېر عزت راکړو او څۀ وخت چې مونږ رخصتېدو نو هغوئ د ضرورت ټول څيزونه زمونږ دپاره په جهاز کښې کېښودل.
د پولوس رسول روم ته رارسېدل
11د درېو مياشتو نه پس مونږ په هغه سمندرى جهاز کښې روان شُو چې ژمے يې په دې جزيره کښې تير کړے وو، او دا د اسکندريه جهاز وو چې د هغې په مخامخ څوکه د جوړه معبودانو کاسټر او پولکس نښې جوړې وې. 12مونږ په سرکوسه ښار کښې کوز شُو او هلته مو درې ورځې تېرې کړې. 13بيا د هغه ځائ نه روان شُو او په جهاز کښې ريګيوم ته لاړو او بيا يوه ورځ پس جنوبى بادونه شروع شُو او په دوېمه ورځ مونږ د پوتيلى بندرګاه ته راورسېدو. 14هلته مونږ څۀ ايمانداران وروڼه وموندل او هغوئ مونږ ته دعوت راکړو چې هغوئ سره يوه هفته ايسار شُو. او دغه شان مونږ روم ته راغلو. 15د هغه ځائ وروڼو چې زمونږ د راتلو خبر واورېدو نو هغوئ مونږ سره مِلاوېدو له د اپيوس تر بازاره او د درېو سرايونو چوک پورې راغلل. کله چې پولوس هغوئ وليدل نو هغۀ د خُدائ پاک شُکر وويستو او ډاډه شو. 16کله چې مونږ روم ته ورننوتو نو پولوس ته د يواځې اوسېدو اجازت مِلاو شو او يو سپاهى د هغۀ د څوکيدارۍ دپاره مقرر کړے شو.
په روم کښې پولوس رسول او يهودى مشران
17درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم. 18کله چې هغوئ زما تحقيقات وکړل نو روميانو غوښتل چې ما آزاد کړى ځکه چې زما په مقدمه کښې ما ته د مرګ د سزا د ورکولو هيڅ وجه نۀ وه. 19خو کله چې يهوديانو دا ونۀ منله، نو زۀ مجبور شوم چې قيصر ته اپيل وکړم، اګر کۀ زۀ د خپل قوم خلاف څۀ اِلزام نۀ لګوم. 20دغه وجه ده چې ما دا غوښتل چې تاسو ووينم او خبرې درسره وکړم چې زۀ د هغه چا په خاطر په زنځيرونو کښې تړلے شوے يم چې بنى اِسرائيل د هغۀ په طمع دى.“ 21هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ ته د يهوديه نه هيڅ داسې خط نۀ دے راغلے او نۀ څوک زمونږ ورور د دې اِطلاع راکولو دپاره دلته راغلے دے چې ستا په حقله يې بد وئيلى وى. 22خو مونږ ستا نه اورېدل غواړو چې ستا څۀ خيال دے، ځکه چې مونږ ته پته ده چې هر چرته د دې فرقې خلاف خبرې کيږى.“ 23هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى. 24ځينې خو د هغۀ په وينا سره قائل شول خو ځينو په هغۀ باور ونۀ کړو. 25نو د هغوئ په مينځ کښې بې‌اتفاقى راغله کله چې هغۀ يوه خبره وکړه نو هغوئ روان شول. نو د پولوس هغه خبره دا وه چې، ”د يشعياه نبى په وسيله روحُ القُدس ستاسو پلار نيکونو ته ښۀ وئيلى وُو چې، 26”دې خلقو له ورشه او ورته ووايه، تاسو به يې په خپلو غوږونو واورئ خو پوهه به پرې نۀ شئ، تاسو به يې په خپلو سترګو ووينئ خو او به پرې نۀ رسېږئ. 27ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، او په مشکله سره خبرې ته غوږ ږدى او سترګې يې پټې کړې دى. هسې نه چې هغوئ په خپلو غوږونو واورى او په خپلو سترګو ووينى او خپل زړونه نرم کړى او ما ته واپس راوګرځى او زۀ هغوئ روغ کړم.“ 28‏-29پرېږدئ چې تاسو ته پته ولګى چې د خُدائ پاک دا خلاصون غېر‌يهوديانو ته رالېږلے شوے دے او هغوئ به ورته غوږ نيسى.“ 30نو هغه هلته پوره دوه کاله په خپله خرچه اوسېدو او هر هغه چا ته به يې هرکلے وئيلو، څوک چې به هغۀ له راتلل. 31او هغۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کولو او د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله يې په زړۀ ورتيا او بغېر د څۀ پابندۍ تعليم ورکولو.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

اعمال 28: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល