اعمال 27

27
اوويشتم باب
د پولوس رسول روم طرف ته سفر
1کله چې دا فېصله وشوه چې مونږ به اِټلى ته په سمندرى جهاز کښې ځو نو پولوس او څۀ نور قېديان د قيصر د پلټنې يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول. 2بيا مونږ د ادرمتيم ښار په يوه کشتۍ کښې کښېناستو چې د آسيه د صوبې بندرګاهو ته تلو او په سمندر کښې روان شُو. زمونږ په ملګرو کښې د تِسالونيکيه يو مِکدونى سړے وو چې نوم يې اريسترخوس وو. 3په بله ورځ مونږ په صيدا کښې کوز شُو او يوليوس ډېر په مهربانۍ پولوس ته اجازت ورکړو چې خپلو دوستانو ته ورشى نو چې هغوئ د هغۀ ضرورتونه پوره کړى. 4چې د هلته نه روان شُو نو په سمندر کښې د تېزې سيلۍ په وجه مونږ د قبرص د جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو ځکه چې هلته هوا کمه لګېده. 5د کلکيه او د پمفوليه د سمندر نه د تېرېدو نه وروستو مونږ په لکيه کښې ميره نومې ښار ته راغلو. 6هلته صوبه دار د اسکندريه يو جهاز وموندلو چې اِټلى ته روان وو او مونږ يې په کښې سوارۀ کړو. 7تر ډېرو ورځو پورې مونږ ډېر ورو ورو تلو او کنيدوس ته په ډېر تکليف ورسېدو. او چې هوا زمونږ مخالف وه نو مونږ د کريت په ژۍ ژۍ کښې سلمونې ته لاړو. 8په مشکل سره مونږ د سمندر په غاړه تلو، بيا مونږ يو ځائ ته راغلو چې نوم يې ښائسته بندرګاه وه چې د لسيه ښار سره نزدې وو. 9اوس کافى وخت تېر شوے وو او په سمندرى سفر تلل خطرناک وُو ځکه چې روژه هم تيره شوې وه. نو پولوس هغوئ ته دا مشوره ورکړه 10او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، ما ته ښکارى چې دا سفر به خطرناک وى او دا به يو لوئ نقصان وى، نۀ صرف د جهاز او د سامان بلکې زمونږ د ژوند تاوان به هم وى.“ 11خو پولوس چې څۀ ووئيل نو صوبه دار د هغې په ځائ د ماڼکى او د جهاز د مالِک رايه زياته بهتره وګڼله. 12ځکه چې هغه بندرګاه د ژمى د موسم د تېرولو دپاره مناسب نۀ وه نو ډېرو خلقو د سمندر د سفر رايه خوښه کړه او اُميد يې وو چې فنيکس ته به ورسيږى او هلته به ژمے تير کړى، دا د کريت د جزيرې يوه بندرګاه ده چې مخ يې جنوب مغرب ته او شمال مغرب ته دے.
په سمندر کښې طوفان
13کله چې د جنوب نه نرۍ هوا راوالوته نو هغوئ ګُمان وکړو چې هغوئ خپل مقصد تر سره کولے شى، نو لنګر يې پورته کړو او غاړې ته نزدې د کريت په ژۍ ژۍ کښې روان شول. 14خو ډېر وخت نۀ وو تېر شوے چې يوه طوفانى هوا د جزيرې نه راوالوته چې ورته شمال مشرقى هوا وائى. 15نو چې جهاز ګېر شو او په طوفان کښې مخکښې نه شو تلے، نو مونږ ورته لاره ورکړه او هوا سره روان شُو. 16مونږ د کاوده نومې يوې ورکوټې جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو او هلته مو په مشکل سره د جهاز کِشتۍ قابو کړه. 17جهاز ته يې د خېژولو نه وروستو د حفاظت دپاره کشتۍ په پړو وتړله، بيا هغوئ په دې يرېدل چې هسې نه د سرتيس په شګو کښې ونښلى، نو هغوئ سمندر ته لنګر ورکوز کړو او جهاز يې د هوا په مخ روان کړو. 18په بله ورځ چې ډېر سخت طوفان وو نو هغوئ د جهاز نه بوج کمولو دپاره سامان غورزول شروع کړل. 19او په درېمه ورځ يې د جهاز آوزار په خپلو لاسونو وغورزولو. 20کله چې تر ډېرو ورځو، نۀ نمر ښکارېدو او نۀ ستورى، بلکې سخت طوفان چلېدو نو آخر زمونږ د بچ کېدو ټول اُميد هم ختم شو. 21هغوئ د ډېرو ورځو نه بې‌خوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ. 22خو اوس زۀ درته نصيحت کوم چې زړونه مۀ بائيلئ ځکه چې په تاسو کښې به هيڅ څوک هم مړ نۀ شى خو صرف جهاز به غرق شى. 23ځکه چې بيګاه د هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ يم او د چا چې زۀ عبادت کوم، د هغۀ يوه فرښته ما سره ودرېدله 24او هغې راته ووئيل چې پولوسه، يرېږه مه، تۀ ضرور د قيصر په وړاندې ودرېږه، او څوک چې تا سره په جهاز کښې دى، خُدائ پاک به ستا د خاطره هغوئ بچ کړى. 25نو اے سړو، خپله حوصله په ځائ کړئ. ځکه چې زما په خُدائ پاک ايمان دے چې څنګه چې ما ته وئيلے شوى دى، بلکل هم داسې به وشى. 26خو مونږ به ضرور د يوې جزيرې په غاړه وغورزولے شُو.“ 27کله چې څوارلسمه شپه راغله او مونږ لا د ادريه په سمندر کښې په جهاز کښې يو خوا بل خوا روان وُو چې په نيمه شپه د جهاز ماڼکيانو دا محسوسه کړه چې زمکه رانزدې کيږى، 28نو هغوئ اندازه واخسته او ژوروالے يې څلوېښت ګزه وختلو. او لږ ساعت پس يې چې بيا اندازه واخسته نو دېرش ګزه وه. 29هغوئ يرېدل چې هسې نۀ چې جهاز د ګټانو سره ډغره وخورى، نو د شا طرف نه هغوئ څلور لنګرونه واچول او د سحر کېدو دپاره يې دُعا وکړه. 30خو ماڼکيانو د جهاز نه د تښتېدلو کوشش کولو. هغوئ د جهاز نه کِشتۍ سمندر ته کوزه کړه او بهانه يې وکړه چې مونږ د جهاز د څوکې نه لنګرونه اچوو. 31نو پولوس صوبه دار او سپاهيانو ته ووئيل چې، ”کۀ دا سړى په جهاز کښې پاتې نۀ شى نو په تاسو کښې به يو کس هم بچ نۀ شى.“ 32نو سپاهيانو د کِشتۍ پړى پرېکړل او کولاو يې پرېښودله چې ځى. 33د سحر کېدو نه لږ وړاندې پولوس ټولو ته منت وکړو چې څۀ وخورئ. هغۀ ووئيل چې، ”د تېرو څوارلسو ورځو نه تاسو په شک کښې وئ او بې‌خوراکه وئ او تاسو هيڅ هم نۀ دى خوړلى. 34نو ځکه زۀ تاسو ته خواست کوم چې څۀ لږ خوراک وخورئ، ځکه چې دا ستاسو د ژوندى پاتې کېدو دپاره اهم دى، او ستاسو د سرونو نه به يو وېښتۀ قدرې هم ورک نۀ شى.“ 35د دې وينا نه وروستو هغۀ روټۍ راواخستله او د هغوئ ټولو په وړاندې يې د خُدائ پاک شُکر پرې ووئيلو، هغۀ دا ماته کړه او په خوراک يې لاس پورې کړو. 36بيا هغوئ ټول زړَور شول او په خپله يې خوراک وکړو. 37مونږ ټول په جهاز کښې دوه سوه شپږ اويا کسان وُو. 38هغوئ د مړېدلو نه وروستو د جهاز د وزن سپکولو دپاره غنم سمندر ته ورګزار کړل.
د جهاز تباه کېدل
39کله چې ورځ شوه نو هغوئ زمکه ونۀ پېژنده خو د خليج غاړه يې په نظر شوه، نو هغوئ فېصله وکړه چې کۀ کېدے شى نو په دې به جهاز وخېژوُو. 40نو هغوئ د لنګر پړى پرې کړل او په سمندر کښې يې پرېښودل. او هم په هغه وخت هغوئ د جهاز د چپُو پړى سست کړل او مخکښې بادبان يې باد ته وخېژولو او هغوئ د غاړې طرف ته جهاز روان کړو. 41خو بيا جهاز شګلن ځائ ته ورسېدو او په زمکه ولګېدلو. د جهاز مخکښۍ حِصه ولګېده او انښتې پاتې شوه خو وروستونۍ حِصه يې د چپو په زور ماته شوه. 42نو د سپاهيانو اراده دا وه چې قېديان به ووژنو هسې نه چې په لامبو وهلو وتښتى. 43خو صوبه دار غوښتل چې پولوس بچ کړى او هغوئ يې له دې صلاح نه منع کړل. هغۀ حُکم ورکړو چې هر چا له چې لامبو ورځى هغه دې اول سمندر ته ټوپ کړى او وچې ته دې ځان ورسوى. 44او نور به ورپسې، څۀ په تختو او څۀ د جهاز په ټوټو ځى. او دغه شان ټول په خير سره وچې ته ورسېدل.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

اعمال 27: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល