23
درويشتم باب
1پولوس جرګې ته په اوچتو سترګو وکتل او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تر نن ورځې ما په صفا ضمير سره د خُدائ پاک په وړاندې خپل ژوند تير کړے دے.“ 2بيا مشر اِمام حنانياس پولوس سره ولاړو خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په خولۀ يې ووهئ.“ 3په دې پولوس هغۀ ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک به تا ووهى، اے مکاره، تۀ ناست يې چې د شريعت په مطابق زما فېصله وکړې، او اوس تۀ د شريعت خلاف زما د وهلو حُکم ورکوې څۀ؟“ 4خو څوک چې نزدې ولاړ وو وئ وئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د مشر اِمام بېعزتى کوې څۀ؟“ 5او پولوس ووئيل چې، ”زما وروڼو، ما ته پته نۀ وه چې هغه مشر اِمام دے. ځکه چې صحيفې وائى چې، تاسو د خپل قوم حاکِم ته بدرد مۀ وايئ.“ 6بيا کله چې پولوس ته پته ولګېده چې په دوئ کښې يوه ډله د صدوقيانو ده او بله د فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښې چغې کړې چې، ”اے زما وروڼو، زۀ يو فريسى يم او د فريسى زوئ يم. زما اُميد دے چې مړى به بيا راژوندى کيږى، نو په دې وجه زما تحقيقات کيږى.“ 7کله چې هغۀ دا ووئيل نو د فريسيانو او صدوقيانو په مينځ کښې اختلاف شروع شو او جرګه په مينځ دوه ځايه شوه. 8ځکه چې صدوقيان وائى چې نۀ قيامت نۀ فرښتې او نۀ روح شته، خو فريسيان درې واړه منى. 9بيا لويه غوغا جوړه شوه او د فريسيانو د فرقې ځينې د شرعې عالمان راپاڅېدل او په کلکه يې ووئيل چې، ”مونږ په دې سړى کښې هيڅ غلطى نۀ وينو. شايد چې يوې فرښتې يا روح ورسره خبرې کړې وې.“ 10کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“ 11په هغه شپه مالِک پولوس ته ظاهر شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”تکړه شه، ځکه څنګه چې تا په يروشلم کښې زما په حق کښې ګواهى کړې وه، نو هم دغه شان يې په روم کښې هم وکړه.“
د پولوس رسول د قتل سازش
12په سحر کښې يهوديان د يو سازش دپاره راغونډ شول او خپلو کښې يې سره دا قَسم وکړو چې نۀ به څۀ خورو او نۀ به څۀ څښو ترڅو چې دوئ پولوس وژلے نۀ وى. 13د څلوېښتو کسانو نه زيات په دې سازش کښې شامل وو. 14هغوئ مشرانو اِمامانو او د جرګې مشرانو له ورغلل او وې وئيل چې، ”مونږ په خپلو کښې پوخ قَسم کړے دے چې تر هغې به نۀ څۀ خورو او نۀ څۀ څښو ترڅو چې مونږ پولوس مړ نۀ کړُو. 15اوس دا ستاسو او د جرګې کار دے چې کمان آفسر ته درخواست وکړئ چې هغه تاسو له لاندې راولى په دې بهانه چې تاسو غواړئ چې د دۀ د مقدمې صحيح تحقيقات وکړئ. مونږ دې ته تيار يُو چې دلته د رارسېدو نه وړاندې هغه قتل کړُو.“ 16خو د پولوس خوريے د هغوئ د سازش نه خبر شو. نو هغه لاړو او قلعې ته ننوتو او پولوس ته يې د هغوئ د سازش ووئيل. 17بيا پولوس يو صوبه دار راوغوښتو او وې وئيل چې، ”دا ځوان کمان آفسر ته بوځه، ځکه چې دے ورته څۀ ضرورى خبره کوى.“ 18نو صوبه دار هغه د ځان سره بوتلو او کمان آفسر له يې ور وستو. او وې وئيل چې، ”قېدى پولوس زۀ راوبللم او راته يې ووئيل چې دا ځوان تا ته درولم ځکه چې دے تا ته څۀ ضرورى خبره کول غواړى.“ 19کمان آفسر هغه د لاسه ونيولو، يو طرف ته يې کړو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ما ته ووايه چې څۀ خبره ده؟“ 20هغۀ ووئيل چې، ”يهوديانو سازش کړے دے چې تا ته عرض وکړى چې سبا له تۀ پولوس د جرګې په وړاندې پېش کړه او د دوئ بهانه دا ده چې د هغۀ د مقدمې پوره پوره تحقيقات کوُو. 21نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“ 22نو کمان آفسر هغه ځوان رُخصت کړو او ورته يې حکم ورکړو چې، ”چا ته ونۀ وائى چې تا ما ته دا اِطلاع راکړې ده.“
د پولوس رسول ګورنر فِليکس ته لېږل
23بيا کمان آفسر خپل دوه صوبه داران راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې، ”نن شپه نهۀ بجې قيصريه ته د تلو دپاره دوه سوه فوجيان، اويا د آسونو سوارۀ او دوه سوه نېزه بازان تيار کړئ. 24پولوس له هم د سورلۍ بندوبست وکړئ چې هغه پرې سور شى او هغه صحيح سلامت فِليکس ګورنر ته ورسوى.“ 25هغۀ يو خط هم ورته داسې وليکلو چې، 26”د کلوديوس لسياس نه معزز ګورنر فِليکس ته سلام. 27دا سړے يهوديانو نيولے وو او هغوئ وژلو خو چې زۀ خبر شوم چې هغه مقامى رومى دے، نو زۀ سپاهيانو سره ورغلم او دے مې بچ کړو. 28ما دا غوښتل چې دا جُرم معلوم کړم چې هغوئ پرې د کوم اِلزام لګولے دے. نو ما پولوس د هغوئ جرګې ته بوتلو. 29زۀ پوهه شوم چې په دۀ باندې د دوئ د شريعت د مسئلو په حقله اِلزام وو، خو څۀ داسې جُرم پرې نۀ وو چې دۀ ته پرې د قېد يا د مرګ سزا ورکړے شى. 30کله چې زۀ خبر شوم چې د دۀ خلاف سازش جوړ شوے دے، نو ما دے سمدستى تا له درولېږلو او مدعيانو ته مې هم حکم ورکړو چې د دۀ په خلاف خپله مقدمه تاسو ته وړاندې کړى.“ 31نو د حُکم په مطابق فوجيانو پولوس بوتلو او د شپې يې انتيپترس ښار ته راوستو. 32په بله ورځ هغوئ د آسونو سوارۀ د هغۀ سره د مخکښې تلو دپاره پرېښودل او هغوئ قلعې ته راواپس شول. 33کله چې هغوئ قيصريه ته راغلل نو خط يې ګورنر له ورکړو او پولوس يې هم د هغۀ په وړاندې پېش کړو. 34خط يې ولوستو، هغۀ د پولوس نه تپوس وکړو چې تۀ د کومې صوبې اوسېدونکے يې. او کله چې ګورنر خبر شو چې هغه د کلکيه اوسېدونکے دے، 35هغۀ ووئيل چې، ”زۀ به ستا مقدمه هله اورم کله چې ستا مدعيان راورسى.“ بيا هغۀ حُکم وکړو چې هغه دې د هيروديس په قلعه کښې وساتلے شى.