اعمال 22

22
دوويشتم باب
د ګڼې په وړاندې د پولوس رسول صفائى پېش کول
1”اے مشرانو او کشرانو، غوږ شئ. زۀ اوس ستاسو په وړاندې خپله صفائى بيانوم.“ 2هر کله چې هغوئ په عبرانۍ ژبه کښې د هغۀ خطاب واورېدو نو هغوئ ورته نور ښۀ خاموش شول. بيا هغۀ ووئيل، 3”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملى‌ايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ. 4او د دې لارې منونکى به ما تر مرګ پورې زورول، ښځې او سړى به مې دواړه ګرفتارول او په قېدخانه کښې به مې بندول. 5زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم. 6کله چې زۀ په لار دمشق ته ورنزدې شوم، د غرمې وخت وو چې ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګېرچاپېره وځلېده. 7زۀ په زمکه راپرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې وئيل چې ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟ 8ما جواب ورکړو چې مالِکه، تۀ څوک يې؟ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې. 9زما ملګرو هغه رڼا وليدله خو د هغۀ آواز يې وانۀ ورېدو چا چې ما سره خبرې کولې. 10نو ما ورته ووئيل چې مالِکه، زۀ څۀ وکړم؟ مالِک جواب راکړو چې پاڅه. او دمشق ته لاړ شه او هلته به تا ته ټول کارونه ووئيلے شى، کوم چې ستا دپاره مقرر شوى دى. 11هر کله چې زۀ د رڼا شُغلې ړوند کړم نو زما ملګرو زۀ د لاسه ونيولم او دمشق ته يې بوتلم. 12هلته حنانياس نومې يو سړے وو چې په شريعت ټينګ ولاړ وو او د هغه ځائ په اوسېدونکو ټولو يهوديانو کښې ښۀ نېک نام وو. 13هغه ما ته راغلو، ما سره خوا کښې ودرېدلو او راته يې ووئيل چې، اے ساؤله وروره، سترګې وغړوه. او هم هغه ساعت زۀ بينا شولم او هغه مې وليدلو. 14هغۀ بيا ووئيل چې زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک تۀ دې دپاره غوره کړې چې د هغۀ مرضى وپېژنې او د هغۀ صادق خادِم ووينې او د هغۀ آواز واورې. 15ځکه چې تۀ به ټولې دُنيا ته د هغۀ ګواهى کوې چې څۀ دې ليدلى او اورېدلى دى. 16نو اوس تۀ ولې سستى کوې؟ پاڅه بپتسمه واخله او د هغۀ د نوم په يادولو خپل ګناهونه پاک کړه. 17کله چې زۀ يروشلم ته واپس راغلم او ما د خُدائ په کور کښې دُعا کوله نو زۀ بې‌خوده شوم. 18او عيسىٰ مې وليدو چې ما ته فرمائى چې زر کوه او سمدستى د يروشلم نه اوځه، ځکه چې دوئ به زما په حقله ستا ګواهى قبوله نۀ کړى. 19ما ورته ووئيل چې مالِکه هغوئ ته دا معلومه ده چې په هره عبادتخانه کښې به ما هغوئ نيول او په کوړو به مې وهل د چا به چې په تا ايمان وو. 20او کله چې ستا د ګواه ستِفانوس وينه توئ شوله نو زۀ په خپله هلته موجود وم او پرې راضى وم او د هغوئ د جامو څوکۍ مې کوله چا چې هغه مړ کړو. 21بيا هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چې زۀ تا لرې لرې غېر يهودى قومونو ته لېږم.“
پولوس رسول او رومى کمان آفسر
22تر دې خبرو پورې هغوئ هغۀ ته غوږ نيولے وو، خو بيا هغوئ چغې کړې، ”د داسې سړى مخ دې ورک شى، دا د پرېښودو قابل نۀ دے.“ 23او هغوئ لا نورې چغې کړې، خپلې جامې يې وشلولې او خاورې يې بره نوستلې. 24نو کمان آفسر حُکم وکړو چې، ”پولوس قلعې ته واپس بوځئ،“ او هدايت يې ورکړو چې، ”په کوړو وهلو ترې بيان واخلئ او دا وجه ترې معلومه کړئ چې د هغۀ خلاف دا هنګامه ولې راپورته شوې ده.“ 25خو کله چې هغوئ هغه د وهلو دپاره وتړلو نو پولوس هلته ولاړ صوبه دار ته ووئيل چې، ”ولې دا ستا دپاره جائز دى چې تۀ يو مقامى رومى په کوړو وهې چې جرم پرې ثابت نۀ وى؟“ 26کله چې صوبه دار دا واورېدل نو هغه کمان آفسر ته ورغلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”تۀ څۀ کول غواړې؟ دا سړے خو مقامى رومى دے.“ 27کمان آفسر پولوس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ رښتيا مقامى رومى يې څۀ؟“ او هغۀ ووئيل چې، ”آو.“ 28کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ما خو په لوئ قيمت دا مقامى حق اخستے دے.“ پولوس ورته ووئيل ”خو دا زما قومى حق دے.“ 29نو سمدستى هغه څوک چې د هغۀ نه تفتيش کوونکى وُو د هغۀ نه وروستو شول، او کمان آفسر هم وويرېدو ځکه چې هغۀ ته پته ولګېده چې پولوس مقامى رومى دے او هغۀ تړلے دے. 30په بله ورځ کمان آفسر غوښتل چې صحيح معلومات تر لاسه کړى چې يهوديانو ولې په پولوس اِلزام ولګولو. هغۀ پولوس آزاد کړو او مشرانو اِمامانو او ټولې اولسى جرګې ته يې حُکم ورکړو چې، ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته راوستلو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو.

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

اعمال 22: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល